ورځپاڼو ته کتنه ۲۸-۱-۰۰
(last modified Sat, 17 Apr 2021 09:38:20 GMT )
Apr 17, 2021 14:08 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۸-۱-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو ځينو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:

وړومبې هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه چې په خپله اول مخ کښې يې وليکل: په ويانا کښې د ايراني پلاوي او څلور جمع يو ډلې صلاح مشورې روانې دي. ورځپاڼه زياتوي په ويانا کښې د ايراني پلاوي او څلور جمع يو ډلې (جرمني، فرانسې، برطانيې، چين ، روسيې) او اروپائي اتحاديې صلاح مشورې روانې دي او ټاکل شوې ده د لورو ترمېنځ په مختلفو سطحو کښې فني خبرې اترې په يو اړخيز او څو اړخيز صورت کښې دوام پېدا کړي.

ورځپاڼې په يو بل  خبر کښې وليکل:  د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په ایران کښې د يوکراینې الوتکې  د نسکورېدو په اړه د دې هیواد د ملي امنیت د شورا د عمومي سېکتر ادعاوې ناسمي وبللې.

د يوکراین د ملي امنیت د شوراسېکتر په دې وروستیو کې ادعا کړې چي د دې هیواد الوتکه په ایران کې په قصدي توګه په نښه شوې ده چي یاده ادعا په زغرده د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له لوري ناسمه بلل شوې ده.

--------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا د ايران د ايټمي انرجۍ د ادارې د مشر له قوله وليکل: د يورانيمو د شپېتۀ فيصدو پخولو په حال کښې يوو.

ډاکټر علي اکبر صالحي وويل: د تېرې چارشنبې په ورځ مو د يورانيمو د شپېتۀ فيصده پخولو د شروع کولو حکم ورکړ او د زيارت په ورځ مو شپېته فيصده توليد ترلاسه کړ او اوس تقريبا په هره ګېنټه کښې نهه ګرامه توليدوو.

هغه زياته کړه له شپېتو فيصدو سره سره د شل فيصدو پخولو کار هم روان دے چې ډېر ستر کار مو شروع کړے دے چې په د ايټمي انرجۍ په  ادره کښې ملګري لګيا دي ترسره کوي يې.

ورځپاڼې د بهرنيو خبرونو په برخه کښې وليکل: روسيې هم په ځواب کښې په امريکې نوي بنديزونه ولګول. ورځپاڼې د روسيې سرچينو له قوله وليکل: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئ لاوروف اعلان وکړ چي ماسکو به د امریکې په ۸ چارواکو باندې بندیزونه ولګوي او ۱۰ تنه امریکایي ډیپلوماټان هم له روسیې څخه وباسي.

سرګئي لاوروف اعلان وکړ چي ماسکو د امریکې د وروستیو ناسمو اقداماتو او بندیزونو په غبرګون کښې دا قدم پورته کړے دے.

----------

د تهران يوې بلې کېهان نومې ورځپاڼې وليکل: په مارب کښې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو پرمختګ روان دے.

ورځپاڼه زياتوي د يمن فوځي او ولسي ځواکونو پرون په ختيځې سيمې صراوح کښې د يمن د مستعفي حکومت د مشر عبد ربه منصور هادي له ځواکونو سره د سختې نښتې ترڅنګه وکړې شول ځانونه له دوو محورو څخه د مارب ښار په لويديځ کښې د صحن الجن فوجي اډې ته نزدې کړي چې په دغه نښته کښې په لسګونو سعودي ګواډګي ځواکونه په هلاکت ورسېدل.د دغه رپوټ له مخې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو همدارنګ له سختو نښتو وروسته د مارب د بند د سمندرګي په خواوشا پراخو سيمو تسلط پېدا کړ.

ورځپاڼې همدارنګ په يو بل خبر کښې وليکل: د صهیونېسټ رژیم فوځیانو په قدس شريف کښې په نمونځګزارو حمله وکړه.

خبر زياتوي: د صهونیستي رژیم وحشي فوځیانو په قدس شریف کې د نمانځه په مهال برید وکړ چي له امله یې ځینې نمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.فلسطیني مسلمانان چي د تراویح لپاره مسجد الاقصي ته تللي وو له جومات څخه د وتلو په مهال د صهیونیسټ رژیم د فوځیانو له برید سره مخ شول چی له امله ۶ فلسطیني وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

-------

اوس به د پاکستان ورځپاڼو ته لاس کړوو  چې په سر کښې د راولپنډۍ جنګ ورځپاڼه راخلوو. دغې ورځپاڼې په خپل اول مخ کښې وليکل د پاکستان حکومت په کابينه کښې بيا ستر ردوبدل راوستۀ.

د ورځپاڼې د خبر له مخې شوکت ترين د خزانې وزير، شبلي فراز د سائنس او ټېکنالوجۍ وزير، خسرو بختيار د صنعت او پېداوار وزير ، عمر ايوب د اقتصادي چارو وزير او حماد اظهر د انرجۍ وزير مقر کړے شول.

ورځپاڼې د پاکستان د کورنيو چارو د وزير شېخ رشيد له قوله وليکل: د دغه هېواد غېر قانوني اعلان شوې ډلې تحريک لبيک خلقو ته د احتجاج اپيل وکړ خو چا هم ونه منۀ او له کورونو څوک بهر راونه وتل. هغه وويل په هېواد کښې تاوتريخوالي او تشدد پېدا کونکي عناصر ناکام شول.

