په نړۍ کښې د کورونا ویروس شرایط په خرابیدا دي
(last modified Tue, 09 Jun 2020 00:33:08 GMT )
Jun 09, 2020 05:03 Asia/Kabul
  • په نړۍ کښې د کورونا ویروس شرایط په خرابیدا دي

زمونږ خبریال وايي د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او (World Health Organization)وویل په ټوله نړۍ کښې د کورونا د ساري ناروغۍ له کبله حالات مخ په خرابیدا دي .

د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر ټیډروس ایډهانوم(Tedros Adhanom) په جینیوا کښې په یوه(۱) ویډیويي خبري کانفرنس کښې وویل که څه هم په اروپا کښې حالات په ښه کیدا دي خو د نړۍ په سویه د کورونا ویروس د خپریدا شرایط په خرابیدا دي .

د رسمي شمیرنو پراساس تراوسه په ټوله نړۍ کښې په کورونا ویروس اوه میلیونه او یوسل نهه څلویښت زره او دوه سوه دوه اویا کسان ککړ شوي چې څلور لکه اوه زره او پینځه سوه یولس ترې مړه شوي هم دي .

د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او له دې مخکې هم خبرداری ورکړی و د کورونا ویروس له کبله د محدودیتونو له مینځه تلل په دنیا کښې د دغه ویروس د خپریدا د دوهمې (۲) څپې د پیلیدا سبب کیدلای شي .

 

ټیګونه