د تهران او ځینی نړیوالې نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89968-د_تهران_او_ځینی_نړیوالې_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،خوږو دوستانو د روژې د مبارکې میاشتې بختورې او بزرګوارې شپې ورځې دي له پاک خدایه غواړو چې د مونږ ټولو عبادتونه او لمنځونه پخپل پاک درګاه کې قبول کړي او له درستو دوستانو غواړو چې پخپلو دعاګانو کې مونږ هم یاد ساتئ ،عزیزانو ورځپاڼو ته دکتنې په پروګرام کې په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم ځينی نړیوالې ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو .نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2020 08:05 Asia/Kabul
  • د تهران او ځینی نړیوالې نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،خوږو دوستانو د روژې د مبارکې میاشتې بختورې او بزرګوارې شپې ورځې دي له پاک خدایه غواړو چې د مونږ ټولو عبادتونه او لمنځونه پخپل پاک درګاه کې قبول کړي او له درستو دوستانو غواړو چې پخپلو دعاګانو کې مونږ هم یاد ساتئ ،عزیزانو ورځپاڼو ته دکتنې په پروګرام کې په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم ځينی نړیوالې ورځپاڼې هم درسره شریکې کوو .نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

دا هم د تهران  چاپ ورځپاڼو په سر کې کیهان  ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې  لیکلي دي،د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي  سید حسن نصر ا... وئيلي دي ،د امریکا بې انصافه او غیر  انساني بندیزونه د شعب ابی طالب  پيښه ټولو ته وریادوي  ،البته بلاخره  به  هم بریا د حق او حقیقت  وي ،ټول ویني چې په موجوده کرونائي بحران کې د امریکا  اصل حقیقت ټولو ته ورښکاره شوی  او دغه بحران  به  دامریکا د اقتصاد د دړې وړې کیدا او د بندیزونو  دله مینځه تلو لامل شي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي د ي،په داسې حال کې  چې  په امریکا کې  په کرونا ویروس د ککړتیا  له امله د مړینو شمیر څه دپاسه اته ایاؤ زرو ته رسیدلی دی ،  دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په یولړ له ملنډو په ډکو څرګندونو کې وئيلي دي ، درست نړیوال  مونږ  ته د بیلګې په توګه   ګوري . 

د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمي  چې په همدا وروستیو کې  ئې ددغه هیواد له پارلیمانه له خپلې کابینې سره  یو ځاي د باؤر رایه ترلاسه کړې ،له ځينو ځانګړو شرائطو سره مخامخ دی  او مجبوره دی چې  له کرونا ویروس سره د مقابلې ، د فساد دجرړه وچولو او تکفیری ترهه ګرۍ په ضد د اوڅاره مبارزې په لړ کې  سمې فیصلې وکړي او د امریکائي نیواکګرو د وتلو په باب  د پارلیمان او  خلکو غوښتنې  په پریکنده توګه اجرا کړي .

 د لیبیا د ملی پوځ په نامې سره وسلوالې ملیشیه  چې  مشري ئې جنرال خلیفه حفتر  په غاړه ده د  معیتیقه هوائي ډګر باندې توغندوي حمله کړې چې له امله ئې پرډيرو زیاتو تاوانونو سربیره  اویا کسان هم وژلي دي .

                          دا هم د تهران همشهري ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،امریکا له سعودي عربستانه دخپلو پيټریاټ توغندیو یو شمیر تجهیزات ا و سره د یو شمیر جنګی الوتکو سکواډرن  بیرته ګرځولي دي ،داسې ښکاري چې  امریکا غواړي دغه د شیدو  غوا  اوس د لویشلو نه ده او باید چې  له دې وروسته ئې غوښه وخوري .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،دسورئې  پوځ او  مقاومتي ځواک  په الحسکه او دیروالزور کې د تکفیری ترهه ګرو یو شمیر نور مرکزونه او پټنځایونه هم تباه کړي او  په دغو سیمو کې ئې یو شمیر پټ سرنګونه  هم کشف  اوتباه کړي دي ، چې وئيل کیږي د امریکا او  اسرائيلو جوړ پوځي تجهیزات او  نور وسایل پکې ساتل کیدل .

په افغانستان کې د غور ولایت په سلګونو خلکو د کرونائي بحران په کنټرولولو کې   پر حکومتي کړنو په اعتراض کې  مظاهره کړې چې  د امنیتی مامورانو په دخالت سره ترینګلي شوي  او وئيل کیږي ،  چې په اخ وډب کې  په لسګونو کسان په وینو کې لیت پیت شوي دي .

د افغانستان  د ملی امنیت شورا ویندوي جاوید فیصل وئيلي دي ، تر دې دمه د کابل حکومت له خپلې  خوا د ښه نیّت د ښودلو او د سولې دبهیر  دپرمختګ بیولو لپاره  کابو زر طالب بندیان له زندانونو خوشي کړي دي .له دې سره په یووخت د طالبانو ډلې دسیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین هم وئيلي دي ،د طالبانو له بندونو هم  کابو یو سل  شل حکومتي بندیان ئې خوشي کړي دي .

 د پاکستان  د پنجاب صوبې له ساهیوال سره نزدې د اوبو یوه ستر نهر ته  دیوه  بس په لویدو سره  کابو دیارلس کسان وژل شوي او دغه راز یو شمیر نوره هم په اوبو کې بې درکه شوي دي .

                      داهم د تهران جام جم ورځپاڼه  ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ، داسلام  ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف  دامریکا د یو اړخیزو  اوغیر اصولي اقداماتو د  نتایجو په باب دملګروملتو  سرمنشي آنتونیو ګوتریش ته   په یوه لیک کې  د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه  د اصلي ځانګړنو له بیانولو وروسته ټینګار کړی ،د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک  په ضد  داقدام لپاره دامریکائي چارواکو   په ناسمو نیّتونو مشتمل د دوي اعلامیې ډيرې  اندیښمنونکي دي  او ممکنه ده  حالات  دنه کنټرولیدونکو شرائطو په لور وکاږي . 

