ورځپاڼو ته کتنه ۲۸-۱۱-۹۹
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96566-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۸_۱۱_۹۹
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو ځينو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 16, 2021 12:14 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۸-۱۱-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو ځينو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې نن په خپله ګڼه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل: په سیمه کښې امنیت او صلحه د سیمې د هیوادونو په خپل مینځ ملګرتیاو سره ټينګيږي.

ولسمشر حسن روحاني پرون په تهران کښې د قطر د خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې په سیمه کښې د هر هیواد پرمختګ به په سیمه کښې د صلحې، ثبات  او کرارۍ په ټینګښت سره ترلاسه شي، د فارس خلیج سیمې له هیوادونو سره د ملګرتیاو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: ایران د هرمز د صلحې د نوښت په طرحې باوري دے او په سیمه کښې ثبات به د سیمې د هیوادونو ترمینځ له ملګرتیاو او خبرواترو نه بغېرترلاسه نه شي.

ورځپاڼېې همدارنګ د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت د وياند په حوالې سره وليکل: درې اروپائي هېوادونه پکار دے خپلو برجامي ژمنو ته راستانه شي.

سعيد خطيب زاده پرون د خبريالانو په ټول کښې په ايران کښې د اوسپنيزو يورانيمو د توليد د ممنوعيت په اړه د جرمني، برطانيې او فرانسې دريو اروپائي  هېوادونو د ادعا په باره کښې وويل: برجامي ژمنو ته راستنېدل د دريو اروپائي هېوادونو لپاره زياته ساده لار ده او که اروپايان خپلو ژمنو ته راستانۀ شي ايران به هم خپلو ژمنو ته راستون شي.

خطيب زاده زياته کړه، د ايران اسلامي  جمهوريت تل په تحقيق او پراختيا کښې د ري اېکټرونو پرمختللي سونګو بحث ته پاملرنه کړې ده خو د برجام ايټمي موافقې په خاطر يې ورباندې سترګې پټې کړې.

هغه خبردارے ورکړ،  که تر ټاکل شوي وخت پورې مقابل لوري خپلې ژمنې ونه مني، نو ايران په قطعي توګه د الحاقي پروټوکول اجرا اودروي.

-------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې د د ايران د ټولوقواو د معظم قوماندان مرستيال او صلاحکار په نقل سره وليکل: امريکې د نړۍ د ابرقدرت ياد امريکائي خپل سري قدرت په جوړېدو کښې ماتې خوړلې ده.

جنرل سيد يحيی صفوي نن تهران کښې په يويشتمه پېړۍ کښې د اېشيا په جنوب لويديځ کښې جيوسټراټيجک او جيوپلېټک بدلونونه  نومې سمينار کښې وويل: امريکې د نړۍ د اقتصادي برترۍ، فوځي توانمنۍ او د سياسي مشرۍ او مديريت لپاره د نړۍ د ابرقدرت يا د امريکائي خپل سري قوت په جوړېدو کښې حتی په آئيډيالوجېکو او کلتوري مسائلو کښې ماتې خوړلې ده.

------------

اطلاعات ورځپاڼې بيا په خپل يو خبر کښې په ملګرو ملتو کښې د ايران د دائمي استازي او سفير له قوله وليکل:

د ایټمي موافقې په لړ کښې د ایران د رضاکارانه اقداماتو د بندولو لیک د ۲۰۲۱ کال د فرورۍ په ۲۳ نیټه د ګل په مازیګر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس عمومي منشي رافائل ګروسي ته وسپارله شو.

کاظم غريب آبادي زياته کړه: د ایټمي موافقې په لړ کښې د خپلې خوښې د اقداماتو په بندولو کښې د ایران اقدام، د ایټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ بندونو له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت د حقوقو او د بندیزونو د ختمولو لپاره او په خپلو ژمنو د مقابلو لورو د نه پابندۍ په وجه، د ایران د اسلامي شورا د تصویب کړي قانون په اجرا کښې ترسره شوے دے.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل:

د ایران او د روسیې د دوه زره یویشتم (۲۰۲۱) سمندري امنیت د بېلټ د فوځي مشقونو وړومبۍ مرحله په سمندر کښې له مخکې څخه په دوو(۲) ټاکل شویو هدفونو باندې د ماسکو او تهران د جنګي کشتیو په ډزو کولو سره شروع شول .د ایران او روسې جنګي کشتیو د هند بحيرې د شمال په لور حرکت کولو سره د دغو فوځي مشقونو وړومبنی پړاو اجرا کړ

د مانورې په دغه پړاو کښې د ایران او د روسیې جنګي کشتیو د ایران  جوړې  «جماران» جنګي بیړۍ په قومندنۍ او له بیلابیلو وسلو په استفادې سره په سمندر  کښې له مخکي څخه په ټاکل شویو هدفونو ډزې وکړې .

-----------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼې راواخلو چې په سر کښې د راولپنډۍ چاپ جنګ ورخپاڼې ته لاس کړوو چې يې وليکل: په دغه هېواد کښې د سېنټ د انتخاباتو وړومبۍ مرحله ترسره شوه او د اته څلوېښت چوکيو لپاره يو سل اويا نامزدان رامنځته شول.

د خبر له مخې د سېنټ د عامه چوکيو لپاره اوه اتيا، د ټېکنو کرېټ چوکيو لپاره درې دېرش، د مېرمنو د چوکيو لپاره څلوېښت او د غېر مسلمانو چوکيو لپاره د لسو نامزدانو نومونه څرګند شول.

