ایټالیا کښې ۳۰۰۰ نور کسان په کورونا ککړ شول
Apr 08, 2020 05:19 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایټالیا حکومت په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په کورونا وایروس د درې زره (۳۰۰۰) نورو کسانو د ککړیدا خبر ورکړ .
د ایټالیا حکومت په هیواد کښې د کورونا وایروس له کبله د مړو کسانو شمیر اولس زره او یوسل اویشت تنه اعلان کړ چې دغه شمیر د دوشنبې له ورځې څخه شپږ سوه څلور تنه زیات شوی دی .
حاضردمه ایټالیا په اروپايي هیوادونو کښې له ټولو زیات کورونا ناروغان لري او په دغه هیواد کښې زیات کسان هم د کورونا له کبله مړه شوي دي .