د تهران او ځينی نورې نړیوالې نننیۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96818-د_تهران_او_ځينی_نورې_نړیوالې_نننیۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه  والو په دې شیبو کې له نننیومطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی،په پيل کې د تهران او ورپسې هم ځيني نوره نړیوالې ورځپاڼې درسره شریکې کوو،نو ترپایه راسره ملتیاوکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2021 09:39 Asia/Kabul
  • د تهران  او ځينی نورې نړیوالې نننیۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه  والو په دې شیبو کې له نننیومطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی،په پيل کې د تهران او ورپسې هم ځيني نوره نړیوالې ورځپاڼې درسره شریکې کوو،نو ترپایه راسره ملتیاوکړئ .

دتهران  چاپ ورځپاڼو په سر کې دا هم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د ایران داسلامی شورا د ۲۲۶استازو په اعلامیې کې ټينګار شوی ،دبندیزونو د لغوه کیدا قانون دې له کوم ځنډ پرته اجرا شي . داپه د اسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف له پریس ټي وي چینل سره په خصوصي خبرو کې وئيلي دي،امریکا او اروپا ریاکار او دوکه باز دي او هیڅکله ئې هم پخپلو ژمنو عمل نه دی کړی ،جوبایډن  هم د ډونالډټرمپ په کرغیړنې لارې روان شوی دی .

ورځپاڼه په دوام کې لیکي،د یمن د انقلابیانو یوه انټرنیټي سایټ لیکلي دي، دسعودي ائيتلاف هرڅومره بدماشان  او داعشیان وګماري باید په یاد ئې وساتي چې مارب به ډير زر آزادوکړو .

د ایران دبرکت درمل جوړونکي شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،چې د کروناویروس خوریدونکو شرائطو ته  په پام سره او د روغتیائي چارو د وزارت دتشخیص په بڼه کې ډير زر،یعني د روانې میاشتې تر وروستیو پورې  دعمومي واکسینیشن لپاره ځان تیار کړي .

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار محمد باقري  روښانه کړې ده ،د وسلوال ځواک مانورې  د دښمنانو د شرمونکي ماتې لامل کیږي.

د افغانستان د ملی امنیت  شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، په افغانستان کې د سولې په اړه  له طالبانو ډلې سره د امریکا موافقې د دوي د هیواد لپاره هیح ډول سوله نه ده رامینځةکړې .

                دا هم د تهران ابرار ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي، د ایران داسلامی جمهوریت  دپوځ لوي درستیز روښانه کړې ده،د ایران دپارلیمان د مصوبې په اساس که د ایران په ضد بندیزونه ختم نشي نو  د ایران له خوا به د الحاقي پروټوکولونو  اجرا هم پاي ته ورسیږي .هغه په عین حال کې ټينګار کړی ،جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د بیرته ستنیدا لپاره دامریکا هڅه د ایران داسلامی جمهوریت د اقتدار او ملی وحدت او  قدرت ښودنه ده.

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني هم وئیلی دي،هاله ورسره خبرې  اترې کوو،چې درست بندیزونه لغوه کړي . له دې سره په یووخت د ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي  هم وئيلي دي ، د بندیزونو له لغوه کیدا پرته جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا بیرته ستنیدا هیڅ موضوعیّت نه لري .داپه داسې حال کې دي چې اروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست  دکمیشن  له خوا په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،د ایران د پخلا کیدا لپاره دغه هیواد ته د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د مشر رافایل ګروسي د سفر ، هلوځلو او اعلامیې ملاتړ کوي

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي،د ایران د روغتیائي چارو مرستیال  وزیر حریرچي وئيلي دي ،سږکال تر وروستیو پورې  به یعني د روانې میاشتې تر  وروستیو پورې به  په ایران کې څه دپاسه درې لکه  کسان د کروناویروس ضده واکسن پیچکاري کړي .

 د سورئې په الحصکه او دیرالزور ولایتونوکې ددغه هیواد پوځ او د مقاومتي چورلیز مبارزانو دتکفیری ترهه ګرو یوشمیر پټنځایونه او سرنګونه تباه کړي او ددوي زیات شمیر وسلې او تجهیزات او لسګونو کلوګرامه چاودیدونکي توکي  ئې هم ولجه کړي دي .

رای الیوم ورځپاڼې لیکلي دي،د تهران او واشنګټن ترمینځ د وساطت لپاره د عمان ځاي قطر ونیوۀ

د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي بیګا په یولړڅرګندونو کې  د داعشي تکفیریانو په ضد دپاکونکو  عملیاتو پر دوام په ټینګار سره وئيلي دي ،له دغه هیواده د جنایتکارو ترهه ګرو دجرړه ویستلو لپاره به دغه شان عملیات  دوام  ولري .

د  ترکیې ولسمشر  رجب طیب اردوغان   د پخلاکیدا په انداز سره په یوې نرمې لهجې کې  وئيلي دي ،د امریکا او ترکیې ترمینځ  له اختلافاتو څخه  د دواړو هیوادونو ګډې ګټې زیاتې دي  او باید د  انقرې او واشنګټن ملګرتیاوې  لاغوره او ښې شي .

 د لبنان په اقتصادي وضعیّت  په اعتراض کې په البقاع ولایت کې  دخلکو مظاهرې هماغه راز دوام لري .

