ورځپاڼو ته کتنه ۱۵-۱۱-۹۹
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو ځينو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:
په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼې ته لاس کوو چې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله يې وليکل: امريکه پکار دے خپلو ژمنو پوره کولو لوري ته راستنه شي.
محمد جواد ظریف سي، این، این چینل سره په مرکه کښې زیاته کړه: امريکه دې ایټمي موافقې ته د خپلې ستنیدنې حالات برابر کړي ځکه چې امریکه په ایټمي موافقه کښې موجودو جرړو ته له پاملرنې پرته له هغې څخه د وتلو لپاره د خپلې فیصلې په وجه وتلې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر هم داشان وویل: له بلې خوا ایران د خپلې ملګرتیا د محدودولو لپاره د ایټمي موافقې له لارو چارو څخه کار اخلي، که ۳۶ بند یې ولولئ نو پوه به شئ چې ایران بیخي د ایټمي موافقې مطابق عمل کړے دے.
د قضائي قوې مشر د امام خمینی (رح) له ایډیالوجیو سره د ژمنې تجديد وکړ
د ایران د قضائیه قوې مشر سيد ابراهيم رئيسي او چارواکو د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر امام خمیني (رح) په حرم کښې د هغه له ایډیالوجيو سره د عهد تجديد وکړ.
په دغو مراسمو کښې چې پرون د ایام الله(سباؤن لسیزې) او د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د دوه څلویښتمې کلیزې په درشل کښې ترسره شول، د ایران د قضائیه قوې مشر سید ابراهیم رئیسي د امام خميني حرم ته لاړ او د هغوي د بې ساري شخصیت د مختلفو دیني، علمي او سیاسي اړخونو په اړه یې وینا وکړه.
-------
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې د ايټمي انرجۍ په نړيوال آژانس کښې د ايران د استازي په حوالې سره وليکل: په نطنز او فردوکمپلیکسونو کې نور ماډرن سنټرفیوژونه ولګول شول.
کاظم غریب آبادي پرون پخپل ټولنیز پیغام کښې لیکلي دي ، په نطنز کمپلیکس کښې د آئي آر آئي نومې سڼټرفیوژ په نسبت د څلور برابره کارکولو په ظرفیّت سره آئي آر ۲ ایم ماډل ۳۴۸ سنټرفیوژونو دوه کړۍ نصب شوې او په یو ایف ۶ سره کار کوي .
غریب آبادي دې ته په اشارې سره چې په فردو کمپلیکس کښې هم د آئي آر سکس سنټرفیوژونو د دوو کړیو لګول هم پیل شوي دي تاکيد کړے چې ، له زیاتو ماډرن سنټرفیوژونو د لګولو کار هم روان دے.
ورځپاڼې د بهرنيو رسنيو له قوله وليکل، په اسپانيا کښې د بوډاګانو د اوسيدو په خونه کښې اته اويا بوډاګانو ته د امريکې د فائز کمپنۍ د کورونا ويکسينو له لګولو سره سم دغه ټول بوډاګان په کورونا وائرسو اخته شول.
------
د تهران يوې بلې اطلاعات نومې ورځپاڼې بيا وليکل: د ایران او پاکستان د اسلامي جمهوریتونو وړومبنۍ آنلاین غونډه د ګډو سوداګري ملګرتیاو د پراختیا په ایجنډې سره ترسره شوه.
د ورځپاڼې د ليکنې له مخې په پاکستان کښې د ایران سفیر سید محمدعلي حسیني پرون په دغه غونډه کښې د پوه بنسټه اقتصاد وده د اسلامي انقلاب یو برکت وباله او له ټولو هیوادونو په تیره بیا د پاکستان په شمول ګاونډي هیوادونو سره یې د ملګرتیاو د پراختیا لپاره د ایران پر اصولي سیاست تاکيدوکړ.
په ایران کښې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي هم د دواړو هیوادونو د تجاري ملګرتیاؤ د پراختیا په هرکلي سره د امریکې ایران ضده بندیزونه وغندل او وې ویل: د ایران او پاکستان ترمینځ د راکړو ورکړو او تجارت د اسانتیاؤ خنډونه باید هوار شي.
ورځپاڼې د د اروپائي اتحاديې د بهرني سیاست د کمیشن د وياند له قوله وليکل: د ايران په خلاف لګېدلي بنديزونه پکار دے ختم شي.
پيټر سټیّنو د سعودي له العربیه ټيلیویژني چینل سره په مرکه کې په دې باندې په تاکيد سره چې د اروپائي اتحادئې وړومبنی ترجيح جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکې بیرته ستنول دي ، روښانه کړې ده ، له ایران سره اختلافات باید د خبرواترو له لارې حل شي .
سټینو په دغه مرکه کښې له نړیوالې ایټمي موافقې دامریکې غیر قانوني وتلو او د ایران د ژمنو کمولو ګامونو ته په اشارې سره هم زیاته کړه، که امریکابیرته نړیوالې ایټمي موافقې ته ستنه شي ، نو د ایران د پورته شوو ګامونو دموضوع پشمول ډير مشکلات به حل شي .
