ایران له سیمې د امریکا د ایستلو هڅه کوي
تسنیم خبري اژانس وايي په لویدیځې اسیا سیمې کښې دیره د امریکا د ترهګرو ځواکونو قومندنۍ سینټکام (United States Central Command) مشر کینیت فرانک میک کینزي وویل زمونږ له نظره د ایران هدف له لویدیځې اسیا سیمې څخه د امریکا د عسکرو ایستل دي .
هغه دغه راز په سیمه کښې د ایران او د امریکا ترمینځ د پوځي نښتې د احتمال په هکله ادعا وکړه امریکا له ایران سره د پوځي جګړې هڅه نه کوي .
د امریکا د پوځ دغه چارواکي له عراق څخه د امریکا د ترهګرو عسکرو د وتلو د بهیر په هکله چې د بغداد او د واشنګټن د چارواکو ترمینځ په خبرو کښې یوه(۱) اصلي موضوع ده وویل امریکا ویلي دي چې په عراق کښې به د خپلو پوځیانو شمیر کم کړي خو صفر ته به یې ونه رسوي .
د امریکا د ټروریسټ حکومت لخوا د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال حاج قاسم سلیماني او د عراق د الحشد الشعبي ولسي ځواک د قومندان ابو مهدي المهندس له ټرور وروسته د عراق د پارلمان استازیو د روان میلادي کال په جنورۍ میاشته کښې له خپل هیواد څخه د واشنګټن د عسکرو د ایستلو پلان تصویب کړ .