د کرکټ د نړیوال جام په لوبې کې بنګلهدېش جنوبی افریقا ته ماته ورکړه
د کرکټ د نړیوالو لوبو د سیالیو په دوام کې نن هم پاکستان او انګلېنډ لوبه کوی او سبا افغانستان د سریلانکا په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځی.
زمونږخبریال راپورراکړ د کرکټ د ۲۰۱۹کال د نړیوالو لوبو په دوام کې دا په روانو سیالیو کې د جنوبی افریقا دوهمه ماته او د بنګلهدیش لومړۍ بریا ده، جنوبی افریقا له دې وړاندې د انګلېنډ پر وړاندې لوبه بایللې وه.
راپور ښئ بیګا د لوبې له پیلیدو مخکې جنوبی افریقا پچه وګټله او بنګلهدیشۍ لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه، بنګلهدېش په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سویلی یا جنوبی افریقا ته د ۳۳۱ منډو هدف وټاکه .
د سیالۍ په دوهمه پاڼۍ کې که څه هم د جنوبی افریقا منډه جوړوونکو تر وروستی اوره هڅه وکړه چې لوبه په خپلې نامې کړی، خو ونه توانېدل او دا سیالی یې د ۲۱ منډو په توپیر وبایلله.
دکرکټ د نړیوالو لوبو د سیالیو په دوام کې نن هم پاکستان او انګلېنډ لوبه کوی او سبا افغانستان د سریلانکا په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځی.
پاکستان، افغانستان او سریلانکا خپلې لومړۍ لوبې بایللی او انګلېنډ بیا جنوبی افریقا ته په لوی توپیر ماته ورکړې ده.