پوخ بنسټه اقتصاد(13)
ګرانو او محترمو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره په ايران کښې پوخ بنسټه اقتصاد نومې لړۍ له يو بل پروګرام سره زۀ او زۀ ستاسو په خدمت کښې حاضر شوي يوو.
ګلونو ملګرو په تېرو پروګرامونو کښې په ايران کښې د څو پوخ بنسټه شرکتونو له فعاليتونو سره آشنا شوو. په دې پروګرام کښې غواړوو له دوو نورو پوخ بنسټو شرکتونو يعنې "دانش تجهيز فرزانه" او "اميدان منظومه گسترش اطلاعات " نومې شرکتونو په اړه له تاسو سره وغږيږوو نو هيله کوو چې د پروګرام تر آخره پورې له مونږ سره مل اوسئ.
" دانش تجهیز فرزانه" شرکت په لېبارټرۍ کښې د شبيهجوړونو د صنعت د ساتنې او ودې لپاره په 1391 کال فعاليت شروع کړ. د شرکت ترټولو مهم فعاليتونه او خدمتونه د حقيقي او مجازي لېبارټريو او سامانونو پلانول او جوړول او له ورځيني سائنس او ټېکنالوجۍ سره څنګ تر څنګه او يو قدم صنعتي زدکړو د سامانونو پلانول او جوړول دي. دغه شرکت په (2017) کال کښې د ۲ ډوله يو توليدي پوخ بنسټه شرکت په توګه په دې زمينه کښې د خپل فعاليت اجازتليک ترلاسه کړ.
دانش تجهيز فرزانه شرکت د د زدکړو د ټېکنالوجۍ د خرڅولو په برانډسره شريف نومې صنعتي پوهنتون سره په يوې پوخ بنسټې ملګرتيا کښې په ايران کښې په وړومبي ځل د انجنيئرۍ د فني لېبارټريو د شبيه جوړونو په توليد لاس پورې کړے دے. په زدکړوکښې له شبيه جوړونې څخه استفاده د زدکړو د اهدافو په مخ بيائلو او د هنرزده کؤنکو په زدکړه کښې په چټکتيا رامنځته کولو کښې يو موثره ګام دے. دانش تجهيز فرزانه نومې شرکت او د زدکړې د ټکنالوجۍ د خرڅون برانډ کوشش کوي د زدکړې د چارې په ښه کولو کښې يو موثره ګام پورته کړي. د نورو خصوصيتونو ترڅنګه د لېبارټريو او د بوهنتو د تدريس د سامانونو په جوړولو کښې د شرکت دغړيو څو کلنې تجربې د شرکت محصولات په بشپړه توګه ځانګړي کړي دي. همدارنګ دغه شرکت د دنيا د زدکړې د معيارونو د ترټولو لوے انجمن Worlddidac غړے دے.
دغه شرکت د ايران د سائنس او ټېکنالوجۍ په پارک کښې يو پوخ بنسټه شرکت دے چې له شريف نومې صنعتي پوهنتون سره د ملګرتيا معاهده لري او نړيوالو معيارونو په بنيادله تولو فني او انجنيئري د اړوندو پوهنتونونو او کارخانو د سامانونو د پلانولو او جوړولو په زمينه کښې فعاليت کوي. د شرکت ترټولو مهمه دنده د مجازي لېبارټريو د صنائعو جوړول دي. د مجازي لېبارټريو صنائع په حقيقت کښې د حقيقي لېبارټريو د آلاتو شبيه جوړونه ده. ترقي يافته هېوادونو خپل د زدکړو نظام د مجازي لېبارټريوله صنائعو څخه د استفادې لوري ته روان کړےدے، ځکه چې په ډېر کم او باور نه کؤنکي لګښتس ره په مجازي چاپېريال کښې په اوچت قابليت سره د لبېبارټريو مشينونه لرلې شي.
د دانش تجهيز فرزانه شرکت د مجازي لېبارټریو شبيه جوړونه په وېب کښې ده او دا چاره به مشتري ته د محصول په وړاندې کولو کښې د ډېرې اوچتې چټکتيا سبب وګرځي. او په هرځاے او هر وخت کښې به استعمالېدې شي. همدارنګ سخت اوزاره محصولات به په ډېر کم وخت کښې د شرکت لخوا حواله کولو ته چمتو وي. همدارنګ رنګ دغه شرکت به د تجربه کارې او ماهرې عملې په لرلو سره په محصولاتو کښې د هر ډول رامنځته شوے مشکل په ډېر کم وخت کښې د مشتري لپاره هوار کړي.
