په شانګهاي تړون کښې د ایران دائمي غړیتوب او متقابلې ګټې
(last modified Mon, 20 Sep 2021 09:22:10 GMT )
Sep 20, 2021 13:52 Asia/Kabul
  • په شانګهاي تړون کښې د ایران دائمي غړیتوب او متقابلې ګټې

د ایران اسلامي جمهوریت د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي د میاشتې په شپږویشتمه نیټه (د ستمبر په اوولسمه) د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کښې د شانګهاي د ملګرتیا سازمان په یوویشتمې سرمشریزې کښې د دغه تړون دائمي غړیتوب ترلاسه کړ.

د شانګهايي د ملګرتیا سازمان اتو اصلي غړو له څارونکي غړي څخه د ایران د اسلامي جمهوریت په دائمي غړي باندې د بدلیدو په هکله خپل موافق نظر اعلان کړ او ورپورې اړونده اسناد یې لاسلیک کړل. د ازبکستان، تاجکستان، پاکستان، چین، روسیه، قزاقستان، قرقیزستان او هندوستان هیوادونو هیله وښودله چې په نړۍ کښې د ایران اقتدار ته په پام سره په نړیوالو ټولنو کښې د دغه سازمان د نوښت عمل زیات شي.

په دې لړ کښې په روسیې کښې د ایران پخواني سفیر او د نړیوالو چارو کارپوه محمود رضا سجادي وویل: د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله د لویدیځ زیاته غوښتنو ته نه دی تسلیم شوی او حتی د سلطې د نظام په تپلي چوکاټ کښې یې تګ هم نه دی کړی. ایران په نړیوالو ټولنو کښې تل د مظلوم پره کړې او سلطه یې نه ده منلې او د ایران دا کړنلاره د شنګهاي تړون لپاره یو ستر اعتبار دی.

د شانګهاي په ملګرتیا سازمان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په دائمي غړیتوب سره د دغه سازمان سیاسي او اقتصادي وزن هم د پام وړ زیاتوالی موندلی دی. ایران ډیر ځوان نفوس او ماهر او متخصص انساني ځواک، پریمانه اقتصادي سرچینې، تخنیکي انجنیئري پرمختګونه او د منلو وړ ځايي ټیکنالوجي لري او د مینځني ختیځ بازارونو ته د شانګهاي رسیدل اسانوي.

د شانګهای د نړیوالو څیړنو د مرکز غړي ډاکټر جیم په دې هکله وايي: د امریکې متحد هیوادونه هڅه کوي چې د شانګهای د ملګرتیا سازمان غړيتوب ترلاسه کړي او دا د دغه سازمان د وزن او ارزښت نښه ده. د شانګهای په تړن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په دائمي غړیتوب سره دغه وزن لا دروند شوی دی. له بلې خوا اسلامي ایران هم له دغه غړیتوبه ډیره ګټه ترلاسه کوي او په تیره بیا د ایران خلاف  د لویدیځ بندیزونه به بې اغیزې شي. ځکه چې دا د ټولو لورو په ګټه ملګرتیا ده او د سلطې ضده نظام لاپياوړی او لا یوموټی کوي.

امریکې په دې کلونو کښې ډیر کوشش وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت یوازې کړي خو نتیجه یې داسې نه شوه. دغه دښمنۍ د ایراني ولس په کم سارې اودریدنې او د انقلاب له آرمانونو په ملاتړ سره سبب شوه چې دغه ټولې بدغوښتنې اپوټه نتیجه ورکړي او د نړۍ هیوادونه د ایران سیمه ایز او نړیوال موقعیت ته په پام سره له تهران سره د ملګرتیاؤ د زیاتولو غوښتونکي شي. د شانګهای د ملګرتیا په تړون کښې د ایران دائمي غړیتوب د دغو حقایقو او په نړیوال ډګر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بریاؤ یوه نمونه ده.

ډاکټر جیم زیاتوي: ایران د شانګهای د ملګرتیا په سازمان کښې په دائمي غړیتوب سره خپل یو هدف ته رسیږي او هغه دا چې شانګهای د تهران د حق غوښتنې او آزادي غوښتنې د غږ د رسولو لپاره د ایران یو ارتباطي کانال او په نړۍ کښې د ایران د پياوړي دریځ د انعکاس لپاره یوه وسیله ګرځي او قدرت او نفوذ یې زیاتیږي. په دغه دائمي غړیتوب سره د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتصاد د پراختیا پروګرام هم ګړندی کیږي او بازارونو ته یې رسیږي.                   

