امریکا د قاسم سلیماني د ټرور په هکله حقیقت پټوي
المانیتور خبري سایټ راپور ورکړ د امریکا د ډیموکراټ ګوند د مشرانو جرګې غړي سناتور« کریس مورفي» د دغه هیواد په حکومت غږ وکړ د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د شهید قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور په هکله د حقیقت د پټولو سیاست پاې ته ورسوي .
هغه په یوې (۱) خبر پاڼه کښې ټینګار وکړ د امریکا خلک حق لري پوه شي د ولسمشر ټرمپ حکومت ولې غوره وګڼله چې د واشنګټن د ملي امنیت لپاره له پراخو پایلو سره سره د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک شهید قومندان سردار قاسم سلیماني ټرور کړي .
د امریکا د مشرانو جرګې دغه غړي کریس مورفي زیاته کړه د ولسمشر ټرمپ حکومت تراوسه په ځلونو بیلابیل اطلاعات د ځان لپاره د هغوې د سیاسي تاوان د رسولو لپاره د پټو اطلاعاتو په فهرست کښې شامل کړي دي .
د ملګروملتونو ځانګړي راپورټرې میرمن اګنس کالامارډ څه موده مخکې په یوه (۱) راپور کښې د سردار قاسم سلیماني په ټرور کښې د امریکا ترهګر اقدام د ملګروملتونو د منشور او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ بللي وه .