دغه شرکت د خپلو مشتريانو لپاره يو لړ خدمات رامنځته کړي دي. مجازي لېبارټرۍ له دغو څخه يو خدمت دے چې پکښې په ايران په وړومبي ځل په پوهنتوني او هنرستاني سطحو کښې په مکانيکي، عمراني او کېميائي برخه کښې د لېبارټرۍ د شبيه جوړونې د سېسټمونو پلانول او برابرول وړاندې کيږي. همدارنګ دغه شرکت د ګاډو موټرو د مېکانيکي ډلې د زدکړې سټېنډونه پلان کړي دي چې پکښې په جوړولو کښې په ډېر اوچت کيفيت او استحکام سره د ګاډو، موټرو د مېکانيکي ډلې د سټېنډونو پلانول، برابرول او جوړل کيږي.
"اميدان منظومه گسترش اطلاعات يا اومېګا " نومې شرکت يو بل پوخ بنسټه شرکت دے چې په دوام کښې د دغه شرکت له فعاليتونو سره آشنا کيږوو.
اُمېګا شرکت د نويو ټېکنالوجيو په برخه کښې د يو پرمختللي شرکت په توګه د شبيه جوړونې او د نندارې د سېسټمونو په برخو کښې په ضمانت ورکړې شوي کيفيت سره په نړيوال کلاس کښې د يوشان محصولاتو د جوړولو قابليت لري. د اُمېګا شرکت ماهران د دفاع، امنيت، توليدي او توزيعي صنائعو ، ټرانسپورټ، ټرېفېک، کنټرول او مونېټرېنګ، اېډورټائمزمنټ ، بازار موندنې ، رسنيو،رېډيو او ټيلي ويژن،معمارۍ، ډيجيټل هنر، لوبو او ګېمونو او ښؤنې او روزنې په شان برخو کښې د دنيا د ورځنۍ ټېکنالوجۍ په کارولو او د ځاي سائنس او توانمنيو په ترکيبولو سره د نمائشي نويو سېسټمونو او د شبيه جوړونې د نويو سامانونو د جوړولو اقدام کوي. همدارنګ د اُمېګا شرکت د پلانونې او ودې دفتر د مشتري په آرډر يا سفارش د سټراټيجکو ضرورتونو په بنياد د نرم اوزاري او سخت اوزاري يا سافت وئيري او هارډ وئيري سامانونو د پلانونې او جوړونې قابليت لري. دغه شرکت په 1396 کال کښې د ۲ ډول توليدي پوخ بنسټه شرکت په توګه په دې برخه کښې د خپل فعاليت اجازتليک حاصل کړ.
ويډيو وال، پلاک لوستونکے سېسټم، د مسافرو د اطلاع رسونې او سرګرميو سېسټم، د اطلاع رسونې او شبيه جوړونې سېسټمونه، سفارشي سافټ وئيرون او امنيتي سېسټمونه د دغه شرکت په محصولاتو کښې شامل دي.
د پروګرام په دوام کښې په مختصره توګه له دغو څخه ځينې محصولاتو معرفي کوو.
د اُمېګا ويډيو وال سېسټم، په مختلفو فورمېټونو کښې د زياتو ويډيوګانو د حاصلولو په قابليت سره په پراخو اړخونو سره د نندارې يو سېسټم دے. دغه سېسټم په ژوندۍ بڼه د تصويرونو ترڅنګه مختلف رېکارډ شوي تصويرونه هم خپرولې شي.د اُمېګا ويډيو وال بشپړه فارسي سافټ وئير د مختلفو ورکړې شويو فائلونو په يو وخت نندارې لپاره د خوښې سائزونو او موقعيتونو کښې ګڼ شمېر کړکيو د تعريفولو امکان رامنځته کوي.