په سیمه او نړۍ کښې ملګري جوړول د سیمه ایزو اتحادیو او سازمانونو د جوړولو له اهدافو څخه دي چې له امنیتي او اقتصادي ګواښونو سره په مقابله کښې وتوانیږي په ملګرتیاؤ او مرستو سره د خپل اقتصادي او سیاسي امنیت او خپلواکۍ دفاع وکړي. امنیت د شانګهای د ملګرتیا سازمان د جوړیدو یوه مولفه ده چې پراخ اړخونه لري. د شانګهای د ملګرتیا تړون هم په هم دې موخه جوړ شوی دی. او اوس په کښې د ایران په دائمي غړیتوب سره د شانګهای د فعالیت ساحه د ایران له ګاونډیو هیوادونو سره هم په ټولو اړخونو کښې پراخه شوې ده.

په هم دې حال کښې په ماسکو کښې د ایران پیژندنې د څیړنیز مرکز مدیر ډاکټر صفراف وايي: شانګهای یو امنیتي ته نزدې سازمان دی چې وړومبې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره جوړ شوی دی. ایران هم په سیمه او نړۍ کښې د امنیت او ثبات د ټینګولو لپاره ښه رول لوبولی دی او دا په ایران کښې د ملي ویاړ لامل ګرځیدلی دی. ځکه نو د شانګهای په ملګرتیا سازمان کښې د ایران دائمي غړیتوب نیک فال ګڼو. په اقتصادي اړخونو کښې هم د شانګهای په ملګرتیا تړون کښې د ایران په دائمي غړیتوب او د اقتصادي راکړو ورکړو په پراختیا سره، لګښتونه او د شیانو بیې، اقتصادي تړونونو ته په پام سره کمیږي او د شانګهای بازار رقابتي او سیالیز کوي. په سیمه کښې تجارت رونق مومي چې د شانګهای د ټولو غړو او د ایران لپاره هیله مندونکی دی.

د شانګهای په ملګرتیا سازمان کښې د ایران دایمي غړیتوب په اورآسیا کښې د ایران د صادراتو د زیاتیدو لامل هم ګرځي د دې په ترڅ کښې چې د دې مهمې سیمې هیوادونه د ایران تولیداتو ته اړتیا لري او ایران هم د شانګهای سازمان له لارې دغه بازار ته په اسانه رسیدی شي.

په هندوستان او جرمني کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پخواني سفیر او د نړیوالو مسائلو کاروپوه شیخ عطار هم په دې هکله وویل: د شانګهای سازمان د نړۍ څه باندې ۲۵ فیصده GMP په واک کښې لري او دا د دغه سازمان او د  ایران د اسلامي جمهوریت لپاره یو ښه امتیاز دی چې دغه اندازه زیاته کړي.

ډاکټر صفر اف هم په دې هکله وايي: د اورآسیا سیمې هیوادونه د ایران تولیداتو او محصولاتو ته ضرورت لري او ډیر خوشاله دي چې له ایران سره پراخې راکړې ورکړې لري. ځکه چې په دې وروستیو کلونو کښې زرګونه روسي شرکتونه دیوالیه شول او د روسیې خلاف د لویدیځ په بندیزونو سره، لویدیځو شرکتونو ورسره ملګرتیا پریښودله چې د دغه کار تاوان ډیر دروند او یوه ترخه تجربه وه.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د شنګهای د ملګرتیا په سازمان کښې په خپلې وینا کښې، په دغه تړون کښې د ایران د دائمي غړیتوب په وجه له غړو څخه د مننې په ترڅ کښې وویل: د شنګهاي د ملګرتیا سازمان به خپلې مخ په وړاندې لارې ته چې توانیدلی په ډیره لنډه موده کښې غوره سیمه ایز او نړیوال موقعیت ترالسه کړي، دوام ورکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین هم د شانګهاي تړون په سرمشریزه کښې وویل: د شانګهاي په ملګرتیا سازمان کښې د ایران شاملیدل د دغه سازمان اقتدار زیاتوي.

په یوه جمع بندۍ کښې باید وویل چې اوس لویدیځ د ایران د اسلامي جمهوریت په سیمه ایز موقعیت او ارزښت باندې ښه پوه شوی دی او دې نتیجې ته رسیدلی دی چې له ایران پرته، سیمه ایز امنیت امکان نه لري او د شانګهای د ملګرتیا سازمان هم په دغه تړون کښې د ایران د دائمي غړیتوب د سند په لاسلیکولو سره په شانګهاي کښې د ایران د نه شاملیدو لپاره د لویدیځ ټول پلانونه باطل کړل او د ځان لپاره یې په سیمې او نړۍ کښې یو مهم موقعیت ترلاسه کړ. یو داسې موقعیت چې د شانګهای نړیوال قدرت به هم زیات کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه