د ایټمي موافقې لوري دې امریکا بې قید او شرطه دغې موافقې ته راستنه کړي
(last modified Tue, 08 Dec 2020 03:11:45 GMT )
Dec 08, 2020 07:41 Asia/Kabul
  • د ایټمي موافقې لوري دې امریکا بې قید او شرطه دغې موافقې ته راستنه کړي

د چین د خارجه وزارت ویاندې د جرمني د خارجه وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کښې، د ایټمي موافقې له ټولو لورو وغوښتل چې امریکا بې قید او شرطه دې موافقې ته ستنه کړي.

د چین د خارجه وزارت ویاندې د جرمني د خارجه وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کښې، د ایټمي موافقې له ټولو لورو وغوښتل چې امریکا بې قید او شرطه دې موافقې ته ستنه کړي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې هوا چان بینګ د دغو څرګندونو په ځواب کښې وویل: د ایټمي موافقې ساتنه او اجرا باید د ایران د ایټمي مسئلې لپاره د هرې سیاسي او سفارتي حل لارې وارمخکښې شرط وي.

هغې څرګنده کړه چې ټول لوري دې د ایټمي موافقې د ساتنې په لړ کښې خپل پیوستون زیات کړي او د امریکې حکومت پر دغې موافقې پابندۍ او د ایران خلاف د ټولو اړوندو بندیزونو ختمولو ته تیار کړي.

 

ټیګونه