بوریس جانسن د خلکو لخوا نه دی انتخاب شوی
(last modified Wed, 24 Jul 2019 00:12:47 GMT )
Jul 24, 2019 04:42 Asia/Kabul
  • بوریس جانسن ویلي دي د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په یودیرشمه (۳۱) نیټه به حتی له موافقې پرته بریتانیا له اروپايي اتحادیې وباسي .
    بوریس جانسن ویلي دي د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په یودیرشمه (۳۱) نیټه به حتی له موافقې پرته بریتانیا له اروپايي اتحادیې وباسي .

زمونږخبریال وایی د بریتانیا د حکومت د ترټولو ستر مخالف ګوند لیبر(Labour Party) مشر جیرمی کوربین پرون وروسته له دې چې بوریس جانسن د واکمن کنزرویټو(Conservative Party, ) ګوند په داخلی انتخاباتو کښې د دغه ګوند دنوی مشر او د هیواد دلومړی وزیر په توګه غوره شو وویل د جانسون بریالیتوب دخلکو ملاتړ نلری .

بوریس جانسون پرون د  واکمن کنزرویټو ګوند په کورنیو انتخاباتو کښې په اوسنی خارجه وزیر جیرمی هنټ بریالی شو او وتوانید ددغه هیواد داستعفا شوی لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې ځای ناستی شی .

بوریس جانسن له اروپایی اتحادیې د لندن د وتلو پلوی ګڼل کیږی او  هغه ویلی دی د روان میلادی کال د اکتوبر د میاشتې په یودیرشمه (۳۱) نیټه به حتی له موافقې پرته بریتانیا له اروپایی اتحادیې وباسی .

 

ټیګونه