دپاکستان دکرکټ ټیم کپتان ۴۵کلن شو
(last modified Tue, 28 May 2019 09:33:26 GMT )
May 28, 2019 14:03 Asia/Kabul
  • دپاکستان دکرکټ ټیم کپتان ۴۵کلن شو

مصباالحق د کرکټ نړیواله لوبه له ۲۰۰۱کال څخه پیل کؤې او لومړنۍ ټسټ میچ ئې دنیوزیلینډ خلاف لوبولی او دغه راز ئې ډير زر نړیوال شهرت وموند او له څوکلونو راهسې د پاکستان د کرکټ د ملی لوبډلې کپتان دی

زمونږخبریال د دنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ ، دپاکستان  د کرکټ ملی لوبډلې کپتان مصباالحق پنځه څلویښت کلن شو  او په دې مناسبت د کرکټ  نړیوالې ادارې (آئي سی سی ) دپاکستان دکرکټ ټیم کپتان ته   د مبارکۍ په ویلو سره دښه او نیکمرغه ژوند هیله کړې ده .

 همداراز   دبیلابیلو هیوادونو لوبغاړو او لوړپوړو اړونده چارواکو هم  مصاالحق  ته  دنیکمرغه زوکړې  دکلیزې مبارکي وئيلې ده .

په ټولنیزو چینلونو کې د مصبا الحق  مینه والو هغه ته دزړه له کومې مبارکي وئيلې ده .

مصباالحق د ۱۹۷۴کال دمئ په اته ویشتمه نیټه  د پاکستان  دپنجاب صوبې په میانوالي کې زیږید لی  او له نیازي قبیلې سره اړه لري  او له مینجمنټ اینډټیکنالوجۍ پوهنتون څخه ئې ایم بي اې ډګري ترلاسه کړې ده .

مصباالحق د کرکټ نړیواله لوبه له ۲۰۰۱کال څخه پیل کؤې  او لومړنۍ ټسټ میچ ئې  دنیوزیلینډ خلاف لوبولی او دغه راز ئې  ډير زر نړیوال شهرت وموند او  له څوکلونو راهسې د پاکستان د کرکټ د ملی لوبډلې کپتان دی

 

ټیګونه