ورځپاڼو ته کتنه ۱۶-۹-۹۸
(last modified Sat, 07 Dec 2019 08:34:59 GMT )
Dec 07, 2019 13:04 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۶-۹-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

وړومبې هم اطلاعات ورځپاڼه رااخلو چې په خپل يو خبر کښې وليکل د ايران خارجه وزيرد صهیونیسټي رژیم د ایټمي ګودامونو په هکله د لویدیځ په چپتیا نیوکه وکړه، محمد جواد ظریف بیګا په خپل يو ټوئيټ کښې په دې خبرې سره چې صهیونیسټي رژيم د یو ایټمي توغندي ازموینه وکړه چې هدف یې ایران ؤ، ولیکل: د جرمني، برطانيې او فرانسې په شمول درې اروپايي هیوادونه او امریکه هیڅکله په لویدیځې اېشیا کښې د یوازيني ایټمي ډیپو په هکله شکایت نه کوي کوم چې په داسې توغندیو سنبال دے چې په رښتیا د ایټمي خولیو د وړلو لپاره ډیزاین شوي دي، خو د ایران د متعارفو او دفاعي وسلو په وجه په قهر کیږي.

ورځپاڼې همدارنګ د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير د سياسي مرستيال سيد عباس عراقچي له قوله وليکل: د برجام ټول غړي امریکه د شخړو او لانجوجرړه ګڼي. هغه زياته کړه د ایټمي موافقې ټولو غړو هیوادونو ټینګار وکړ چې له دغې موافقې د ایران له ګټه پورته کونې پرته برجام نړیواله موافقه دوام نه شي موندلی.

 

عراقچي هم داشان د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس له نوي عمومي منشي رافائل ګروسي سره د خپل وړومبي ملاقات په هکله چې د برجام د ګډ کمیشن له غونډې سمدستي وروسته وشۀ، وویل: دغه ملاقات ډیر ګټور ؤ.

------

د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې د تهران د جُمعې د نمانځه د خطيب په حوالې سره وليکل: د امریکې د بندیزونو باوجود د ایران تجارتي پراختیا دستائنې وړ ده. د تهران د جمعې د نمانځه  خطیب حجةالاسلام  سید محمد حسن بوترابی  پرون د  جمعې لمانځّه  په خطبو کښې وويل: دامریکې په وړاندې ټينګ اودرېدل یعنی د پوهې د تولیدولو ، د ټیکنالوجۍ  د راپنځولو  او د قدرتمند ایران د جوړولو په لاره کښې  حرکت یوه ویاړمنه چاره ده.

----------

د تهران چاپ يوې بلې ورځپاڼې جمهوري اسلامي په خپله نننۍ ګڼه کښې د عراقي سرچينو له قوله وليکل: عراقیانو د آیت ا...سیستاني د لارښونو په ملاتړکښې سترلاریونونه وکړل.

د خبر له مخې د عراق د پلازمینې بغداد په لسګونو زره خلقو د دغه هیواد د ستردینی مرجع آیت ا.. سيد علي سیستاني په لارښونو باندې په عمل کښې د ورانکارو د ویستلو په عنوان سره پرون پراخې مظاهرې وکړې .

 

  مظاهره چیانو له فلسطین واټه د التحریر چوک په لورحرکت پیل کړ او د شعارونو په ورکولو سره ئې له مظاهرو او اعتراضونو څخه د ورانکارو کسانو د بهرشړلو  غوښتنې کولې.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: چین د ایران خلاف د امریکې د یواړخیزه بندیزونو په ختمیدو ټینګار وکړ. د چين د خارجه وزارت وياندې مېرمن هوآ چونیینګ په بیجنګ کښې په یوه خبري غونډه کښې له امریکې وغوښتل چې د ایران خلاف د زیات نه زیات دباؤ د کارولو غلط سیاست بند کړي او په لویدیځې آسیا کښې د پوځي ځواکونو په دیره کولو پورې له اړوندو ګواښونو دې لاس واخلي.

هغې له امریکې وغوښتل چې په فارس خلیج سیمه کښې د شخړې د کمي لپاره خپل غلط سیاست پریږدي او د سفارتي حل لارې په تکل کښې دې شي.

-----------

اوس به راوګرځوو د پاکستان ورځپاڼو ته چې وړومبې هم جنګ ورځپانې ته لاس کوو چې په خپله نننۍ ګڼه کښې يې د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان په نقل سره وليکل: په سېند صوبه کښې د پيپلز ګوند حکومت خراب نه بالکل ناکامه شوے دے. هغه وويل په اربونو روپۍ د مالي فسادونو ثبوتونو ټول فساد کونکي پرېشان کړي دي، خو هيڅوک به له احتسابه بچ پاتې نه شي او ټولو وار به رارسيږي.

-----------

د پاکستان دنيا ورځپاڼې بيا وليکل: د دغه هېواد په قومي اسمبلۍ کښې غونډې ته د بندي استازيو په نه حاضرولو د حکومت مخالف ګوندونو استازو د غونډې بائيکاټ وکړ او له اسمبلۍ نه بهر ووتل، له مخالف ګوندونو سره د عمران خان د حکومت د اختر مېنګل د ائتلافي ګوند استازي هم بهر ووتل چې له امله يې د قومي اسمبلۍ غونډه ملتوي کړې شوه.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د اېشيا ترقياتي بېنک د پاکستان لپاره د يو ارب ډالرو پور ورکړه منظوره کړه.

