د امریکا د ولسمشر مخالفانو مظاهرې پیل کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92716-د_امریکا_د_ولسمشر_مخالفانو_مظاهرې_پیل_کړې
زمونږ خبریال وايي د امریکا له فاشیزم څخه د ډډه کولو ډلې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په پاتې شپیتو (۶۰) ورځو کښې د هیواد په پینځویشتو (۲۵) مختلفو ښارونو کښې مظاهرې منظمې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 06, 2020 14:36 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسمشر مخالفانو مظاهرې پیل کړې

زمونږ خبریال وايي د امریکا له فاشیزم څخه د ډډه کولو ډلې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په پاتې شپیتو (۶۰) ورځو کښې د هیواد په پینځویشتو (۲۵) مختلفو ښارونو کښې مظاهرې منظمې کړي دي .

د دغه ډلې اعتراض کونکو پرون  د نیویارک ښار په منهیټن سړکونو او د ټولې امریکا په څه د پاسه پینځویشتو (۲۵) ښارونو کښې خپلې شپیته (۶۰) ورځې مظاهرې پیل کړې .

اعتراض کونکو وویل له خپلو څوکیو د امریکا د ولسمشر ټرمپ او د هغه د مرستیال مایک پنس د څنګ ته کولو لپاره مو شپیته (۶۰) ورځې مبارزه پیل کړي ده او په همدې دلیل مو په واټونو کښې د میلیونو خلکو په ګډون سره د مظاهرو ترسره کول منظم کړي دي .

د امریکا له فاشیزم څخه د ډډه کولو ډلې ټینګار وکړ ولسمشر ټرمپ ځان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ د ترسره کولو لپاره چمتو کوي او په چټکۍ سره د یوې(۱) فاشیسټې امریکا د جوړولو په لور پرمخ روان دی .

له دې سره په یووخت په ویسکانسین ایالت کښې خلکو د امریکا بیرغ په اوور کښې وسوزوه .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ له مخالفت سره سره په هیواد کښې د توکمپالنې ضد مظاهرې هماغه راز دوام لري .

د امریکا ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی دی د مظاهرو د ځپلو لپاره به ټولو ښارونو ته فیډرال ځواکونه واستوي .