ټول انتخابونه پر میز، خپله د امریکایانو خلاف کارول کیږي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په امریکا کښې د اعتراضونو د ځپنې په غبرګون کښې وویل: د (ټول انتخابونه پر میز دي) اصطلاح خپله د امریکې د خلکو خلاف کارول کیږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په امریکا کښې د اعتراضونو د ځپنې په غبرګون کښې وویل: د (ټول انتخابونه پر میز دي) اصطلاح خپله د امریکې د خلکو خلاف کارول کیږي.
د امریکې د کورني امنیت د وزارت سرپرست پرون د دغه هیواد په پورټ لینډ ښار کښې د مظاهرو په غبرګون کښې وویل: په پورټلینډ ښار کښې له ناکراریو سره د مقابلې لپاره ټول آپشنز د میز په سر پراته دي.
محمد جواد ظریف د دغو څرګندونو په غبرګون کښې په خپل ټویټر ولیکل: (ټول انتخاباتو پر میز) اصطلاح له پخوا راهیسې د امریکې د بهرني سیاست یو چورلیز و او اوس یې د ټرمپ رژیم خپله د امریکایانو خلاف هم کاروي.
د امریکې د کورني امنیت د وزارت سرپرست دغه څرګندونې په داسې حال کښې کړې دي چې پرون امریکایي رسنیو خبر ورکړې و چې د پورټلینډ ښار په مظاهرو کښې یو کس وژل شوی دی.