په کرونائي بحران کې بې مسئولیّتي،د نړۍ د خلکو د ژوندقاتله امریکا
(last modified Thu, 16 Apr 2020 07:44:16 GMT )
Apr 16, 2020 12:14 Asia/Kabul
  • په کرونائي بحران کې بې مسئولیّتي،د نړۍ د خلکو د ژوندقاتله امریکا

ټرمپ د روغتیا د نړیوالې ادارې یعني د هغې ادارې د مالی سرچینو په غوڅولو سره،چې شپه ورځ هڅه کوي د کرونا ویروس په وړاندې د نړۍ د خلکو ژوند وساتي ، عملا یو ځل بیا وښودله ، یوازې د خپلو سیاسی ګټو په فکر کې دی ، او د د انسانانو د ژوند ساتل چې ، دبشری حقوقو د رعایتولو لومړنی اصل دی ، د امریکا ، بلکې د ټرمپ لپاره څه معنا نه لري .

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر وئيلي دي،د  کرونا ویروس د پراخې خوریدا په پړاؤ کې د روغتیا د نړیوالې ادارې د سرچینو  بې شرمه غوڅیدا، د ایران په ضدد زیاتره دباؤ دهماغه اړم په څير همیشنۍ بدنامي او سپين سترګتیوب دی .

محمد جواد ظریف  د روغتیا دنړیوالې ادارې  د مالی سرچینو په غوڅولو کې د امریکا د سپيرۀ اقدام په غبرګون کې پرون ناوخته  په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،د امریکا سرزوري ، ګواښل او  لاپو وهل ، یوازې کومه نشته  نه ،بلکې  د  خلکو د ژوند قاتل دي .

 د نړۍ  د روغتیائي چارو د  ادارې  دمالی سرچینو په غوڅولو کې  د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ په فیصلې سره ، دامریکا د بې شمیره سرزورو  اقداماتو یوه بله پاڼه زیاته شوې  او دغه اقدام ، په ښکاره په نړیوال ډګر کې  ددغه هیواد بې مسئولیّتي  ده .

 نن سبا  په داسې شرائطو کې چې  درسته نړۍ  له کرونا وژونکي ویروس  او له کوویډ ـ۱۹ډوله  خوریدونکي ناروغۍ سره لاس او ګریوان ده ،  د تیر وخت په نسبت لازیات  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو د ژوند د ژغورنې په مشترکې موخې سره  له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره  د هیوادونو ډله ایزې او هراړخیزې ملګرتیا ته ضرورت دی .

Image Caption
Image Caption

 

ټرمپ  د روغتیا د نړیوالې ادارې  یعني د هغې ادارې د مالی سرچینو په غوڅولو سره،چې شپه ورځ  هڅه کوي د کرونا ویروس په وړاندې د نړۍ  د خلکو ژوند وساتي ،  عملا  یو ځل بیا وښودله ، یوازې د خپلو سیاسی ګټو په فکر کې دی ، او د د انسانانو د  ژوند ساتل چې ،  دبشری حقوقو  د رعایتولو  لومړنی اصل دی ، د امریکا ، بلکې د ټرمپ لپاره څه معنا نه لري  .

د روغتیائي چارو د نړیوالې  ادارې د مالی سرچینو غوڅول  ددغې ادارې  په ترټولو بد پړاؤ کې ، یعني له کوویډـ۱۹ډوله ناروغۍ سره د مبارزې په پړاؤ کې ،په نړیوالو پایلو سره یو خطرناک اقدام دی .

 په همدې زمینې کې  د ایران د خارجه وزارت ویندوي  عباس موسوي د چارشنبې په ورځې  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، امریکا په ترټولو بد ممکن وخت  کې او له یوې نړیوالې بلا سره  دجنګ په وخت ، ناڅاپي  د نړیوالې روغتیا غږملونکي  اداره سزا کوي ، چې  دا هماغه د بشریّت په ضد جنایت او مسئولیت دی .

د کرونا بې پولې ویروس د  ماتې یوازینۍ لاره ، د هیوادونو ډله ایز مسئولیّت دی او په دې مینځومیان کې  د روغتیانړیواله اداره له کرونا سره دمبارزې په لومړنۍ کرښې  کې ده او  له دغې نړیوالې موسیسې  هراړخیز ملاتړ د هیوادونو د ډله ایز مسئولیّت یوه برخه او اړینه چاره ده .

 ډونالډټرمپ  البته  د روغتیا د نړیوالې ادارې  د بودجې په غوڅولو سره  یو ځل بیا وښودله ، د نړیوالو اورګانونو او د څو اړخیز پال کړچار په کمزوري کولو کې هغه  هم په  اوسنیو حساسو شرائطو  او دکوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ په خوریدونکي پړاؤ کې  هیڅ ویره ، شرم او حیاء هم نه لري . 

د ټرمپ  امریکا دغه چلند  له دې مخکې  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  او له نورو نړیوالو موافقو اوتړونونو څخه په وتلو  کې  لیدل شوی  او نن سبا  د کرونائي بحران  په پړاؤ کې  هم تکراریږي . 

 سپينې ماڼۍ ته د ټرمپ په ورتلو سره  دنړیوالو موافقو خلاف ورزۍ  او  نړیوالو اورګانونو ته بې توجهي مخ په زیاتیدو شوه ، خو له بده مرغه  د ځينو نړیوالو لوبغاړو او  اورګانونو منزوي کیدا  او بې پروائي لامل شوې ده ،  ټرمپ په ریالیسټي  کړچار سره  پخپلو ګټو پسې شي  او نن سبا هم  اجازت ترلاسه کوي  له کرونا ویروس سره دمبارزې لپاره  د روغتیائي چارو د نړیوالې ادارې  دهلوځلو په بهیر کې  هم خار پار رامینځةکړي .

 اوس له بل هر وخته زیات تمه کیږي ، بیلابیل هیوادونه په تیره بیا اروپائي هیوادونه د ټرمپ د سرزورو  اقداماتو په وړاندې مسئولیّت منونکي ووسي .  د روغتیا د نړیوالې ادارې په مالی سرچینو کې  د درز  دډکولو  لپاره له دغې نړیوالې موسیسې سره  مرسته یوه ضروري چاره ده څو د روغتیا نړیوالې ادارې  فعالیتونه  بې له ځنډه  له کرونا ویروس سره په مبارزې کې دوام ولري څو  د انسانانو سلامتیا او ژوند تضمین شي .  سازما

Image Caption

 

 

ټیګونه