د برجام د ګډ کمېشن غونډه به نن په ويانا کښې دوام ومومي
Apr 09, 2021 07:20 Asia/Kabul
اروپائي اتحاديې پرون د يوې بيانيې په جاري کولو سره وويل چې برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن راتلونکې غونډه به د جمعې په ورځ د اپرېل په نهمه په حضوري توګه دوام پېدا کړي.
د اېرنا د رپوټ له مخې په دغه بيانيه کښې راغلي دي چې دغه غونډه د ايران او څلور جمع يو ډلې د خارجه وزارتونو د سياسي مرستيالانو او مديرانو په سطح جوړيږي.
د دغې غونډې مشر به د اروپائي اتحاديې د بهرني اقدام د سروس د مشر مرستيال انريکه مورا په غاړه ولري.