ورځپاڼو ته کتنه - ۱۳۹۹/۰۷/۰۱
ګرانو دوستانو ورځپاڼو ته کتنې په پروګرام کې، نن هم وړومبۍ د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه او مطالب ته اشاره کوو.
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې د کیهان ورځپاڼه راخلو
کیهان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ د نوې بالستیک توغندي «ذوالفقار بصیر»پرانیستا ترعنوان لاندې خبر په چاپ کولو سره لیکلي:
د هوایي ځواک د قدرت د دایمي نندارتون د پرانیستلو پرمهال، د لومړي ځل لپاره د ذوالفقار بصیر په نوم له ذوالفقار توغندیو د نوې نسل توغندې د نندارې لپاره وړاندې شو.
ورځپاڼه لیکي: د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو د قدرت د دایمي نندارتون پرانسیتا مراسم د اسلامي شورا د مشر محمد باقر قالیباف او د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي په شتون کې ترسره شول او سمندري نوې بالسیتک توغندې یې نندارې لپاره وړاندې کړ. دا توغندې چې د ذوالفقار بصیر نومېږي د فارس خلیج له وروستیو توغندیو دی.
هم کیهان ورځپاڼه په یو بل خبر کې لیکي:
ایران تمه لري چې عراقي حکومت به د شهید سلیماني ترور په جدي ډول تعقیب کړي
ورځپاڼه لیکي: د ملي امنیت شورا مشرله فواد حسین سره په یوه کتنه کې، د نړیوالې ټولنې له لارې د شهید سلیماني او ابو مهدي مهندس د وحشیانه ترور لپاره له عراقي حکومت د جدي تعقیب تمه لرلو ته په اشارې سره وویل: د دې لوې جنایت د عاملانو لږترلږه سزا له سیمې او په تیره بیا له عراق څخه وتل دي.
ورځپاڼه زیاته وي: د عراق د بهرینو چارو وزیر فواد حسین د شنبې په ورځ له ایراني چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره تهران ته راغللو، پرون د رهبری معظم مقام استازې علي شمخاني او د ملي امنیت شورا مشر ترمینځه کتنه او د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوال مسئلو په اړه خبرې اترې وشوې.
شمخاني په دې کتنه کې د سیمې هیوادونو ثبات ظرفیت ته په اشارې سره چې د سیمه ایزه همکارۍ او خبرو اترو تر سیورې لاندې او د بهرینو ځواکونو له مداخلت پرته فعال دي، د ګډې همکارۍ په ضرورت ټینګار وکړ.
اوس هم وطن امروز ورځپاڼه
« د ټرامپ حکم » تر عنوان لاندې وطن امروز ورځپاڼې د خبر په خپرولو سره لیکلي:
ټرامپ پرون د امریکې د سترې محکمې نوې قاضي په داسې شرایطو کې معرفي کړ چې د ټولو ډیموکراتانو هڅه کوله تر انتخاباتو پورې دا پېښه رامینځته نشي. اوس د سینټ د اقلیت لپاره یوازینې لار د امریکې په سینټ کې د بارټ د صلاحیت نه تاییدیدل دي چې هغه هم په علمي توګه د جمهوریت غوښتونکو د اکثریت له کبله امکان نه لري.
وطن امروز ورځپاڼه زیاته وي: د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرامپ، پرون د امریکې د سترې محکمې لپاره د ایمي کاني بارټ نوم معرفي کړل. ټرامپ د سپینې ماڼۍ په مراسمو کې د بارټ په شتون کې وویل: هغه په ډیر څرګنده توګه، د امریکې د سترې محکمې د قضاوت د شرایطو لرونکی دی.
اوس رسالت ورځپاڼه
رسالت ورځپاڼې د نړیوال خبرونو په مخ لیکلي: د اروپا د ایران لپاره د سمسیرا اوښکې
ورځپاڼه لیکي: ژنو له نیویارک وروستو، په نړۍ کې د اورپا ترټولو مهم نړیوال ښار او په سیاسي توګه دویم ښار پیژندلی کېږي. په دې ورځو کې دغه ښار د بشري حقوقو د شورا نهه څلویښتم غونډې کوربه دی. د کورونا له کبله د هیوادونو له پلازمینو ډیر کم پلاوي دې ښار ته راغلي خو هغه څه چې په دې ښار کې يه دې وروځو کې تیریږي او د بشري حقوقو د شورا ننه څلویښتم غونډې ترسره کول د دې ښار اهمیت کم کړې نه دی.
