Mar 11, 2022 15:58 Asia/Kabul
  • په تېرو شپږو مياشتو کښې تقريباً پينځه نيم لکه کډوال افغانستان ته ستانۀ شول

طالب چارواکي په تېرو شپږو مياشتو کښې د تقريباً پينځه نيم لکو افغان کډوالو خپل وطن د ستنېدو خبر ورکړ.

د افغانستان د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې په دغه هېواد کښې د طالبانو د موقته حکومت د کډوالو د چارو د وزارت مرستيال محمدارسلاح خروټي نن وويل: دغه هېواد ته د کډوالو ستنېدل دوام لري.

هغه زياته کړه د طالبانو موقته حکومت د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره کوشش کوي. د يادونې ده چې په ميلينونو افغان وکړي د امريکې د شل کلنې قبضې په نتيجه کښې رامنځته شویو جنګونو او اقتصادي بدو حالاتو په وجه له وطنه کډه په سر شوي دي.

 

ټیګونه