نور ۲ نومې سېټيلائيټ په فضائي برخه کښې د پاسدارانو د لښکر ستر ځغل
(last modified Sun, 13 Mar 2022 11:56:39 GMT )
Mar 13, 2022 16:26 Asia/Kabul
  • نور ۲ نومې سېټيلائيټ په فضائي برخه کښې د پاسدارانو د لښکر ستر ځغل

که څه هم دښمنانو په مختلفو بنديزونو سره کوشش کړے دے چې د ايران د فضائي صنعت په شمول په اقتصادي او سائنسي پرمختګونو مخه اونيسي، خو د ټولو محدوديتونو او دباؤنو باوجود د ايران اسلامي جمهوريت مختلفو فضائي او له فضاء سره اړوند مختلف ټېکنالوجيو ته لاسرسائي پېدا کړې ده چې پکار دے د اسلامي ايران لپاره يې يون ستره کاميابي وبولوو.

په دې وروستيو څو کلونو کښې  فضاء ته د ځاي سېټلائيټونو او د سېټلائيټونو توغؤنکو لېږدپه فضائي برخه کښې د  يو ستر پرمختګ او ترقۍ سېمبول ګڼل کيږي. اوس ايران د نړۍ د لسو فضائي هېوادونو کښې شتون لري چې دا چاره د دې ټاټوبي د سائنسدانانواو ماهرينو  له څلورو لسيزو زياتې مودې د کوششونو او مجاهدتونو نتيجه او ثمره ده او په همدې وجه ايران په دې صنعت کښې د دغې ټېکنالوجۍ لرونکو د ګوتو شمېر څو هېوادونو ترمېنځ د تکيه وړ مقام لري. په اوس حال کښې د سېټلائيت لېږونکي پلېټ فارم جوړول د شپږو هېوادونو په اختيار کښې دي او ايران د فضائي اډې د پراختيا له نظره ورپسې دغه رتبه لري. فضائي صنعت د پرمختللې ټېکنالوجۍ د صنائعو لرونکو په قطار کښې ګڼل کيږي. د ټولو لګېدل شويو بنديزونو باوجود د ايران اسلامي جمهوريت د فضائي ټېکنالوجۍ په بشپړه څرخه کښې شامل شوے. د سېټلائيټ توغؤنکو پلاننګ او جوړولو او د ځاي سېټلائيټونو د جوړولو او توغولو او اطلاعاتو ترلاسه کولو په زمينه کښې مهم ګامونه او بالاخره د دغو ترلاسه شويو اطلاعاتو استعمال د دغې ټېکنالوجۍ بشپړه څرخې ته بڼه ورکوي.د اېشيا د لويديځې سيمې له نورو هېوادونو سره د ايران د فضائي پروګرامونو فرق دا دے چې ايران د خپل کورني توان او قوت په ستنو ولاړ دے او له خپلې ځاي او کورنۍ ټېکنالوجۍ برخور دے. ايران همدارنګ په تېرو دوو کلونو کښې د سېټلائيټ په توغؤنکو باندې په تمرکز سره د سېټلائيټونو په توغؤلو کښې يو لړ مهم ګامونه پورته کړي دي او د سېټلائيټ له جوړولو سره يې په يو وخت سېټلائيټ توغؤنکي لېږد ته پراختيا ورکړے دے، اوس ايراني سائنسدانانو او ماهرانو د فضائي ټېکنالوجۍ بشپړه څرخې ته لاسرسائي پېدا کړې ده. ایران څلور سېټلائيټونو هم د وروستۍ آزمائنې او د توغولو د مرحلو لپاره چمتو لري ؛ د ظفر دوه په نوم سېټلائيټونه د خپل چمتووالي وروستۍ مرحلې کچ کوي ،ناهید یو او دوه سېټلائيټونه چمتو دي او د پارس یو سېټلائيټ هم د ایران فضايي ادارې ته سپارل شوي دے. سامان نومې انتقال مداره بلاک او آرش نومې فضائي اينجڼ هم د وروستيو ټېسټونو تېرولو په حال کښې دي.

د ايران وروستۍ فضائي لاسته راوړنې چې په دې وروستيو وختونو کښې يې مخکتنه اوشوه نور ۲ نومې سېټلائيټ دے. د پاسدارانود لښکر د هوا فضاء ځواک قوماندان جنرل حاجي زاده مونږ فضاء ته په رسېدو ژمن يوو او په راتلونکو وختونو کښې به د نور نومې سېټلائيټ دغه لړۍ ته دوام ورکړوو. د هغه د وېنا له مخې د هېواد د فضاء په ټولګه کښې وړومبنے ګام دا دے چې په لوګراؤنډ سرکټ کښې تثبيت شووو او بيا 36000 کيلومټري مدار لوري ته لاړ شوو. د حکومت د وياندعلي بهادري جهرمي د وېنا له مخې په ايراني سېټلائيټونو سره د نړۍ ليدل يوه ستره سټراټيجکي لاسته راوړنه ده. د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان جنرل حسېن سلامي هم د دې په بيانولو سره چې د ايران اسلامي جمهوريت وړومبنے اسلامي هېواد دے چې سېټلائيټ يې فضاء ته لېږلے وويل: نن مو وکړې شول په دښمن غلبه وکړوو او دغه پېچلې ټېکنالوجۍ او نوې پوهې ترلاسه کړوو او هغه په يو کاميابي بدل کړوو. د پاسدارانو د لښکر د هوا فضاء ځواک فضائي قوماندان جنرل علي جعفر آبادي په تېرو مياشتو کښې ويلي وو چې په ارتباطي برخو کښې ضروري ده چې د زمکې مېنځنيو مدارونو اېم اي او او د زمکي د پاسه مدار جي اي او ته لاسرسائي پېدا کړوو. نور نومې اوسنے سېټلائيټ د پېژندګلۍ لپاره دے او د بېړۍ اوړونکو او ارتباطي سېټلائيټونو برخو ته هم داخل شوو. نور يو او نور دوه نومې سېټلائيټونه د ايران وړومنبي فوځي سېټلائيټونه دي چې په مدار کښې راغلي دي. په مجموعي توګه د نړۍ تقريباً دېرش هېوادونه داسې سېټلائيټونه لري.

