ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ورځپاڼو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او مطلبونه.
ګرانو او قدرمنو دوستانو د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال باقري له قوله په غټو ټکیو لیکلي دي: امریکا له پیاوړي او مقتدر ایران سره د جنګیدو توان نه لري.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې سردار جنرال محمد باقری پرون مازدیګر د خبریالانو په ټول کې د دې خبرې په کولو سره چې ترڅو چې څوک د هرمز تنګی اوبلارې لپاره مشکل رامینځة نه کړی ،ایران ئې امنیت په ښه ډول ساتي، زیاته کړه، ترڅو چې داسلامی ایران تیل صادریږی ، دنورو تیل به هم په امنیت سره صادر شی .
سردار باقری د اماراتو په الفجیره بندر او دغه راز په عمان سمندر کې د دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره روښانه کړې ،ا مریکا اوصهونیست رژیم او د په سیمې کې دهغو یو شمیر مرتجع پیّلی دغو مشکوکو پیښو ته اسلامی ایران ته نسبت ورکوی . دایران دپوځ لوی درستیز په دې خبرې په ټینګار سره چې داسلامی ایران پوځ په هغې مسلط کیداسره چې پر فارس خلیج او هرمز تنګی ئې لری ، امنیت ئې ټینګ ساتی زیاته کړې، ایران د هرمز تنګی لکه څنګه د ساتلو توانمنی لری همداشان ئې د تړلو قدرت هم لری .
**
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بیا د ایران د ایټمي انرجۍ د ویاند خبره راخیستې چې وايي: د یورانیمو تولید په ۳.۶۷ فیصده غني سازۍ سره څلور چنده شوی دی.
خبر زیاتوي چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ د ادارې ویندوی بهروز کمالوندي پرون دخبریالانو په ټول کې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دمادو په اجرا کې د اروپائی هیوادونو بدعهدیو ته په اشارې سره ووئیل ، د اپریل تر ۲۷پورې به یعنی تر راتلونکو لسو ورځو پورې دایران دیورانیمو دتولید اندازه له درې سوه کلوګرامه واوړی .
بهروزکمالوندی همدرااز دنړیوالې ایټمی موافقې دځینو ژمنتیاؤ د درولو لپاره د ایران د وروستیو تخنیکی اقداماتو په بیانولو سره زیاته کړې ، په ایران کې د یورانیمو تولید تر څلور برابره شوی دی ، چې د اسلامی ایران د لوړپوړو چارواکو په فرمان سره دغه تولید نوره هم زیاتیدلې شي .
کمالوندی ددې خبرې په کولو سره چې ایران دیورانیمو د درې سوه کلوګرامی حدودو له تیریدا وروسته به په درې اعشاریه اوه شپیته درجو سره د پخو شویو یورانیمو زیاتیدا هم ډیره کړي، زیاته کړې ،دغه اندازه زیاتیدا په آسانۍ سره تر شلو فی صدو پورې زیاتیدلی شی.
اطلاعات په یو بل خبر کښې د یمن د انصار ا... غورځنګ خبره راخیستې چې وايي: ډیر زر به په خپلو نویو وسلو سره نړۍ حیرانه کړو.
انصار ا... ویلي چې د سعودي ائتلاف د بریدونو د دوام په بڼه کښې به دغه وسلې د عربستان او اماراتو خلاف وکاروي. دغه غورځنګ زیاتوي چې د عربستان په هوايي ډګرونو باندې بریدونه به په پرله پسې توګه دوام ولري.
**
جمهوري اسلامي:
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د ولسمشر حسن روحاني خبره په غټو ټکیو راخیستې ده چې وايي: اروپا ډیر لږ فرصت لري چې د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره خپل تاریخي رول وبولوي.
خبر زیاتوي چې ولسمشر روحاني په تهران کښې د فرانسې د نوي سفیر فیلیپ تی یبو د باور لیک ترلاسه کولو پر مهال هغه ته وویل: فرانسه لاهم وخت لري چې د ایټمي موافقې د نورو غړو ترڅنګ په دې لږ پاتې فرصت کښې د دغې موافقې د ساتنې لپاره خپل تاریخي رول ولوبوي ځکه چې شک نشته د ایټمي موافقې ختمیدل د ایران، فرانسې، سیمې او نړۍ په ګټه نه دي.
ولسمشر حسن روحاني زیاته کړه: تهران او پاریس په دې وروستیو کلونو کښې د خپلو ګډو اړیکو لپاهر یو روښانه افق انځور کړی دی او په دې وجه د موافقو په اجرا کښې ګړندی والی ضروري دی.
هغه په دې خبرې سره چې د ایران اراده په ټولو په تیره بیا اقتصادي ډګرونو کښې له فرانسې سره د صمیمي اړیکو پياوړتیا ده، ټینګار وکړه: نه دي پریښودل پکار چې هیڅ شی د تهران او پاریس د ګډو ملګرتیاو او اړیکو د پراختیا خنډ شي.
