د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپانې
(last modified Sat, 24 Aug 2019 08:08:28 GMT )
Aug 24, 2019 12:38 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپانې

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی پانې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو .په سر کې هم د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو . هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

   دا هم د  تهران  جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل تندی ئې د ایران د ځوانو متخصصانو په لاس  د جوړ شوی ۳۷۳ ډوله توغندوی ضددفاعی سسټم  ښکلی عکس راخستی او لیکلی ئې دی ، دایران داسلامی جمهوریت  د دفاع وزارت د ځوانو متخصصانو په لاس جوړ شوی  ماډرن او ځانګړی   دفاعی توغندوی ضد دفاعی سسټم  په توګه  ۳۷۳ډوله هوافضا ضد او لوړ پروازه دفاعی ځای توغندوی ضدسسټم  د اسلامی ایران د ولسمشر حسن روحانی په فرمان سره  افتتاح شوی او  د ا یران داسلامی جمهوریت  دهوافضا دفاعی ادارې ته سپارل شوی دی ، دغه ماډرن او ځانګړی  توغندوی ضد دفاعی سسټم   دځانګړنو له پلوه ،په د رستې نړۍ کې د  رسندوئی او دفاعی ټولنو  پام ځان ته اړولی دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، انګریز لومړی وزیر یویس جانسن  دپاریس په الیزه ماڼۍ کې  د فرانسې له  ولسمشر آمانوئل ماکرون سره دکتنې په وخت  دیوه دفتر  په  میز پښه دپاسه کیښودله چې  د  ډیپلوماټیکو ادابو خلاف او یو سپک اقدام بلل کیږی .

دامریکا دفاع وزیر مارک اسپر د القاعدې ډلې د بنسټګر  اسامه بن لادن  دجانشین او  زوی حمزه بن لادن مرګ تائید کړ.

د سورئې پوځ او  دمقاومت مبارز ځواک  د دغه هیواد ادلب  او حماه ولایتونو په شاوخوا کې دپاکونکو عملیاتو  په دوام کې   د ترهه ګرو له سپیرو منګولو  کابو سل  ښارګی او کلی آزاد کړی او د تکفیری ترهه ګرو په زرګونو جنایتکار   ترهه ګر ئې هلاک  او زخمی کړی  او دغه راز ئې دهغوی په لسګونو  په سترو وسلو سنبال  ګاډی هم تباه کړی دی .

 دعراق د حزب ا... غورځنګ مبارزانو  د  دغه هیواد د الشعد الشعبی ولسی مبارز ځواک پر مرکزونو او   د هرډول حملو په باب سخت خبرداری ورکړ او  ګواښ ئې کړی ،  دغو یرغلونوته به غاښ ماتونکی ځوا ب ورکړی .

 همداراز دغې ورځپاڼې په یوې مقالې کې لیکلی دی،دامریکا ولسمشر ټرمپ  دجی اته ډلې په سرمشریزې کې څنډې ته کیږی .  دمقالې په دوام کې لیکل شوی دی ، بلومبرګ خبری سایټ راپور ورکړ دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران ضد سیاستونه بې نتیجې دی او هغه به د اوه(۷) ډلې په غونډې کښې هم منزوی شی .

په دغه راپور کې وئیل شوی دی ، د ایران پرضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سیاستونو او له اروپایی متحدانو سره دهغه په کړچارونو د اروپایی هیوادونو خپګان سبب شوی  چې اروپایی هیوادونه نور په امریکا اعتماد ونلری .

داپه داسې حال کې دی  چې د اوه  ډلې غونډه له ننه تر درو  ورځو پورې د فرانسې په جنوب لویدیځ کښې په بیاریتیز(Biarritz)ښار کښې ترسره کیږی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په داسې حال کښې په فرانسې کښې د اوه (۷) ډلې په غونډې کښې ګډون کوی چې له اروپایی هیوادونو سره په تجارتی جنګ او په ناټو کښې د واشنګټن له متحدانو سره د دفاعی بودجی د  موضوع پر سرع  ښکیل دی  او دغه راز یو ځل بیا له چین او روسیې سرهم ښکر په ښکر شوی دی چې  زیاتره امریکائی کارپوهان وائی  د ټرمپ بې منطقه اقدامات به دامریکا د دیوالیه  کیدا لامل شی .

 دا هم  دتهران کیهان ورځپاڼه ده چې  پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران  اسلامی جمهوریت د هوا فضا ۳۷۳ډوله  توغندی ضد دفاعی سسټم له افتتاح کولو وروسته  د نړۍ له سټراټیژیکو دفاعی سسټمونو لرونکو له ټول سره یو ځای شو .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،  دعراق الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک په یوې اعلامیې کې  په صلاح الدین  ولایت جنوبی سیمې کې  ددغه ولسی مبارز ځواک پر یوه مرکز وروستۍ حمله دامریکا کار بللی او دغه هیواد  ته ئې ګواښ کړی ،   چې  د غو حملو ته به د الحشد الشعبی مبارز ځواک  ځواب غاښ ماتونکی وی .

دسورئې پوځ  او دمقاومتی چورلیز ځواک  حماه ولایت په بشپړ ډول آزاد کړ او  کابو پنځه زره تکفیری ترهه ګر او جنایتکاران ئې هلاک کړی د ی.

دفلسطین د بندیانو د چارو ادارې په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ، له ۱۹۶۷کال راهسې تر دې دمه  کابو اولس زره فلسطینیو میرمنو  د صهونیسټ نیواکګر رژیم بندونه تجروبه کړی دی .