ورځپاڼې د پاکستان د کورنيو چارو د وزير شېخ رشيد له قوله وليکل ، له نن څخه د دغه هېواد د پخواني وزيراعظم نواز شريف پاسپورټ منسوخ شو. هغه همدارنګ زياته کړه مخالف ائتلاف پي ډي اېم ته به د لاريون کولو پوره اجازه ورکړې شي او هيڅ خنډ به ورته رامنځته نه شي خو د قانون دخلاف ورزۍ اجازه به چا ته  ورنه کړې شي.

--------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا په خپلو نړيوالو خبرونو کښې وليکل: په امريکه کښې د سختې واورې ورېدنې له کبله هنګامي حالت اعلان شو.

په ډيلاس ایالت کښې له زرو زيات الوتونه منسوخ شول، په ځينو ايالتونو کښې د ژوند حالات ګډوډ شوي، برېښنا پرې شوې او په لسګونو ګاډي په خپلو کښې جنګېدلي دي.

---------

او دا هم د کابل  چاپ ورځپاڼې

هشت صبح ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایې ځواکونو د وتلو او د سولې د پروسې په اړه لیکنه کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، د امریکا او طالباتو ترمنځ د سولې د هوکړې پر بنسټ امریکایې ځواکونه باید د روان میلادي کال تر مې میاشتېې پورې له افغانستانه ووځې خو د ليکوال په وینا که د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پروسه نتیجه ورنه کړي ممکن په دغه هېواد مې د بهرنيو پوځونو شمېر له اوس هم زیات شي.

---------

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په افغانستان کې د نړيوالو پوځي ماموريت د غځول کېدو مسئله را اخیستې ده.

وړاندې راغلي، چې د افغانستان پر روان وضعيت اوس په نړيواله کچه تصميم نيول کېږي اوټاکل شوې چې سبا چهارشنبه او بله ورځ پنجشنبه ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو پر اجندا دوه ورځنۍ غونډه وکړي.

په سرمقاله کې ټینګار شوی، چې په کور د ننه او نړيواله کچه اندېښنې دا دي، چې طالبانو د سولې په ځای جګړه او بريدونه پراخ کړي او په دې بريدونو کې تر ډېره هغه افغان ځوانان په نښه کېږي، چې په تيرو ۲۰ کلونو کې د ولسواکۍ پر ارزښتونو پوی شوي او روزل شوي د لوړو زده کړو خاوندان دي.

----------

مسیر ورځپاڼې د هرات په اسلام‌قعله کمرګ کې د اورلګېدنې له امله د رامنځ ته شویو مالي زیانونو په اړه لېکنه کړې ده.

 

وړاندې لیکل شوي، چې په دغه پېښه کې سلګونه لارۍ او ټانکرونه سوځېدلي او سلګونه نور چور شوي چې د لومړنیو شمېرو پر بنسټ سوداګرو ته تر سلو میلونو ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.

 

د مسير په سرمقاله کې راغلي، سره له دې چې دا بحران لوی دي او د اکثریت افغانانو ژوند یې اغېزمن کړی دی، خو حکومت ورسره ډېر سوړ چلند کوي او د ستونزو د حل لپاره یې کوم اساسي ګام نه دی اخیستی.

د لیکوال په وینا، حکومتي چارواکي داسې دي چې یا خو پر دې هېڅ خبرېږي نه او یا هم د دغه ولس درد، غم او ستونزې ورته پردۍ ښکارېږي.

سر مقاله ليکونکي ټینګار کړی، چې د حکومتي چارواکو دا ډول چلند به د دې لامل شي چې خلک له چارواکو سره له هر ډول همکارۍ مخ واړوي.

----------

وېسا ورځپاڼې بيا په افغانستان کښې د سېګار ادارې په حوالې سره ليکلي دي: افغانستان کې د بېکارۍ او غربت کچه لوړه شوې ده

ورځپاڼې د دغې ادارې له قوله زياته کړې ده  د نړیوال بانک د اټکل پر بنسټ افغانستان کې د غربت کچه له ۵۰٪ څخه ۷۲٪ ته لوړه شوې ده، دا په داسې حال کې دي چې د پیسو نړیوال صندوق بیا د افغانستان ناخالص تولید کچه ۵٪ کمه ښودلې ده. بل پلو په ۲۰۲۰ کال کې د بېکارۍ کچه ۳۷.۹٪ ته ختلې وه، حال دا چې د بېکارۍ انداره په ۲۰۱۹ کال کې ۲۳.۹٪ وه.

دا په داسې حال کې دي چې د وړم ۲۰۱۹ کال له وروستیو او په نړۍ کې د کرونا ویروسي وبا په خپرېدو سره د نړۍ ګوټ ګوټ له روغتیايي او اقتصادي اړخه ځپل شوی دی چې افغانستان هم په دې برخه خپل دروند پور پرې کړی دی. د هیواد د روغتیا مخکیني وزیر جواد احمد عثماني په وینا، افغانستان کې یادې ناروغۍ د هیواد ۳۱.۵ سلنه وګړي نیولي چې تر دې دمه له ۲۴۰۰ نه زیاتو کسان خپل ځانونه د کرونا ناروغۍ له امله له لاسه ورکړي دي.

----------