د فلسطین دمقاومت او انتفاضې شُغلې به غلی نه شي
د حضرت امام خمینی په تدبیر او پوهې سره ، فلسطین موضوع په هغه لور روانه شوې ، څو د خپلو اربابانو په څير د سیمې د سرکش او یاغي رژيم ټغر ټول شي .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو مطبوعاتی دفتر بیګا د قدس دنړیوالې ورځې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه ورځ له فلسطینه په ملاتړ کې د اسلامی نړۍ دوحدت یوه ځلا بللې او روښانه ئې کړې ده ، دفلسطین دملت انتفاضه او مقاومت به غلی نه شي .
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، د اسلامی انقلاب دبنسټګر حضرت امام خمیني له خوا دقدس د نړیوالې ورځې د نومولو او د فلسطین د نجات دنظرئې د وړاندې کولو څه دپاسه د ارواښاد لارښود دسټراټژیک او حکیمانه اقدام څه دپاسه څلور لسیزې تیریږي ، چې د فلسطین دملت په چغې کې ئې تانده او مقاومتي روحیه اچولې چې اوس ئې د ځان ددفاع لپاره فلسطینیانو په لاس کې له کاڼو سره سره غاښ ماتونکي وسله هم په لاس کړې ده .
همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ هم د قدس دنړیوالې ورځې په مناسبت پخپلې اعلامیې کې ټينګار کړی ،فلسطین داسلامی نړۍ او دنړۍ دآزادي غواړو ملتونو په یوې جدي غوښتنې او د ورځې په موضوع بدل شوی دی .
په دغې اعلامیې کې هم راغلي دي د حضرت امام خمینی په تدبیر او پوهې سره ، فلسطین موضوع په هغه لور روانه شوې ، څو د خپلو اربابانو په څير د سیمې د سرکش او یاغي رژيم ټغر ټول شي .
په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوي ، داسلامی انقلاب دمعظم لارښود دفرمایش په اساس چې فرمائيلی ئې دي ،فلسطین له بحر تر نهر پورې دی او د فلسطین برخلیک به د فلسطیني ټاټوبي ددرستو خلکو په لاس وټاکل شي او وحشي او جنایتکار رژيم نامه به د نړۍ له مخه ورکه شي .