نورو هیوادونو ته د کرونائي تجروبو د منتقلولو لپاره ایران چمتووالی
د ایران د ښونې اوروزنې د چارو وزیر محسن حاجی میرزائي هم دتیرې پنجشنبې په ورځې د آئسیسکو ادارې دغړو هیوادونو د ښونې او روزنې له وزیرانو سره په بیړني ویډیو ئي کنفرانس کې ، چې له بحرانونو او ایمرجنسیو (یاکوویډ-۱۹) سره په مخامخیدا کې د روزنیزو نظامونو په عنوان سره ترسره شوی ، مسلمانو هیوادونو ته د انټرنیټي یا مجازي ښونې او روزنې د ظرفیّت د وړاندې کولو لپاره د ایران داسلامی جمهوریت د چمتووالی خبر ورکړی .
تهران ته د ورغتیاد نړیوالې ادارې رالیږل شوي پلاوي مشر ریچرډ برنن ،دوه میاشتې مخکې په داسې شرائطو کې چې کرونا ویروس د ایران له پولو تیر شوی ؤ ، ددې خبرې په کولو سره چې ایران په مدیترانې سیمې کې یو ترټولو پیاوړی روغتیائي نظام لري ، وئيلي وو،د اطلاعاتو مبادله ، د نړۍ لپاره ډير اهمیّت لري او د کرونا په زمینې کې د ایران بریاوې ، باید نورو هیوادونو ته منتقلې شي .
اوس ددغو ملګرتیاؤ وخت رارسیدلی دی .
د ایران د تهران ښاروال پيروز جناچي پرون ناوخته د افغانستان د کابل له ښاروال محمد داؤد سلطان زوي سره په آن لاین ویډیو کنفرانس کې دې واقعیت ته په اشارې سره چې کرونا ویروس دهیوادونو له سیاسیاو قراردادی پولو څخه هیڅ پیروي نه کوي،او د نړۍ درست خلک د یوې کشتۍ مسافران دي،نورو هیوادونو ته ئې له کروناویروس سره دمقابلې په زمینې کې ئې دخپلوتجروبو دمنتقلولو لپاره د ایران پر چمتووالي ټيڼګار وکړ .
د کابل ښار وال هم په دغو خبرو کې ددې لپاره د نړۍ له درستو ښاروالانو څخه په غوښتنې سره چې له افغانستان سره خپل انساني نظر شریک کړي ، زیاته کړې ده ، تهران داسې بریاوې لري چې دکابل ښاروالۍ له دغو ارزښتمنو تجروبو له استفادې سره ګروهنه لري .
د تهران ښاروال له دې مخکې هم د لندن، روم ،استانبول ، انقرې ، سئول ، مسقط او ویانا له ښاروالانو سره د ویډیو ئي کنفرانس له لارې خبرې اترې کړي دي .
په عین حال کې د ایران د ښونې اوروزنې د چارو وزیر محسن حاجی میرزائي هم دتیرې پنجشنبې په ورځې د آئسیسکو ادارېدغړو هیوادونو د ښونې او روزنېله وزیرانو سره په بیړني ویډیو ئي کنفرانس کې،چېله بحرانونو او ایمرجنسیو (یاکوویډ-۱۹)سره په مخامخیدا کې د روزنیزو نظامونو په عنوان سره ترسره شوی،مسلمانو هیوادونو ته د انټرنیټي یا مجازي ښونې او روزنې د ظرفیّت د وړاندې کولو لپاره د ایران داسلامی جمهوریت د چمتووالی خبر ورکړی .
ددغې انساني موضوع په نسبت د ځينو هیوادونو له سیاسی چلندونو لیرې له درستو انسانانو سره مرستې ، په نړۍ کې د دغه منحوس ویروس یو تل پاتې درس دی . په دې لارې کې ډیرو هیوادونو پخپلو کې سره مرستې کړ ي دي . که څه هم په دې زمینې کې د امریکائي چارواکو چلند یوه استثنا ده ، چې خپلو سیاسی موخو ته د رسیدو لپاره د هیوادونو په تنګڅو او مشکلاتو خوښ دی او دپریکړه لیک او بندیزونو په صادرولو سره هڅه کوي ، ایران یو بې وسه هیواد وبریښوي . اسلامی ایران ، البته اوس له کرونائي ناروغۍ سره دمبارزې د طبي تجهیزاتو او وسایلو د تامینولو لپاره پر خپل چمتووالي سربیره ، په دې زمینې کې داسې ارزښتمنې تجروبې هم ترلاسه کړي دي چې نورو هیوادونو ته ورکولی شي . په همداوروستیو کې هم د کرونا ویروس د تشخیص د ځانګړو طبی او روغتيائي شیانو او تجهیزاتو یوه جوپه چې دایرنا داسلامی جمهوریت د پوځ له خوا له کروناویروس سره د مقابلې لپاره تیاره او برابره شوي وه،د افغانستان حکومتي چارواکوته سپارل شوې ده.
په ایران کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت سفیرعبدالغفور لیوال ددې خبرې په کولو سره چې د ایران حکومت او ملت تل دافغانستان د ولس ترڅنګ ولاړ دی،وئيلي دي،په دغو حساسو وختونو کې د هیوادونو دانسان دوستۍ چلند،د دوي ترمینځ د دوستۍ او ارتباطاتو د ژورتیا ښودنه کوي .
اوس مهال درست هیوادونه له کرونا ویروس سره لاس او ګریوان دي په دغه ویروس دککړوکسانو شمیرهم پنځومیلیونو تنوته په رسیدا دی.په کوویډ- ۱۹ډوله ناروغۍ ککړتیا یونړیوال بحران دی او ددغه مرګوني منحوس ویروس د فعالیت لپاره دپاي وخت هم نه دی اټکل شوی په دغه شان وضعیّت کې باید علم ، پوهه او تجروبېله یوه بل سره شریکې شي څو دغه ګواښ په یوه فرصت بدل شي .