د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کړو ،هیله ده داستفادې وړ مووګرځي .
دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،د انسټیټیوټ اف واشنګټن څيړنیزې برخې مدیر پاتریک کلاؤسن ، چې د ایران د بندیزونو یو پلانونکی هم دی ،دې ته په اشارې سره چې ایران ، د اقتصادي پراختیا دبهیر په کچ کونې دی او ډ ډ يرو اقتصادي ډولوالو په لور حرکت کوي ،وئيلي دي ،په حقیقت کې دایران لازیات صادرات غیر تیلي محصولات دي ، دایران د حکومت زیاتره عائدات له تیلو نه تامینیږي او ایران په اقتصاد کې پخپلو پښو په دریدا دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دایران داسلامی شورا یو سل پنځه نوي استازو د ایف اې ټي ایف ادارې سره داړونده اقتصاد ي مصوبې په یوه خوله رد کړي او په یوې اعلامیې کې ئې د نظام د مصلحت پيژندونکي ټولنې ته په خطاب کې ټينګار کړی دی ، چې ایف اې ټي ایف دقواعدو منل په تیره بیا په سی ایف ټي او پالرمو کنونشن کې د غړیتوب منل ، په حقیقت کې د ایران داقتصاد مشروط کول او د امریکاد بندیزونو دپروپوزل بشپړونکي ټکي دي.
د ایران د صنعت ،معدن او تجارت د وزارت په اعلامیې کې وئيل شوي دي ، په ایران کې د کورنیو شیانو او لوازماتو تولید ، له اقتصادي بندیزه دمخکې پړاؤ په نسبت دبندیز په شپو ورځو کې د وه برابره زیات شوی دی .
د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو آل سعود رژيم ته په جدي ګواښ کې خبرداری ورکړی ، که د یمن تیلی پلیټ فارمونو په تیره بیا دمارب ولایت تیلی پلیټ فارم باندې بمباري وکړي ،نو دعربستان د آرامکو تیلی تاسیسات به له خاورو سره خاوې کړي .
د بحرین انقلابی ولس د آل خلیفه رژيم په بندونو کې له سیاسی بندیانو سره دپیوستون په خاطر عمومي مظاهرې کړي او یو ځل بیا ئې په ډاګه وئيلي دي، دخپلو حقه حقوقو او اصلاحاتو تر بشپړتیا پورې به خپلو سوله ایزو اعتراضونو او مظاهرو ته دوام ورکړي .
د امریکاترهه ګرو پوځیانو دسورئې د ولس دکرهڼيزو محصولاتو او سرچینو د غلا کولو په دوام کې د الحسکه ولایت له اوسیدونکو سره اړونده په غنمو بار ۴۵ ګاډي برمته کړل.
دا هم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي ،د روسیې خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د اروپائي لورو او ا یران ترمینځ په ورستیو اختلافاتو او ورسره د ایران داقتصادي امتیازونو په باب د روان بحران دحل کولو هڅو ته به دوام ورکړي . داپه داسې حال کې دي چې د امریکا دخارجه وزارت لوړپوړو چارواکو هم وئیلي دي له ایران سره د خبرواترو د چوکاټ او بڼې په باب سرزوري نه کوو ،خو دایران لوړپوړو اړونده چارواکو روښانه کړې ده ، چې د یواړخیزو اوغیر قانوني بندیزونو تر لغوه کیدا پورې به له امریکا سره دایټمي موضوع په سر خبرې ونه کړي . له دې سره په یووخت فرانس پریس خبري آژانس هم راپو رورکړی، اروپائي ټرائيکا به روانه اونۍ د ایران په ضد پریکړه لیک راي اخستنې ته وړاندې کړي ، چې دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم په ډ اګه وئيلي دي ،که دایران په ضد کوم پریکړه لیک تصویب شي ، نو د ایران په ځینو ایټمي تاسیساتو کې به دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس درستې کیمرې وتړل او غونډې کړي . د آسټریا د اروپائي او نړیوالو چارو د وزارت په اعلامیې کې هم راغلي دي ، دایران او ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د وروستۍ موافقې او همداراز د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د بشپړ ساتلو اوا جرا کولو ملاتړ ته دوام ورکوي .