ورځپاڼې د خپلو بهرنيو خبرونو په برخه کښې وليکل: د هند تر کنټرول لاندې کشمير کښې هړتال او مظاهرې اوشوې ، د هندي ځواکونو په لاسو يوه مېرمن ووژل شوه.

ورځپاڼې د امريکائي سرچينو له قوله وليکل: امريکي استخباراتي ادارې رپوټ ورکړ چې کېدې شي هند په پاکستان باندې د تاوتریخوالي د تور په لګولو سره په دغه حمله وکړي.

--------

د خېبر پښتونخوا پېښور چاپ ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د پاکستان حکومت يو ځل بيا قبله اياز د اسلامي نظرياتي کونسل مشر وټاکۀ. د دغه هېواد ولسمشر ډاکټر عارف علوي په يو حکم کښې همدارنګ د دغه کونسل په ممبرانو  کښې د ډاکټر عمير محمود صديقي، محمد حسن حسيب الرحمان، علامه محمد حسين اکبر، ضياء ا... شاه بخاري، پیر ابوالحسن محمد شاه، پيرزاده جنېد امين، حميدالحق حقاني، مفتي محمد زبېر، سيد محمد حبيب عرفاني او مولانا نسيم احمد نومونه اعلان کړل.

--------

او اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼې.

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو مقالو کې تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو د وتلو او د استانبول د جوړېدونکې ناستې پر څرنګوالي لیکنې او تبصرې کړي دي.

هشت صبح ورخپاڼې له افغانستانه د بهريو ځواکونو د وتلو او په دغه هېواد کښې د اندېښنو لامل د سولې مذاکراتو مبهم وضعیت، تازه سیاسي حالات او د طالبانو له لوري د ممکنه تاوتریخوالي زیاتوالی ښودلی.

ليکوال وړاندې یادونه کړې چې امریکايي او د ناټو ځواکونه مادام العمر نه شي کولای په افغانستان کې د پولیسو دنده مخ ته یوسي، دوی خپلو ګټو ته په کتو له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

------

ملي ارمان لیکلي، طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو وروستۍ نېټه د دوحې له تړون سرغړونه وبلله او ممکن دوی د استانبول په غونډه کې چې ټاکل شوې د اپرېل په ۲۴ مه جوړه شي ګډون ونه کړي.

د لیکوال په باور طالبان لا هم په دې فکر کې دي چې په عام او تام ډول به واک ته ورسېږي او د دوی په اصطلاح اسلامي امارت به بېرته قائم کړي.

په سرمقاله کې راغلي، طالبانو دا مهال د استانبول غونډه تحریم کړې او غونډه کې د ګډون لپاره د خپلو ۷ طالب بندیانو په خلاصون او له تور لېسته د خپلو مشرانو د نومونو د ایستو په شرط ټینګار کوي.

----------

وېسا لیکلي، د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې له افغانستانه خپل سرتیري د مې میاشتې په لومړۍ نیټه نه باسي.

 

په سرمقاله کې راغلي، کله چې ډموکراټان واک ته ورسېدل سپینې ماڼۍ وویل، له طالبانو سره تړون له سره ارزوي، د جوبایډن د تېرې چهارشنبې وینا په واقعیت کې د دوحې تړون د بیا ارزونې د نتایجو اعلانول و.

 

د لیکوال په اند امریکایانو په دې توګه له یوې خوا رسماً له طالبانو سره د دوحې تړون نقض کړ، خو له بلې خوا یې اعلان وکړ چې پرته له کوم شرطه خپل عسکر له افغانستانه باسي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په مخامخ خبرو کې ولسمشرغني ته ویلي چې د طالبانو نور ۷۰۰۰ بندیان خوشې کړي او له تور لېسته د دوی د مشرانو د نومونو د ایستلو برخه کې ورسره همکاري وکړي.

-----------

هېواد ورځپاڼې وليکل افغان ځواکونه ۹۶ سلنه عملیات په خپلواکه توګه ترسره کوي.

 د ملی امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وایی: دا مهال افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه ۹۶ سلنه عملیات په خپلواکه توګه ترسره کوی. اندړ دا خبره له افغانستانه د امریکایی او ناټو ځواکونو د وتلو د نېټې له اعلام وروسته کړې او وایی، چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع وړتیا لری. اندړ په يو ټوېټ کښې وليکل: (( موږ د تروریزم پر ضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې یو او د دې خاورې او خلکو دفاع زموږ موقتی مسولیت نه، بلکې دایمی مکلفیت دی.)) ده، خو په وینا یې، چې هېڅ ترهګریز فعالیت ته به اجازه ورنه کړی او د افغانستان په ګډون د نړۍ په هر ګوټ کې د هر ډول احتمالی ترهګریز ګواښ پر وړاندې اقدام کولی شی.

-------

مسير ورځپاڼې بیا وليکل: افغان ځواکونو په نیمروز کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.

د ورځپاڼې له مخې د افغانستان ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کښې افغان ځواکونو د طالبانو یو زندان مات کړی دی او ۲۰ بندي سرتېري یې له دې زندان خوشي کړي دي. په دې کې ۱۷ کسه د ملي اردو سرتېري او درې کسه یې د ملي پولیسو غړي دي. ملي دفاع وزارت دغه راز وايي چې د طالبانو د زندانونو ماتولو لړۍ ته ادامه ورکوي او هڅه کوي له دغه ډلې سره بندي افغان سرتېري او عام وګړي راخوشي کړي.

---------

 

ټیګونه