دبریتانیا لومړی وزیر یوه غله ته ورته دی
ایرنا خبری اژانس راپور راکړ د بریتانیا ولسی جرګې هاوس اف کامنز (e House of Commons,) له اروپایی اتحادیې د لندن د وتلو په هکله دپارلمان نظر ته د لومړی وزیر بوریس جانسن په پام نه کولو نیوکې سره په دې زمینه کښې دهغه کړچار له بانک څخه غلا کولو ته ورته وباله .
دانګلستان د پارلمان مشر جان بیرکاو (John Simon Bercow) له اروپایی اتحادیې د لندن د وتلو دمهلت د تمدیدولو لپاره د پارلمان له قانونی مصوبې سره د لومړی وزیر بوریس جانسن مخالفت له بانک څخه غلا کولو ته ورته وباله کوم چې په خیریه چارو کښې د غلا کړې شویو پیسو د خرچ کولو ژمنه ورکوی .
بیرکاو ټینګار وکړ که چیرې لومړی وزیر بوریس جانسن وغواړی له اروپایی اتحادیې د لندن د وتلو د مهلت دتمدیدا په باره کښې دپارلمان لایحه څنګ ته کړی نو له هغه سره د مخالفت لپاره به له ټولو قانونی لارو چارو او ظرفیتونو استفاده وکړو .
د بریتانیا دپارلمان مشر جان بیرکاو وویل له اروپایی اتحادیې د لندن وتل به یوازې د پارلمان په موافقت سره ترسره شی .
له اروپایی اتحادیې څخه د بریتانیا له موافقې پرته د وتلو د منفی پایلو په باره کښې دلندن د حکومت د سند دجزیاتو ایشوا کیدل د برګزیټ د راتلونکی په هکله د کورنیو اعتراضانو د زیاتیدا سبب شوی دی او دانګلستان دپارلمان اعتراض لرونکی غړی سمدستی د پارلمان د فعالیتونو دبیرته پیلیدا غوښتونکی دی .
د انګلستان لومړی وزیر بوریس جانسن ټینګار کوی چې د روان میلادی کال د اکتوبر دمیاشتې په یودیرشمه (۳۱) نیټه به له اروپایی اتحادیې سره په موافقې یا له موافقې پرته له دغه اتحادیې خپل هیواد وباسی .