د بریتانیا خلکو د حکومت پرضد مظاهرې وکړې
(last modified Thu, 29 Aug 2019 10:21:21 GMT )
Aug 29, 2019 14:51 Asia/Kabul
  • د بریتانیا ملکې پرون د اکتوبر دمیاشتې تر څوارلسمې (۱۴)نیټې پورې د پارلمان د فعالیت دځنډولو لپاره د لومړي وزیر بوریس جانسن وړاندې تائید کړ .
    د بریتانیا ملکې پرون د اکتوبر دمیاشتې تر څوارلسمې (۱۴)نیټې پورې د پارلمان د فعالیت دځنډولو لپاره د لومړي وزیر بوریس جانسن وړاندې تائید کړ .

زمونږ خبریال وایی دانګلستان په سلګونو خلکو په لندن کښې د پارلمان د فعالیتونو د ځنډولو لپاره د لومړی وزیر بوریس جانسن په فیصلې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .

د بریتانیا اعتراض کونکو د پارلمان د ودانۍ مخ ته په راغونډیدا سربیره لومړی وزیر بوریس جانسن له اروپایی اتحادیې د لندن دوتلو په باره کښې د پارلمان د فعالیت د مخه دنیولو لپاره په هڅې تورن کړ .

د بریتانیا د حکومت دترټولو ستر مخالف ګوند  مشر جیرمی کوربین وویل دغه ګوند به راتلونکی اونۍ د پارلمان د غونډې د جوړیدا په وخت اول  د لومړی وزیر بوریس جانسن د فیصلې د  اجرا دمخنیوی لپاره قانونی اقدام ترسره کړی او په دوهم (۲) ګام کښې به دهغه د استیضاح پلان وړاندې کړی .

د بریتانیا د بیرمنګم د پوهنتون استاد سکاټ لوکاس هم وویل لومړی وزیر بوریس جانسن د اټکل شوی اقتصادی کړکیچ او دپارلمان او د اجرایی ادارې ترمینځ د بې مخینی سیاسی کړکیچ په شمول د بحران لپاره هیڅ حل لاره نلری او یوازې له اروپایی اتحادیې دخپل هیواد په وتلو او په واک کښې  د خپل ځان په پاتې کولو ټینګار لری .

د بریتانیا ملکې پرون د اکتوبر دمیاشتې تر څوارلسمې (۱۴)نیټې پورې د پارلمان د فعالیت دځنډولو لپاره د لومړی وزیر بوریس جانسن وړاندې تائید کړ .

جانسن ژمنه ورکړی ده چې د روان میلادی کال د اکتوبر دمیاشتې تر یودیرشمې (۳۱) نیټې پورې په موافقې سره یا له موافقې پرته بریتانیا له اروپایی  اتحادیې وباسی .

 

ټیګونه