ورځپاڼه زیاته وي: په دغه ښار کې د جمعې په ورځ اووه څلویښت هیوادونو د بشري حقوقو د شورا د نهه څلویښتم غونډې په دویمه اونۍ کې او د دې شورا د غوندې په څلورم دستور کې یوه بیانیه د ایران په خلاف ولوسته. دغه بیانیه کاملا سیاسي وه چې البته د کرونا له کبله په ایران کې سختو حالاتو ته په کې هم اشاره شوې او هم په کې د ایران وروستي ملګرتیاو او همکارۍ ته چې له بشري حقوقو ستر کمیشنرۍ سره لرلي ستاینه شوې. خو د دې بیانیې لیکوالو او ملاتړ کونکو د امریکې د یو اړخیزو بندیزونو او له هغې سره د ځینو هیوادونو د ملګرتیا له امله د ایرانیانو د بشري حقوقو سرغړونو ته سترګې اړولې، او د تل په څیر دوي حتی و نه توانیدل په ظاهر کې هم که وي د انصاف خیال وساتي.
................................................................
کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره پاکستان ته د افغانستان د ملي مصالې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله سفر او د سولې په خبرو کې د ځنډ موضوع را اخیستې ده.
مسیر
مسیر ورځپاڼې په دوحه کې روانو اختلافونو، لاملونو او ممکنه حللارو باندې بحث کړی.
وړاندې د یو شمېر طالب استازو خبرو ته اشاره شوې لیکل شوي چې اوس اختلاف روښانه او په دوو مسایلو کې دی.
لومړنی اختلاف دا په ګوته شوی چې طالبان غواړي د بینالافغاني خبرو اساس له امریکا سره د طالبانو توافق وي، خو حکومتیې نهمني او وايي چې دوی هم له امریکا سره ګډه اعلامیه صادره کړې ده.
دوهم څه چې ورځپاڼې ورته اشاره کړې هغه دا ده چې طالبان غواړي په مذهبي چارو کې د اختلاف د حل لپاره حنفي فقه معیار وي، خو حکومتي اړخ د اساسي قانون دوهم فصل یادوي چې ورسره به جعفري فقه او د بشري حقونو مسایل هم ورګډېږي.
دنیا
دنیا ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان ته د عبدالله سفر او کابل ته د عمران خان رابلل کېدو ګڼې پوښتنې او اندېښنې پیدا کړې دي.
وړاندې د عبدالله دغه سفر ته په اشارې لیکل شوي چې عبدالله غواړي چې په سیمهییزه کچه د سولې لپاره د اجماع په رامنځته کولو سره د سولې پروسې ابتکار عمل په لاس کې واخلي.
خو ورځپاڼې بیا ادعا کړې چې ولسمشر غني نهغواړي چې عبدالله په دغه کار کې بریالی شي او د ورځپاڼې په وینا ولسمشر غني په دې برخه کې خپلې ګټې ګوري.
دنیا ورځپاڼې کابل ته د پاکستان د صدراعظم دعوت ته اشاره کوي چې ولسمشر غني په دې کار سره غواړي چې هغه پټ تړونونه چې پاکستان سرهیې کړي، رسوا نهشي.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا ټينګار کړی چې د سولې لپاره مذاکرات بايد د ملي او روا ګټو پر بنسټ راټول شي.
وړاندې راغلي، داسې ښکاري چې د سولې لپاره په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي ډلو لهخوا مذاکرات د اختلافونو له امله له ځنډ او خنډ سره مخ شوي دي، همدې حالت وېره خپره کړې، که همدا حالت دوام ومومي، نو ښايي دا لړۍ ناکامه شي!
د سرمقاله لیکونکي په خبره له نيمې مياشتې ډېره موده کېږي چې د همدغو اختلافي ټکو له امله طالبان له افغان حکومت سره ان د مذاکراتو لومړيو خبرو ته هم نهدي ناست، د هغوی د اړيکو جوړولو ډله هم نهده بريالۍ شوې چې د دې مذاکراتو لپاره لاره برابره کړي.
ورځپاڼې لیکلي ښايي پر پاکستان هم نور فشار راوړل شي او په وینا یې د دې لپاره نن د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله اسلاماباد ته سفر کوي او له پاکستاني چارواکو سره به خبرې وکړي چې په افغانستان کې نور له تپل شوې جګړې او د طالبانو او ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.