سيد حسن نصرالله:
صهيونېسټ رژيم مستقبل نه لري او د نابودۍ په حال کښې دے
د لبنان د حزب الله مشر تاکيد وکړ، صهيونېسټ رژيم پوهيږي چې برخليک يې نابودي او تباهي ده او دا د مقاومت محور دے چې د سيمې مستقبل به ټاکي.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې سيد حسن نصرا... پرون د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د الميادين ټي وي چېنل په «المنبر الموحد» پروګرام کښې په خپله وېنا کښې وويل: پکار دے په صادقانه او شجاعانه توګه د فلسطين د آرمان په وړاندې خپل دريځ اعلان کړوو.
حسن نصرالله په دې اړه د ځينو خبره چې فلسطينيانو له خپل ارمان او ټاټوبي څخه لاس اخېستے دے يو بهتان وبلۀ او زياته يې کړه، د نابلس ښار په جنوب کښې وروستيو پېښو په ښه ډول وښودله چې د فلسطين خلق په خپلو حقوقو پابند دي، په تېره بيا ځوان فلسطين نسل چې د په هر ډول حالاتو کښې د پرېکنده کاميابۍ په لور روان دي.
هغه د دې په بيانولو سره چې د مقاومت محور پکار دے خپل يووالے او قوت زيات کړي چې د تل په شان او په هرډول حالاتو کښې د فلسطيني ملت او د فلسطين د ارمان ترڅنګه ټينګ اودريږي، واضحه کړه، له اسرائيلوسره د ځينو عربو هېوادونو سازباز د دې سبب شو چې د مقاومت غږ له مضبوط او زمونږ ذمه واري لا درنه شي.
د حزب الله مشر همدارنګ واضحه کړه چې د ټرمپ او په سيمه کښې د هغه د عاملانو د دورې ختمېدل او د پېړۍد معاملې د منصوبې زوال او په خپلې ماتې د دښمنانو اعتراف ځينې هغه عوامل دي چې ښودنه کوي