د هند په جمو او کشمیر کې دهندی حکومت له خوا د مارشلا او کرفیو  وضعیّت  له نولسو ورځو تیریدا  او دفضا د پرانیستو لپاره  له بیابیا ژمنو سره سره ،  د نوی ډیلی حکومت ددغې سیمې نهه مرکزونه  په پوځی  چاوڼیو بدل کړی او  په سړکونو کې  د باؤؤ  وضعیَت رامینځة شوی دی .  له دې سره په یو وخت  د کشمیر دخلکو د آزادۍ د غورځنګ  مشرانو چې زیاتره ئې په بندونو کې شپې سبا کوی ، له کشمیریانو غوښتنی وو چې د جمعې په ورځ دې  دپوځی حکومت ته له پامه پرته په درست جمو او کشمیر کې  عامې مظاهرې وکړی .

 د روسیې ولسمشرولادیمیر پوتین  په یوه خبری کنفرانس کې  امریکا ته خبرداری ورکړی ، چې ددغه هیواد د  هر ډ ول ایټمی اوتوغندوی سسټم د ځای په ځای کولو په وړاندې به  ورسره مرته مقابله وکړی .

د یمن د انصار ا.. ولسی غورځنګ ویندوی او د د غه هیواد ملی نجات حکومت ددمرکچی پلاوی مشر   محمد عبدالسلام  ددغه هیواد د ذمار ولایت په فضا کې د امریکا د تیریګرې بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو په غبرګون کې ټینګار کړی ، دیمن فضا د تفریح او سیّل  ځای نه دی ، او د یمن پوځ او انقلابی ځواکونه به هر تیریګر ډرون په ټکه نسکور کړی .

دفلسطین د ارتدوکس مسیحیانو  ستر پادری عطاا... حناپه دې خبرې په ټینګار سره چې دهغه څه په ضد یو توکمپال جنګ چې په بیت المقدس کې پیښیږی،روان دی  ووئیل،اسرائیل په قدس کې د پیړۍ تر ټولو ستر جنایتونه کوی .   

 دعراق  خارجه وزارت د امریکا  دسفارت سلایار د وروستۍ تیریګرې حملې په غبرګون کې  احضار کړ .

شمالی کوریا بیګا یو ځل بیا  دوه مینځ واټنه توغندی آزموئیلی دی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون د جرمنی له صدر اعظمې انګلا مرکل سره په ټیلی فونی خبرو کښې  ویلی ، هندوستان د پوځی حکومت په شمول د سختو محدودیتونو په لګولو سره د کشمیر سیمې د جغرافیایی جوړښت د بدلولو هڅه کوی ، چې یوازې له جنایتونو پرته به بل هیڅ په لاس ورنشی .

=     اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځین ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې شریکې کوو ، (البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل د ریځونه دی )

د کابل چاپ  ځینو ورځپاڼو پخپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغان سولې موضوع  او راتلونکو ټاکنو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړی دی.

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، انتخابات په کوم صورت کې ممکن دی او پایلې به یې څه وی؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، سره له دې چې د سولې او انتخاباتو مسئلې دواړه د جدی واقیعتونو پر ځای ډارمو ته ورته دی، خو په وینا یې چې د انتخاباتو مسئله ډېره ښکاره په بد لوری روانه ده.

د سرمقالې لېکوال د افغان ولسمشر غنی وروستیو خبرو ته اشاره کړې چې ویلی یې دی، دده په راتلونکې دوره کې به اجرائیه ریاست نه وی.

خو د سرمقالې د لیکوال په باور، که چېرې په روانو شرایطو کې انتخابات ترسره شی، پایلې به چلنج شی او بالاخره به د امریکا په مداخله د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو سناریو داسې تکرار شی چې دوه سره نه بلکې لس سره او یا تر هغو هم په زیاتو لورو وېشلی حکومت رامنځته شی.

د سرمقالې په پای کې راغلی، له دې حالاتو د ژغورنې یوازنۍ لاره دا ده چې ولس مو یو داسې محور پیدا کړی چې د پردیو ایجنډاو پرځای نظام د ملی ګټو او غوښتنو په لور راوګرځوی او امریکا به مجبوېږی چې د سولې بهیر ښه پرمخ یوسی.

=    هېواد ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلی، ولسمشریزو ټاکنو ته پوره تیاری نیول شوی دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، افغان حکومت او ولس دې ټاکنو ته لېواله دی او مدنی ټولنې او بېلابېل بنسټونه له ټاکنو پرته بله لاره غوره نه ګڼی.

د سرمقالې لیکوال لیکی، افغان حکومت به د ولس په ملاتړ د ټاکنو په مخ کې ټول خنډونه له منځه وړی او نه غواړی چې په بېلابېلو پلمو هېواد بېرته پرشاتګ ته اړ شی.

=   سرخط ورځپاڼې بیا د سولې د خبرو اترو د نهم پړاو په تړاو لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې وړاندې لیکلی، مذاکرې پرون د ماښام تر لمانځه وروسته پیل شوې او تر نیمې شپې غونډه شوې ده.

ورځپاڼې همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلی، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ښایی په کابل کې د افغان حکومت له مشرتابه سره سلا مشورې وکړی او د افغانانو خپلمنځی ناستو لپاره پوره چمتووالی ته به یې وهڅوی.

=    ماندګار ورځپاڼې بیا په کابل کې د شهر دُبۍ په نوم د ودونو په تالار کې د خونړۍ چاودنې په تړاو لیکلنه کړې ده.

د سرمقالې لیکوال په اوسنی حکومت او ولسمشر غنی تند انتقادونه کړی چې د ترورېستی ډلو د حملو په مخنیوی کې پاتې راغلی او هره ورځ افغانان قربانی کېږی.

د سرمقالې د لیکوال په باور، افغانستان دامهال له یو کړکېچن وضعیت سره مخ دی او د دې حالت دوام د هېڅ افغان لپاره د منلو نه دی.

 

ټیګونه