ننګرهار کښې د داعش ترهه ګرې ډلې دوه مهم غړي ونیول شول
(last modified Thu, 17 Jun 2021 09:54:06 GMT )
Jun 17, 2021 14:24 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې د داعش ترهه ګرې ډلې دوه مهم غړي ونیول شول

د جلال آباد د ملي امنيت ادارې په ننګرهار کښې د داعش د دوو مهمو غړيو د نيول کېدو خبر ورکړ.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په دغه ښار کښې د ملي امنیت ادارې اړوند ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کښې ویلي چې دغو ځواکونو تیره شپه د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند  د یولسمې ویالې په سیمه کښې دوه ځل د شپې عملیات ترسره کړي چې پکې د خبر پاڼې له قوله د داعش تکفيري ډلې دوه مهم غړي عبدالقیوم او عبداالوارث نیول شوي دي.

 په خبر پاڼه کې راغلي چې نیول شویو کسانو د دغې ډلې لپاره د هدفي وژنو او ترهګریزو فعالیتونو لپاره د زمینې برابرولو مسولیت په غاړه درلود په خبر پاڼه کې راغلي چې له دغو کسانو سره دوه نور شکمن کسان هم نیول شوي او وسله او نور شواهد او مدارک هم دامنیتی ځواکونولاسته ورغلي دي په خبر پاڼه کې د امنیتی ځواکونو او ملکی وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دی ویل شوي

 

ټیګونه