۰۰۰۰۰۰۰۰۰
اوس به د پاکستان ورځپاڼې راواخلو چې په سر کښې جنګ ورځپاڼه رااخلو دغې ورځپاڼې په خپل وړومبني مخ د دغه هېواد د فوځ د مشر په حوالې وليکل، پکار دے هر لوري ته د امن لاس وغزولې شي، البته زمونږ د امن له خواهش څخه چا د ناوړې استفادې اجازت نه شوو ورکولې، جنرل قمر جاويد باجوه زياته کړه پاکستان او هند دې هم د کشمير د خلقو د خواهشاتو مطابق د کشمير مسئله له صلح ايزې لارې هواره کړي.
ورځپاڼې په ميانمار کښې د فوځي حکومت د راتلو په اړه وليکل: په ميانمار کښې د مارشل لاء سېکورټي کونسل غونډه جوړه کړه په دغه غونډه کښې د فوځي حکومت مشر وويل چې په هېواد کښې فوځي حکومت راوستلو ته مجبور شوي وو او دا کار ضروري وو، له بلې خو امريکې ميانمار ته خپلې مرستې بندې کړې او له فوځي حکومته يې وغوښتل چې د مېرمن سوچي په شمول دې ټول نيول شوي کسان آزاد کړي.
----------
د پاکستان پېښور چاپ مشرف ورځپاڼې وليکل، سعودي حکومت خپل هېواد ته د پاکستان په شمول د شلو هېوادونو د ښاريزو داخله ممنوع اعلان کړه. د سعودي د کورنيو چارو وزارت په يوې بيانيه کښې وليکل، د سعودي له ښاريزو او سفارتکارو نه بغېر چې په بهر کښې دي دغه هېواد ته د نورو شلو هېوادونو د ښاريزو داخله بنده ده او په دغه حکم به له نن چارشنبې څخه عمل شروع کيږي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، په پاکستان کښې د کورونا وائرسو په خلاف د وېکسينېشن عمل شروع شو. د حکومت د اعلانيې مطابق دغه وېکسين چې له چين څخه اخېستل شوي دي وړومبی به روغتیائي عملې ته وهل کيږي او بيا به نورو خلقو ته، د خبر له مخې ټولو صوبو ته وېکسین په شفافه توګه ورکړې کيږي.
ورځپاڼې د بهرنيو رسنیو له قوله وليکل، د مسلمانانو اکثريتي هېواد کوزوو هم اسرائيل تسليم کړ او ورسره يې تعلقات بحال کړل. د خبر له مخې دغه اقدام د امريکې د مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اود هغه د زوم جېرډ کشنر د کوششونو په نتيجه کښې ترسره شو.
------------
دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې
د کابل چاپ د نن ورځې په ګڼو کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحثونه او تبصرې شوي دي.
هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودل شوې ده.
د سرمقالې لیکوال لیکلي، سره له دې چې څو ورځې وړاندې اروپايي ټولنې، د ناټو ملکي استازو، امریکا او څو نورو هېوادونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي د اندېښنو ګډه اعلامیه هم خپره کړه، خو له دې سره د تاوتریخوالي بهېر لا هم روان دی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان د سولې په اړه نړیوال بدلون، له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرونه او همدا رنګ د بریدونو د کچې لوړېدل یو له بل سره مستقیم تعلق لري.
د سرمقالې لیکوال د طالبانو د ویاند له قوله لیکلي دي چې که بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، نو دوی به جګړې ته دوام ورکړي.
سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی چې که طالبان غواړي افغانستان کې رښتینی ځای پیدا کړي نو باید له نړۍ سره منطقي مذاکره وکړي، ځکه د سرمقالې د لیکوال په خبره اوس مهال افغانان او نړیوال له طالبانو د روان تاوتریخوالي درول غواړي.
د سرمقالې د لیکوال په باور د تاوتریخوالي دوام کولای شي د سولې رامنځته شوی فرصت له منځه یوسي.
-------
د مسیر ورځپاڼې په سرمقاله کښې په کابل کې د تېرې ورځې پرله پسې چاودونو ته اشاره شوې چې له امله يې یو شمېر افغانان ووژل شول.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په کابل کې روان وضعیت د عامو خلکو ترمنځ وحشت خپور کړی ان تردې چې خلک د وېرې له امله خپلو ورځنیو کارونو ته سمه رسېدنه نه شي کولای.
د سرمقالي لیکوال لیکلي، حکومت د دې پرځای چې طالبان او نورې ډلې د دې ډول بریدونو مسوول وګڼي، خپل استخباراتي معلومات باید زیات کړي.
----------
هېواد دولتي ورځپاڼې له مرکزي اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا په اړه خوښي څرګنده کړې.
په سرمقالې کې راغلي، د مرکزي اسیا هېوادونه په ځانګړي توګه ازبکستان او ترکمنستان په دې ډاډه شوي چې د افغانستان له لوري سویلي اسیا ته لار موندلی شي.
په سرمقالې کې ازبکستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر تګ ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې دا سفر به د دوه اړخیزو اړیکو په پياوړتیا کې رغنده رول ولري.
-----