د عربستان د حکومت د مخالفانو ځپل زیات شوي
(last modified Sat, 03 Oct 2020 00:52:15 GMT )
Oct 03, 2020 05:22 Asia/Kabul
  • د عربستان د حکومت د مخالفانو ځپل زیات شوي

فارس خبري اژانس وايي د امریکا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې پرون په سعودي عربستان کښې د حکومت د مخالفانو د ځپلو د زیاتیدا خبر ورکړ .

دغه ورځپاڼې د سعودي عربستان  په  حکومت د نیوکه کونکو په قول وویل د ولیعهد محمد بن سلمان لخوا د نیوکه کونکي خبریال جمال خاشقچي له وژلې دوه (۲)کاله وروسته په دغه هیواد کښې د حکومت د مخالفانو ځپل هماغه راز په زیاتیدا دي .

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې وویل د بشري حقوقو د فعالانو په شمول د سعودي عربستان فعالان په زندانونو کښې شکنجه کیږي او په جنسي ډول ځورول کیږي .

په دې سره په خارجي هیوادونو  کښې د سعودي عربستان جلاوطن شویو ښاریزو ته هم د حکومت لخوا ګواښونه کیږي .

د بشري حقوقو د څارونکي موسسې هیومن رایټس واچ په شمول د بشري حقوقو او نړیوالې موسسو تراوسه په ځلونو په سعودي عربستان  کښې د بیان د  ازادۍ د ځپلو ، او د بشري حقوقو د فعالانو او د خبریالانو  په  زنداني کولو او اعدامولو نیوکه کړي ده .

 

ټیګونه