د اسامه بن لادن مشر مرستیال په انګلستان کښې ښه د مزې ژوند تیروي
(last modified Sat, 12 Dec 2020 03:12:02 GMT )
Dec 12, 2020 07:42 Asia/Kabul
  • د اسامه بن لادن مشر مرستیال په انګلستان کښې ښه د مزې ژوند تیروي

د القاعده ترهګر نیټ ورک د وژل شوي مشر اسامه بن لادن یو جګ پوړې مرستیال په برطانیه کښې په یو خوندي چاپیریال کښې د مزې ژوند تیروي

د القاعده ترهګر نیټ ورک د وژل شوي مشر اسامه بن لادن یو جګ پوړې مرستیال په برطانیه کښې په یو خوندي چاپیریال کښې د مزې ژوند تیروي

په اروپا کښې د بن لادن په ویاندوي مشهور ۶۰ کلن عادل عبدالباري چې د کرونا په پلمه له وخته مخکښې د امریکې له جیل څخه خوشې شو، پرون له نیوجرسي څخه انګلستان ته تلی دی .

هغه اوس د لندن په شمال لویدیځه برخه کښې د ۱ میلیون پونډو په ارزښت قیمتي کور کښې د راګا په نامه خپلې میرمنې سره یوځاې خوندي ژوند تیروي.

د القاعده ترهګر نیټ ورک دغه ورک دغه مشر په ۱۹۹۱ کال کښې له مصر څخه انګلستان ته وتښتیده او په کال ۱۹۹۸ کښې یې په کینیا او تنزانیا کښې د امریکې په سفارتونو کښې په چاودنو سره ۲۲۴ کسان وژلي وو.

هغه په ۲۰۱۲ کال کښې امریکې ته وسپارل شو او په ۲۵ کاله بند محکوم شو خو د غټوالي یا چاقۍ او په کرونا د ککړیدو په بهانه د سزا له پوره کولو مخکښې له زندانه آزاد کړی شوی دی.

 

ټیګونه