د مولای متقیان امام علي علیه السلام د شهادت تسلیت ومنئ
د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا د وړومبي معصوم امام حضرت علي علیه السلام د شهادت په غم ویرجن دی
د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا د وړومبي معصوم امام حضرت علي علیه السلام د شهادت په غم ویرجن دی
د عصمت او طهارت د اهل بیتو د کورنۍ عاشقان د ایران په شان په ټولې نړۍ کښې د وړومبني امام حضرت علي علیه السلام د شهادت په کلیزې په ماتم خانو، جوماتونو او نورو مذهبي ځایونو کښې د ویر او ماتم مراسم ترسره کوي.
بیګا هم د ایران د اسلامي جمهوریت خلکو د امام علي علیه السلام د شهادت په شپې چې د قدر شپه هم وه، عزادارۍ وکړې.
د ۴۰ هجري قمري کال د رمضان المبارک د میاشتې د نولسمې نیټې د سهار په لمانځه کښې د خوارجو له ډلې څخه ابن ملجم مرادي په امام علي علیه السلام باندې د زهرجنې تورې ګوذار وکړ چې د هغوي سر مبارک یې سخت زخمي کړ او دوه ورځې وروسته یعنې د په یوویشتمه روژه شهید شو.
مونږ هم ستاسو ټولو مسلمانانو د روژو او عبادتونو د قبلیدو په دعا سره، د نړۍ د عدالت غواړو د مخکښ او د شیعیانو د وړومبني امام حضرت علي علیه السلام د شهادت تسلیت وایو.