پلېټ لوستونکے سېسټم د اُمېګا سېسټم يو بل محصول دے چې د پارکېنګ او سړکونو د پلېټونو د لوستلو سېسټم دے .د لارو موټرو د نمبرپلېټونو د تشخيص سمارټ سېسټم د موټرو او ټرانسپورټي وسائلو د پلېټونو د تشخيص لپاره د تصويرونو په بنياد پلان شوې او برار کړے شوے دے. دغه سېسټم د موټرونو د پلېټونو له تشخيص او ثبتولو نه علاوه د لحظه اي او متوسط سرعت، د درنواو سپکو موټرو د ډول، د موټرو د لائن وغېره په شان مشخصات هم د تصويرونو د سېسټم له لارې استخراجوي او ترلاسه شوې ډېټا له ذخيره کولو نه علاوه د خط په صورت کښې نورو سيمو ته لېږلې شي. په آټومېټک،چټکه او دقيقه توګه امنيتي او ټرېفېکي څارنه، د ناجائزه سپيډ وهلو، له سور لائيټ نه د تېرېدلو په شان ډرائېوېنګ د خلاف ورزيو ، د سړکونو د ټرېفېکي بار د اندازې اخېستلو او ثبتولو او پارکېنګ ته د لاسرسائۍ او مديريت کنټرول د دغه سېسټة ځينې فائدې دي. د اُمېګا اے اېن پي آر سېسټم د رڼا ، اوبو او هوائي ټولو حالاتو کښې په ورځ او شپه کښې په مناسب دقت سره د استفادې کولو قابليت لري.
د infotainment سمارټ سېسټم چې د مسافرو لپاره د اطلاع رسونې او سرګرميو يو سېسټم دے د اُمېګا شرکت يو بل محصول دے. دغه څور رسانه اي سېسټم د مسافرو لپاره د عين د سفر په دوران کښې د ارامښت او آسانۍ په خاطر پلان شوے دے چې مسافران کولې شي له دغه سېسټم څخه د سرګرمۍ او تفريح په توګه استفاده وکړي. دغه ننداره ښودونکے په انفرادي صورت کښې د هر يو مسافر په اختيار کښې ورکړې کيږي او له فېنګر ټچ سکرين څخه په استفادې سره د آډيو او ويډيو لپاره استعماليږي. دغه سېسټم د فېلمونو، موسيقۍ، الېکټرانېک کتابونو، لوبو، د مېلمه پالونکي د رابللو، له موجودو سروسونو سره د آشنائۍ، په نقشي باندې د اوسني موقعيت، سپيډ، تر بل سټېشن يا مقصد پورې د رسېدو د فاصلې او وخت، د خپل منزل او مقصد د آب و هوا حالت ډ شرعي اوقاتو او بهرني ټمپرېچر په شان اطلاعاتو ليدل يې په امکاناتو کښې شامل دي.
هم هغه ډول چې ورته اشاره اوشوه د اطلاع رسونې سيسټمونه د دغه شرکت يو اصلي محصول دے او له ګڼ شمېر خصوصيتونو سره څو محصولات پکښې شامل دي. د تعاملي اطلاع رسونې سېسټم پکښې يو سېسټم دے. د هغو کسانو لپاره چې د خپل تجارت لپاره د خاص تبليغاتي طريقې په لټه کښې دي، د اُمېګا سمارټ تصويري سېسټم يو ترټولو غوره انتخاب دے. دغه سمارټ سېسټم د جذابو او سرګرمونکومختلفو تصويري افېکټونو په ښودلو سره ستاسو له مشتريانو سره ارتباط ټينګوي او هغوي جذبوي.
تيرګان د اُمېګا شرکت د شبيه جوړونې له څو محصولونو څخه يو محصول ګڼل کيږي. تيرګان نومې سېسټم د خپلو يوزرانو لپاره په شبيه جوړ شوي چاپېريال کښې د دزو کولو او ښکار کولو امکان رامنځته کوي.دغه سېسټم په مختلفو وسلو باندې د نصب کېدو قابليت لري او کولې شي د واقعي مشق کولو ټول شرائط رامنځته کړي. دغه سېسټم مختلف سافټ وئيرونه لري چې د خاصو مشتريانو او يوزرانو د آرډر ورکولو له مخې کولې شي د ډزو کولو په بهير کښې د نظر وړ د يو چاپېريال عوامل ورداخل کړي.
امنيتي سېسټم د اُمېګا شرکت يو بل محصول دے چې د بېنکونو او تاڼو وغېره په شان د مهمو او حساسو ځايونو په امنيت باندې د څارنې او د مارکيټونو او مېټرو وغېر په شان د زيات تګ راتګ لرونکو ځايونو په امنيت د څارنې غوندې خصوصيتونه لري او دا قابليت لري چې د داخلېدو په لارو، داخلي فضاء او چاپېره محيط باندې څارنه ولري.
----------