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران عمومي قوماندان سردار حسین سلامي په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د دښمن برخلیک به تر ابده ناکامي وي .
په افغانستان کې د افغان ملی اردو او وسلوالو طالبانو ترمینځ په اخ وډب او بمي چاودنو کې په تیرو شواروز کې بیا د لسګونو عامو خلکو وینه بهول شوي ده حال دا چې په قطر کې د بین الافغاني خبرواترو دوهم پړاؤ د بندون له ترینګلتیاؤ سره مخ شوی او نور افغان ولس دامریکا او طالبانو ډلې ترمینځّ د سولې موافقې او همداراز د کابل دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې کیدونکي موافقې ته هیڅ امید نه لري او ورڅخه نهیلی شوی دی .
د روغتیائي چارو د نړیوالې ادارې په یوې وروستۍ اعلامیې کې د کرونائي ویروس د لاچټکې او مرګوني خوریدا په باب جدي خبرداری ورکړل شوی او وئیل شوي دي ، که په دې اړه روغتیائي پروټوکولونه په جدي توګه اجرا او رعایت نشي،نو راتلونکي مرحله ئې له زیاته مرګوني او خطرناکه کیدلی شي.
داهم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف په جنوبی کوریا کې د ایران تړل شوي پیسو د وضعیّت په باب وئيلي دي،له جنوبی کوریا څخه دا یران د پیسو بیرته ستنیدا میکانزم په سر د دواړو لورو ترمینځ سره موافقه شوې ده .
د نړیوالو چارو ډیری کارپوهان او شناندي وائي له الحاقي پروټوکول څخه د ایران وتل به نور د لویدیځوالو د جاسوسۍ او دلاس وهنې امکان له مینځه یوسي او د امریکایانو اواروپایانو لپاره د جاسوسۍ له لاس رسیو محرومیدل ډير د اندیښنې وړ وي او په همدې خاطر ده چې له الحاقي پروټوکولونو او این پي ټي څخه دایران په وتلو او د ایران دپارلیماني مصوّبو په اجرا ډير سخت ویریږي او ورڅخه وحشت زده شوي دي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په یوه ټولنیز پیغام کې وئيلي دي ،بلاخره به زر یا په ځنډ سره امریکا مجبوره شي ، بیرته جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته وګرځي او د ایران په ضد یو اړخیز او غیر قانوني بندیزونه لغوه کړي ،ځکه له دې پرته بله هیڅ لار ورسره نشته .
په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې سفیر او دایمي استازي
ټينګار کړی ،د ایټمی انرژۍ په نړیوال آژانس کې د ایران په ضد دنیوکه کونکي پریکړه لیک د وړاندې کولو لپاره د اروپائي ټرائيکا فیصله د نړیوالې ایټمي موافقې داحیاء لرلید کمزوری کوي او په دغه کار به ډير زر پښمانه شي او نور به ورڅخه وخت تیر شوی وي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده وئيلي دي ،د افغانستان د بحرانونو اوترینګلتیاؤ پریکنده حل الره سیاسی ده پر دې اساس درستې افغان ډلې ټپلې دې هراړخیزو خپل مینځیو خبرواترو پر میز کیښني او پخپلو د ریځونو کې دې له خپلې خوا د خپل ولس په خاطر نرمښت وښئ .
د سورئې په دیرالزور او الحسکه ولایتونو کې د دغه هیواد پوځ او د مقاومتي چورلیز ځواک د تکفیری ترهه ګرو یو لوجسټیکي کاروان مخه نیولې او د دوي په تجهیزاتو او مهماتو بار په لسګونو ګاړي ئې تباه او یو شمیر ترهه ګر هم ژوندي نیولي دي .
په پاکستان کې د مشرانو جرګې د مینځ پړاوه انتخاباتو دنګل نن په داسې حال کې ترسره شوی چې وئيل کیږي واکمن او اپوزیشن ګوندونو پر یوه بل د رشوتونو او او دقانون دخلاف ورزیو ادعاګانې کړي دي .
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې د غه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
دکابل چاپ مسیر ورځپاڼې په خپله سرليکنه کې له پخواني جهادي مشرعبدالرب رسول سیاف او عبدالرشید دوستم سره د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کتنې په باب لیکنې کړي دي .
