د بریتانیا لومړی وزیر د دریم ځل لپاره ماتی وخوړله
(last modified Tue, 29 Oct 2019 01:32:18 GMT )
Oct 29, 2019 06:02 Asia/Kabul
  • د بریتانیا لومړی وزیر د دریم ځل لپاره ماتی وخوړله

زمونږ خبریال وایی د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن د پارلمان د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ونه توانید په ولسی جرګې هاوس اف کامنز( House of Commons,) کښې ضروری رایې ترلاسه کړی .

په داسې حال کښې چې د انګلستان دپارلمان دوه سوه نهه نوی (۲۹۹) استازیو د لومړی وزیر بوریس جانس وړاندیزی پلان ته مثبتې رایې ورکړې خو  اویا(۷۰) غړو دغه پلان رد کړ .

د موافقو رایو د نصاب حد ته د نه رسیدا په دلیل د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د بریتانیا د لومړی وزیر بوریس جانسن پلان د دریم (۳)ځل لپاره ماتی وخوړله .

د بریتانیا د قوانینو پراساس د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کول به  د څلورسوه څلوردیرشو(۴۳۴) موافقو رایو یعنی د پارلمان په دریو (۳)کښې د دوو(۲) برخې استازیو په رایو سره ممکن وی .

د بریتانیا پارلمان شپږسوه پنځوس(۶۵۰)  غړی  لری .

د انګلستان د حکومت ځینو مخالفو استازیو د پارلمان د بیګا غونډې په رایو اچولو کښې ګډون ونکړ .

 

ټیګونه