د افغانستان دکابل پشمول په بیلابیلو سیمو کې په داسې حال کې د افغان امنیتی مامورانو او  وسلوالو طالبانو ترمینځ اخ وډب په زیاتیدا دی چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې له شوي موافقې سره سره  او د غه راز د بین الافغاني خبرواترو بندون ته له رسیدا سره په یووخت   د دغه هیواد خلک د امریکا په اشارو او لاسوهنې سره  له هرډول  خبرواترو نهیلی شوي دي.ډیری شناندی اوکارپوهان وائي ترڅو چې په جنګ ځپلي افغانستان کې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو پنجې ښخې وي ، دغه هیواد به هیڅکله هم امنیت اوآرامښت ونه ويني . 

             داهم د تهران چاپ قدس آنلاین ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش پرون په کابل کښې د ایران د اسلامي آزاد پوهنتون د غېر ايراني محصيلينو او نړيوالو چارو مرستيال علاء الدين بروجردي سره په کتنې کې له افغانستان سره د ایران د  آزاد پوهنتون د سائنسي او کلتوري  ملګرتياو  قدرونه  او ستاینه کړې  .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف په ډ اګه کړې ده ،دصهیونیسټ رژيم  لومړی وزیر دخپلو مالی فساد او جنایتونو په دلیل زندان ته د  دۀ دتلو  مخه نشي نیولی او ځیني ورڅخه تمه لري چې د سیمې امنیت او آرامښت به ټینګ کړي  چې یوه له منطق او عقله لیرې تمه ده .

په نړیوالو چارو کې د ایران د اسلامی شورا د  مشر ځانګړي سلاکار امیر عبداللهیان   وئيلي دي ،دبحرین  آل خلیفه رژيم  هماغه شان د دغه هیوادد انقلابی ولس  دسوله ایزو غوښتنوپه ځواب کې له ځپونکو او وحشي ډوله رودو استفاده کوي  چې  د بشري حقوقو اونړیوالو قوانینو او قواعدو ښکاره خلاف ورزي ده .

د  صهیونیسټ رژيم دجنګ وزیر بنی  ګانټس دې ته په اشارې سره چې  جامعه نړیواله ایټمي موافقه  د ایران د ایټمي پروګرام دپرمختګ  لامل شوي ، دایران ضده درستو کړیو ئې  له  هر ډول آوزاره د  ایران د پرمختګ د مخنیوي غوښتنه  کړې ده .

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدا... محب وايي، طالبان دې د ښوونځیو ورانولو لړۍ ودروي.

 د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي په یولړ څرګندون کې  امریکایانو ته سپارښتنه کړې ده ، هغه لینز دې چې تر نن پورې ئې ورڅخه  د ایران ملت ته کتل ، لیرې کړي ،څو حقیقت  او صداقت  او قدرت ورته په روښانه ډول ښکاره شي او بیا چرته تیروتنه ونه کړي.

*****************************

 اوس هم راګرځو ځينو هغونړیوالو  ورځپاڼو ته چې د  افغانستان په اړه ئې ځينی لیکنې کړي او له انټرنیټه مو راخستي دي  ، البته مونږ هڅه وکړه چې له انټرنیټه  د کابل چاپ ورځپاڼې ترلاسه کړو ،خو بریالي نه شوو باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل  دریځونه دي .

=       لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه  یوه لیکنه کړې چې سرلیک‌یې دی، "اوسنیو شرایطو ته په پام سره امریکا  کولای شي چې له افغانستانه خپل عسکر وباسي؟"

د ورځپاڼې په وینا د هغه څه له مخې چې د امریکا او طالبانو ترمینځ هوکړه کې لیکلي ،باید امریکا د مئ میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه خپل عسکر وباسي، خو تر اوسه د دې کار   لپاره هېڅ تضمین نه‌شته.

لاس انجلس ټایمز لیکلي ، نه امریکا، نه افغان حکومت او نه هم طالبانوډله په بشپړه توګه پر هغو ژمنو درېدلي چې په هوکړه کې شوې دي.

لیکنه زیاتوي، طالبانو ژمنه کړې وه چې تاوتریخوالی به کموي، خو کم کړی یې نه‌دی. افغان حکومت او طالبانو خپلو کې د سولې د رغنده خبرو ژمنه هم کړې وه، خو خبرې په ټپه ولاړې دي.

لیکنه کې وړاندې راغلي، دې مشکلاتو ته په پام، په امریکا کې د جو بایډن نوی  حکومت  په زړه نازړه حالاتو کې دی او نه‌پوهېږي ،څنګه هغه جګړه پای ته ورسوي چې د امریکا له درې ولسمشرانو څخه په میراث ورپاتې ده.

=    مېل انلاین په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي، د افغانستان د سولې د خبرو درېدل او په دې هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د دې سبب شوي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن  حکومت  پر هغې هوکړې چې کابوکال مخکې له طالبانو سره لاسلیک شوې، له سره غور وکړي.

د لیکنې په وینا، په دې شپوورځو کې د امریکا په حکومت کې بحث پر دې دی چې آیا د مئ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه د امریکائي عسکرو د ایستلو د ضرب‌الاجل عملي کول یو مثبت ګام دی او که نه؟

مېل انلاین د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنېت مک‌کنزي له قوله ویلي، د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو شرایط نه‌دي برابر شوي. جنرال مک‌کنزي پاکستان ته د سفر پر مهال، په الوتکه کې خبریالانو ته  ویلي، طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړې وه، خو دا کار یې نه‌دی کړی.