او د ورځپاڼې د یو بل خبر له مخې د فلسطين په غزه کښې د ستنېدو د حق په زرګونو لاريون کونکو د صهيونېسټ رژيم د فوځيانو په ډ‌زو سره اوۀ دېرش فلسطينيان ژوبل شول چې پکښې لس ماشومان او يو شمېر طبي خدمات ترسره کونکي هم لیدل کيږي. د خبر له مخې اسرائيلي ځواکونو څلور خبريالان هم ونیول.

----------

او اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼې چې په سر کښې هم وېسا ورځپاڼه ده چې «آیا امریکه په ریښتیا صلح غواړي؟!» ترعنوان لاندې خپله سرمقاله کښې ليکلي دي. د امریکې او طالبانو تر منځ خبرې نورې وروستي پړاو ته رسېدلې او د دواړو لوریو تر منځ خبره د توافق پر لاسلیک ولاړه  ده. خو اصلي مساله د بین الافغاني خبرو اترو ده چې تر اوسه پورې په هماغه لومړنۍ کرښه ولاړه ده.

 

د بین الافغاني خبرو هغه تر ټولو لوی خنډ د اوسني حکومت دریځ دے چې هر څه د همدې حکومت تر اشراف او واک لاندې غواړي، چې دا چاره بیا هغه بل اړخ (طالبانو) ته د منلو نه ده.

ورځپاڼه په سرمقاله کښې زياتوي د پردې تر شا د امریکا دریځ هم ښکاري چې دوي نه غواړي داسې بین الافغاني اجماع جوړه شي چې د ستونزې د حل وړتیا ولري او د افغانانو په منځ کې د ژور تفاهم زمینه برابره کړي. امریکایان داسې ترکیب او داسې افغانی ستیج نه غواړي چې د افغان ولس د ارادې مظهر شي او د تلپاتې سولې لپاره رغنده ګامونه اوچت کړي.

د سرمقالې په آخر کښې راغلي دي: واقعیت دا دی چې د امریکا دوه مخی دریځ د دې سبب شوی چې افغان حکومت د بین الافغاني پلاوي په ټاکنه کې د ملي ګټو پر ځای د واک او امتیاز له دریځه عمل وکړي، چې که دغه حالت بدل نشي د سولې دغه خبرې به د تېرو هڅو په څېر یوه پوچه ډرامه ثابته شي.

 ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل، په میدان وردګو کې د امريکې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۳ ملکي خلک وژل شوي دي.

خبر زياتوي برید پرون سهار هغه مهال پر یو موټرسایکل شوی چې دغه موټر سائيکل له یوه کلي څخه بل کلي ته پر لار روان  و. د سرچینو په خبره، په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

 

خبر ليکي دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امريکې په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه څو چنده زیات شوي او تر ډېره په دغو بریدونو کښې عامه افغانانو ته سرتاوانونه اوښتي دي.

وېسا ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل، حامد کرزی له خلیلزاد سره په ناسته کې وويل،امریکا دې د افغان سولې په برخه کې صادقانه، جدي او متحدانه عمل وکړي. هغه زياته کړه د افغانستان فعلي وضعیت او روان ناورین نور د خلکو د تحمل نه وتلی دے، افغانان په متحدانه ډول په هېواد کښې صلح او امنيت غواړي.

ورځپاڼې بیا په يو بل خبر کښې وليکل:

د ننګرهار قومي مشرانو اعلان وکړه له دې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو جنګياليو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو.

د ننګرهار قومي مشرانو او علماو  چې   د داعش ترهه ګرو  له تسلیمېدو وروسته یې خبرې کولې وویل، چې نور اجازه نه ورکوي چې بهرني وسله وال ترهه ګر دې افغانستان ته راشي. دوی وایي چمتو دي چې د حکومت او امنیتي ځواکونو ترڅنګ، هېواد ته د بهرنیو جګړمارو د راتګ او فعالیتونو مخه ونیسي.

هغوي زياته کړه، تسليم شوي داعش ترهه ګر ۱۸۰ تنه دي چې شل تنه یې افغانان، دوه تنه ترکان، پاتي نور یې د پاکستان دي او  په تسليم شوو کې ۹۰ تنه یې جنګیالي او او پاتي نور یې ښځي او ماشومان دي  .

کابل چاپ نورو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو بېلا بېلو مسایلو تر څنګ د ډاکټر تتسو ناکامورا د وژل کېدو په څرنګوالي لیکنې او تبصرې کړې دي. ملي ارمان ورځپاڼېو لیکلي، چې ناکامورا(مراد کاکا) د پاکستان استخباراتي سازمان وژلی.

----------

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، چې د تتسو ناکامورا قتل جمعي وجدان ته ټکان ورکړ.

--------

سرخط ورځپاڼه د تتسو ناکامورا مرګ د افغانانو لپاره یوه ستره غمېزه بولي، خو د نوموړي د امنیت په ساتلو کې د پړې ګوته حکومت ته نیسي.او افغان حکومت يې د هغه د قتل سبب بللی دے.

----------

 

ټیګونه