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،په ایران کې  د  فلسطین د  اسلامی مقاومت غورځنګ حماس استازي خالد قدومی  دیوې  اعلامیې په خپرولو سره د لبنان د  حزب ا...ولسی غورځنګ  په ضد د جرمني دحکومت  وروستۍ اقدام په کلکه غندلی او وئيلي ئې دي ،جرمني  دامریکا په پلۀ دپل په کیښودو سره  خپله پیّلتیا دنړیوالو نندارې ته وړاندې کړې او  همداراز ئې داروپایانو  دخپلواکۍ ډنډورې هم  پيکه کړي دي .

 په ایران کې د فلسطین  سفیر له نیواکی فلسطین سره د لویدیځي غاړې د یوځاي کیدا په باب  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،وحشي او نیواکګر صهیونیسټي رژيم  دعربستان  دخاورې په درو کې یوې برخې ته تمه دارې سترګې غړوي .

دسورئې پوځ  په شمالي سیمو کې د تکفیری ترهه ګرو په ضد پاکونکو عملیاتو ته دوام ورکړی او وئيل کیږي ، له تکفیری جنایتکارو ئې یو شمیر نوره سیمې هم پاکې  کړي دي ،یاده دې وي چې د سورئې په شمالي سیمو کې تکفیری  ترهه ګر پر امریکا سربیره د ترکیې له پوځي او  تجهیزاتي ملاتړونو هم برخمن دي .

*************************

 اوس هم راګرځو ځینو نړیوالو ورځپاڼو ته  ،

داهم دپاکستان دنیا ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ،په پاکستان کې د کرونائي بحران  په زیاتیدا سره  په دغه هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر کابو دیرشو زرو ته رسیږي  او  ددغې مرګوني ناروغۍ له امله  دمړو شمیر  هم  کابو شپږ نیم سوه تنو ته  رسیدلی دی ، په تیر شواروز کې  هم په پاکستان کې د کرونا ویروس له امله یویشت کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،په پنجاب صوبې کې  لاک ډاؤن دمئ تر یو دیرشمې نیټې پورې غزیدلی ، البته په راپور کې وئيل شوي دي ، په خیبر پختونخواه او پنجاب صوبو کې به تر پنځو روځو پورې دکارکسب چارې هم  ترسره شي .

           داهم دجنګ ورځپاڼې انټرنیټي سایټ دی چې پخپلې  نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،په پاکستان کې د کرونائي  بحران له امله  بیّې  هماغه راز په زیاتیدو دي او د  وړو د  شل کلوګرامو یوه بوجۍ له خپلو بیّو څخه تر سلو روپیو پورې  په لوړ قیمت سره  خرڅيږي .

دپاکستان د ریلوی  د چارو زویر شیخ رشید وائی په زیات احتمال سره  د روژې د نیکمرغه اختر په  مناسبت دریل ګاډو  چارې بیرته  پیل کړي .

دامریکا په کنیکټيکټ  ایالت کې د وړیا راشن دترلاسه کولو لپاره د خلکو پر  قطارونو سربیره د ګاډو قطارونه هم تر کلومیټرو پورې رسیدلی دی .

 د افغانستان په کندهار  ولایت کې د حکومتي او وسلوالو کسانو ترمینځ په نښتو کې  زیاتوالی راغلی او داسې کومه ورځ نشته چې د یو شمیر  کسانو جنازې اوچتې نشي .

***************************

                اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخسي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د  کابل چاپ  ځينو ورځپاڼو په خپلو ګڼو کې د بېلابېلو مسایلو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

                 د کابل چاپ هشت صبح ورځپاڼې د غورولایت  د  تېرې ورځې پېښې ته کتنه کړې.

ورځپاڼې لیکلي، د دولتي ځواکونو له لوري په معترضینو ډزې د یو ولسواک نظام د شعار خلاف عمل دی

ورځپاڼې لیکلي، دولتي ځواکونو په نږدې ٢٠٠ کسانو چې د ډوډۍ غوښتلو لپاره راټول شوي وو پرون ډزې  کړې او یو شمېر ته‌یې مرګ‌ژوبله واړوله.

سرمقاله لیکونکي همدارنګه ټینګار کړی چې حکومت د دې حق نه‌لري څو له هر ډول تحقیق پرته معترضینو ته د وسله‌والو مخالفانو خطاب وکړي او هغوی هدف وګرځوي.

                      ویسا ورځپاڼې بیا د مغرضو ګاونډیو تر سرلیک لاندې سرمقاله خپره کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې د یو شمېر رسنیو له قوله راغلي، پاکستان په افغانستان کې د لاسپوڅي او کمزوري حکومت جوړېدو په هڅو کې دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، نه‌یوازې پاکستان، بلکې زمونږ  ځیني شمالي ګاونډیان هم د افغان ولس د جهاد په برکت د خپلواکۍ خاوندان شول، خو نن دوی په دې هڅو کې دي چې په افغانستان کې خپلې ګټې څه ډول تأمین کړي.

که څه هم سرمقاله لیکونکي لیکلي، دا یو طبیعي دود دی او هر هېواد ګاونډیان لري او دا یې هڅه وي چې پر هغو برلاسي وي، خو په سرمقاله کې ټینګار شوی چې افغانان نور باید د پردیو او د ځينو ګاونډیانو دغه دسیسې درک کړي او پرې نږدې چې خپل هدف ته ورسېږي.

***********************************************