د هندوستان د اقداماتو په وړاندې د کشمیریانو مقاومت ضروري دی
Aug 26, 2019 14:30 Asia/Kabul
د کشمیر حریت کانفرنس یو مشر د دغې سیمې له خلکو وغوښتل چې د هندوستان د امنیتي ځواکونو د حملو په وړاندې مقاومت وکړي.
د کشمیر حریت کانفرنس یو مشر د دغې سیمې له خلکو وغوښتل چې د هندوستان د امنیتي ځواکونو د حملو په وړاندې مقاومت وکړي.
د ایرنا د خبر له مخې سید علي شاه ګیلاني د جمو او کشمیر د ځانګړو امتیازاتو د ختمولو او ورپسې د دغې سیمې د نفوسي جوړښت د بدلون په لړ کښې د هندوستان د حکومت په پریکړې باندې نیوکه وکړه او ویې ویل: د هند حکومت د کشمیر د وضعیت د ټاکلو لپاره د ټول پوښتنې د ترسره کولو په هکله د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو او د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف ورزي کړې ده.
د کشمیر د حریت کانفرنس دغه غړي زیاته کړه چې د کشمیر خلک باید د هندوستان له امنیتي ځواکونو سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.