په تهران کښې د فرانسې نوي سفیر فیلیپ تی یبو هم په دغه ملاقات کښې ډاکټر روحاني ته د خپل هیواد د ولسمشر د ګرم سلام په رسولو او د خپل باور لیک په وړاندې کولو سره وویل: فرانسه هوډمنه ده چې په ټولو ډګرونو کښې له ایران سره خپلې اړیکې هرڅه زیاتې پراخې کړي.
هغه پّ دې خبرې سره چې د فرانسې حکومت له تهران سره د اقتصادي ملګرتیا د پراختیا لپاره له هیڅ کوششه ډډه نه کوي، زیاته کړه: تهران په ایټمي موافقه کښې په خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی او فرانسه هڅه کوي چې دغه موافقه چې د نړیوالې ټولنې له ملاتړه برخوره ده، وساتي.
په تهران کښې د فرانسې سفیر څرګنده کړه چې هیواد یې په سیمه کښې د شخړو له زیاتیدو اندیښمن دی او د پاریس حکومت د سیمې د ثبات او امنیت په هکله له ایران سره سلامشورې ته تیار دی.
**
کابل چاپ
د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
سرخط
سرخط ورځپاڼې حکومت د لړم په نېښ اغزی کاږي په عنوان په یو خپور کړي مطلب کې لیکلي دي چې افغان حکومت په شمالي ولایتونو کې د طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو د ځپلو په هدف په غیر مسؤله وسلهوالو او پخوانیو ټوپکیانو وسلې وېشي.
په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې د ترهګرو ترڅنګ دغه غیر مسؤل وسلهوال هم د ناامنۍ په بېلابېلو پېښو کې لاس لري او خلکو تهيې سرخوږی جوړ کړی دی.
د مطلب لیکوال د سیمهییزو باوري سرچینو له قوله لیکلي چې ان حکومت د شمالي ولایت تخار یو شمېر سیمې دغه غیر مسؤله وسلهوالو ته په واک کې ورکړي او حکومتي ځواکونهيې یوازې ملاتړ کوي.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې د طالبانو او نورو مخالفو ډلو پر ضد د غیر مسؤله وسلهوالو او پخوانیو قوماندانانو مسلح کول د هېواد او خلکو د راتلونکي لپاره ستر ګواښ دی او دغه ډلې باید پر ولس واکمنې نهشي.
په مطلب کې وړاندې د سیمهییزو قومي مشرانو له قوله لیکل شوي چې که څه هم د دغه کسانو وسلهوال کول به تر یوې اندازې د طالبانو پر ضد ګټور وي، خو تېرو تجربو ته په کتو دا ډلې په اوږد مهال کې د خلکو او هېواد لپاره په سرخوږي بدلېږي او وروسته بهيې بېوسلې کول ستونزمن وي.
ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې د ریاست په سر د رامنځته شوي کړکېچ دوام ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د استازو مجلس که د ټوکو ټکالو مرکز!
په سرمقاله کې وړاندې راغلي د ولسي جرګې د ریاست په سر د رامنځته شوې ستونزې له امله له تېرو دوه میاشتو راهیسې وکیلان نهدي توانېدلي چې عمومي غونډه دایره کړي.
د سرمقالې لیکوال لیکي چې پهدغو تېرو دوو میاشتو کې ان وکیلانو پر یو بل لفظي او فزیکې حملې وکړې.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې هڅه کېږي د ولسي جرګې دغه رامنځته شوې ستونزې ته قومي رنګ ورکړل شي، خو د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې نور نو باید دا مسئله حل شي او ولسي جرګه خپلو عادي او ځانګړو غونډو ته دوام ورکړي.
هشت صبح
او هشت صبح ورځپاڼې بیا د افغانستان پر انتخاباتو د نړیوالو د څار مسئله راخیستې او لیکلي یې دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د انګلستان د سفر پر مهال د دې هېواد له چارواکو غوښتنه کړې چې باید د افغانستان پر انتخاباتو د څار لپاره د نړیوالو څارونکو په را استولو کې مرسته وکړي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره نور افغان نوماندان هم د نړیوالو څارونکو غوښتونکي ځکه د سرمقالې د لیکوال په وینا په تېرو انتخاباتو کې د نړیوالو څارونکو نهموجودیت انتخابات له ستونزو سره مخ کړل.
د سرمقالې لیکوال د ولسمشر د دې غوښتنې هرکلی کړی او لیکلي یې دي چې په افغانستان کې د انتخاباتو پر مهال د نړیوالو څارونکو موجودیت دې پروسې ته نړیوال اعتبار ورکوي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*