په امریکا کې د کرونا وایروس د قربانیانو شمېر تر ۲۹۲زره واوښت
(last modified Fri, 11 Dec 2020 08:02:21 GMT )
Dec 11, 2020 12:32 Asia/Kabul
  • په امریکا کې د کرونا وایروس د قربانیانو شمېر تر ۲۹۲زره واوښت

د امریکایي رسنیو د راپور سره سم، په امریکا کې تر ۱۵ میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۲۹۲ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د فایزر امریکایي کمپنۍ د واکسین د تولید چاري پیل شوي دي.

په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۶۹ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۶۲ زره او ۶۲۶ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۷۹زره ۷۶۵ په مکسیکو کې ۱۱۲زره او ۳۲۶، په هند کې ۱۴۱زره او ۷۷۲، په بریټانیا کې ۶۳ زره ۱۷۹، په ایران کې ۵۱ زره او ۴۹۶او په پاکستان کې ۸۶۰۳ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

 

ټیګونه