۴۰ زره بهرني زیارتوال د شلمچې له سرحده کربلا ته لاړل
علي رضا ګورويي: د ستمبر له دیرشمې نه تراوسه پورې د مختلفو هیوادونو څلویښت زره زیارتوال د شلمچې له سرحدي لارې کربلای معلی ته تللي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو ښاریزو او مهاجرینو د چارو لوې مدیر پرون وویل: د ستمبر له دیرشمې نه تراوسه پورې د مختلفو هیوادونو څلویښت زره زیارتوال د شلمچې له سرحدي لارې کربلای معلی ته تللي دي.
علیرضا ګورويي د ایران د سویل لویدیځ په شلمچه سرحد کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې د بهرنیو ښاریزو د راتګ زیاتره شمیر په آذربایجان جمهوریت، پاکستان او افغانستان پورې اړوند وباله او ویې ویل: د ځینو نورو هیوادونو زیارتوال هم د شلمچې له سرحده عتبات عالیات ته تلې دي.
د ایران د سویل لویدیځ په خوزستان ولایت کښې د چذابه او شلمچه نړیوالو سرحدونو له لارې د اربعین په ستر او حماسي لاریون کښې د ګډون په موخه عراق ته د ایرانيو او بهرنیو زیارتوالو تګ دوام لري.
د صفرې د میاشتې شلمه نیټه د کربلا په دښته کښې د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغوي د وفادارو ملګرو د شهادت څلویښتي یعنې اربعین دی.