ورځپاڼې لیکلي دي ، د زلمي خلیلزاد او دوستم د لیدنې پر مهال خلیلزاد په لوړه کچه د یوې غونډې د جوړېدو په اړه هم خبرې کړي او ویل شوي چې دا غونډه به د سولې پروسې له بریالیتوب سره مرسته وکړي.
ورځپاڼې پوښتنه کړې چې دا به څه ډول غونډه وي؟ خو وړاندې ئې لیکلي دي ، که څه هم په بین الافغاني خبرو کې ډېر او مهم مسایل شته او په لنډ وخت کې یې حل کول هم ستونزمن دي، خو ویل کېږي چې امریکا له وړاندې د افغانستان د سولې لپاره یو پلان جوړ کړی او په دې لویه غونډه کې به ئې له ګډونوالو سره شریکه شي.
د ليکوال په وینا، ښائي د سولې په طرحه کې څه واړه بدلونونه راشي، خو ښکېل اړخونه به اړ ایستل شي څو پرې توافق وکړي چې په خبره یې دا به د ۲۰۰۱میلادي کال په څېر وي چې څه ډول په بُن غونډه کې امریکا هر څه رهبري کول، دا ځل به په لږ توپیر بیا هم هماغسې کار کوي.
خو لیکوال ټینګار کوي اړتیا ده چې ټول افغان سیاسي مشران را ټول شي او د سولې لپاره پر یو پراخ، جامع او هر اړخیز تړون سره یوه خوله شي.
= سرخط ورځپاڼې هم کابل ته د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سفر ته په اشارې سره لیکلي، خلیلزاد بيا د سفر موزې په پښو کړي، کابل کې ئې کتنې پیل کړي او ټاکل شوې چې له دې ځايه قطر ته لاړ شي او هلته به د سولې د پروسې له دواړو لورو سره تر خبرو وروسته د سيمې پر هېوادونو وګرځي.
وړاندې راغلي چې خلیلزاد د يوه داسې هېواد لپاره چې پېړۍ يې په جرګو او مرکو کې تېر کړي، د سولې او روغې جوړې داسې پروسه پيل کړه چې په هېڅ ډول د دې وطن او خلکو له مزاج سره اړخ نه لګوي.
لیکوال دغه پروسه ګونګه بللې او لیکلي ئې دي ، اوس دا پروسه داسې حد ته رسیدلې چې خلیلزاد خپله هم ورباندې نه پوهېږي او نه يې له بده مرغه رانغاړلای او ټولولای شي.
وړاندې ليکل شوي، دغه پروسه چې يوه مياشت په ټپه ولاړه وه اوس به وکتل شي چې د خلیلزاد بیا ځلې هڅې څه نتیجه ورکوي.
= هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې د جوبايډن په مشرۍ د امريکا نوي حکومت د افغان سولې لپاره نوې هڅې پيل کړي او غواړي چې د خبرو له لارې د جګړې د حل کوښښونو ته لومړيتوب ورکړي.
وړاندې راغلي چې د سولې هڅې به دا ځل توپیر ولري د وخت ضايع کول او يا هم داسې امتياز منل چې له امله يې ترهګرۍ ته ګټه رسېږي او يا هم د جګړې ډګر کې د طالبانو په ګټه وي، له داسې څه به ډډه وشي.
د لیکوال په اند اوس طالبان او د هغوی تر شا ولاړ لوري تر دباؤ لاندې دي چې له پاکستان سره د ترهګرۍ د ملاتړ له امله حساب او کتاب او بيا هم په خړ لېست کې د پاکستان پاتې کېدل له هغو مسایلو دي چې امريکا هڅه کوي،په دې برخو کې امتياز چا ته ورنه کړي.
لیکوال هیله ښودلې چې افغانان د سولې لپاره د هرې هڅې هرکلی کوي او په تمه دي چې دا ځل د سولې لپاره هڅې بريالۍ شي او د افغانستان او سيمې او په ټوله کې د نړۍ په ګټه په افغانستان کې دايمي سوله، امنيت او ثبات حاکم شي.