د مسلمانو عالمانو اتحادیې له اسرائیلو سره د مراکش د اړیکو رغول وغندل
د مسلمان عالمانو اتحادیې د مراکش او صهیونیسټي رژیم ترمینځ د اړیکو ښه کیدل په کلکه غندلي دي.
د مسلمانو عالمانو اتحادیې پرون په یوه خبرپاڼه کښې د مسجدالاقصی او قدس او هم داشان د سوریې د جولان سیمې د نیواکګر په توګه د صهیونیسټي رژيم په وړاندې پر خپل ثابت دریځ باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه رژیم د نورو اسلامي سیمو د نیواک په تکل کښې دی.
د مسلمانو علماؤ اتحاديې ټینګار کړی چې له نیواکګر رژیم سره جوړجاړې شرعاً روا نه ده او د مراکش له موقعیت سره چې د قدس شریف د کمیټې مشري په غاړه لري هیڅ سمون نه خوري او د مراکش ولس هم د دې کار خلاف دی ځکه چې هغوي تل د فلسطین د خلکو ملاتړي پاتې شوې دي.
د مسلمانو عالمانو اتحادیې له ټولو مسلمانو ولسونو وغوښتل چې په هره طریقه د فلسطین له خلکو سره د مرستې لپاره د خپلې دندې په ترسره کولو کښې لټي ونه کړي.
د مراکش د عالمانو اتحادیې هم په یوې خبرپاڼې کښې ټینګار کړی دی چې اسلامي حکومتونو ته نه دي پکار چې د فلسطین د مسئلې په وړاندې نرم شي او یا د کورنیو او بهرنیو دباؤنو څخه اغیزه واخلي.