جرمني ، سویډن او پولینډ د روسیې ډیپلوماټان وویستل
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې او د اروپايي اتحادیې ترمنځ د تاوتریخوالو له زیاتیدا سره په یووخت د جرمني د سویډن او د پولینډ خارجه وزارتونو بیګا په جلا جلا بیانیو کښې له خپلو هیوادونو د روسیې د یوه (۱) یوه ډیپلوماټ د ایستلو خبر ورکړ .
د جرمني د سویډن او د پولینډ دغه غږمله اقدام د دغو دریو (۳) هیوادونو د ډیپلوماټانو د ایستلو لپاره د روسیې فیصلې ته په غبرګون کښې ترسره شوی دی .
د روسیې خارجه وزارت په تیرې جمعې ورځ ویلي وو ماسکو د جرمني د پولینډ او د سویډن درې (۳) ډيپلوماټان چې د ماسکو د حکومت د مخالفانو د یوه(۱) مشر الیکسي ناوالني د ملاتړو په غیر قانوني مظاهرو کښې یې ګډون کړی وو ایستلي دي .
د روسیې خارجه وزارت ویلي دي دغه درې (۳) ډیپلوماټان نه خوښ کسان پیژندل شوي او زر به له ماسکو ولاړ شي .
د روسیې دغه فیصله ماسکو ته د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست د مسول جوزپ بورل د تیرې اونۍ د سفر په وخت شوي وه .