د نور دوه په نامه د ايران دويم فوځي سېټلائيت د کب د مياشتې په اولسمه نېټه چې له شعبانيې له اخترونو سره په يو وخت وو د پاسدارانو د لښکر د هوا فضاء ځواک قاصد نومې ترکيبي سونګو او درې مرحله اي سېټلائيټ لېږونکي په ذريعې له شاهرود دشتې څخه فضاء ته ولېږل شو او په کاميابۍ سره د زمکې په پينخه سوه کېلوميټرۍ مدار کښې راغے. جنرل علي جعفر آبادي د نور دوه نومې سېټلائيت د لېږد په باره کښې وويل: هغه لېږد چې نن يې مونږ کتونکي وو پوره ايراني ټېکنالوجۍ سره يو سېټلائيټ سټېلائيټ توغؤنکے ؤ چې جوړول يې د پاسدارانو د لښکر په ټولګه کښې ترسره شوے ؤ خو په حقيقت کښې د هېواد ټول فضائي ارکان، ځينې پوه بنسټه شرکتونه او پوهنتونونه يې په جوړولو کښې شريک وو. نور دوه نومې سېټلائيټ چې يو تحقيقاتي او پېژندګلي کؤنکے سېټلائيټ دے په سېکنډ کښې اوه اشاريه شپږ کيلوميټر چټکتيا سره له لېږل کېدو نه څلور سوه اتيا سېکنډه وروسته په پينځه سوه کيلوميټره مدار کښې راغے.

دا د ايران دويم فوځي سېټلائيټ دے چې د زمکې په نزدې مدار اېل اي او کښې راغے، له دې مخکې د ۱۳۹۹ کال د غوئي د مياشتې په دريمه نېټه د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر لخوا او د درې مرحله اي سېټلائيټ لېږونکي په وسيلې او د قاصد نومې ترکيبي سونګو سره فضاء ته وتوغولے  شو او د زمکې په ۴۲۵ کيلوميټرۍ په مدار کشې راغلے ؤ چې اوس هم د زمکې په مدار کښې شتون لري.

د نور دوه نومې سېټلائيټ په لېږلو سره د ايرن اسلامي جمهوريت اوس د زمکې په نزدې مدار کښې د دوو سېټلائيټونو خاوند دے. نور دوه نومې سېټلائيټ چې د زمکنيو اډو لخوا يې وړومبني سېګنلونه په کاميابۍ سره ترلاسه شول په هر نوي منټو کښې به يو ځل د زمکې چاپېره ګردش وکړي او په هر شواروز کښې به شپاړس ځل د ايران له فضاء څخه تېر شي او خپل ماموريت ته به لږ تر لږه دريو کلونو پورې دوام ورکړي.دې ته په پام سره چې نور يو نومې سېټلائيټ له څلور سوه کيلوميټرو څخه تقريبا درې نيم سوه کيلوميټرو ته د خپل اوچتوالي په کمولو سره د خپلې کارکردګۍ د مودې ختمولو ته د رسېدو په حال کښې دے نو ځکه نور دوه نومې سېټلائيټ ضرورت لرلے دے.

د نور دوه نومې سېټلائيټ او قاصد نومې سېټلائيټ لېږونکي په جوړولو کښې د دنيا له ورځنيو ټېکنالوجيو څخه استفاده شوې ده. د قصاد نومې سېټلائيټ لېږونکي او د هغه د فضائي اينجڼونو ټېکنالوجي نوې ټېکنالوجي ده او له کامپوزيتي سبک بدنو او متحرکه نازل اينجڼونو څخه استفاده پکښې شامله ده او د نړۍ د ورځني سائنس او ټېکنالوجۍ سر کښې شتون لري. نور دوه نومې سېټلائيت د نور يو نومې سېټلائيټ وده موندونکے شکل دے او ماموريت تحقيقات او بېژندګلي ده او د هغه په ذريعې سره جمع کړې شوي اطلاعات دفاعي او عمومي استعمال لرلې شي. له دې نه علاوه دغه سېټلائيټ کولې شي له پينځو سوه کيلوميټرو فاصلې څخه په لويه اندازه کښې او په ډېر پراخه ليد سره د سېلاب او زلزلې په شان د طبيعي پېښو څارنه هم کوي. نور يو ډوله سېټلائيټ له دې سره سره چې د پاسدارانو د لښکر وړومبنے سېټلائيټ ؤ له دوه کلونو وروسته اوس هم فعال دے او له لس زره نه زيات ځلې د زمکې له کُرې نه تاوراتاو شوے او په درې نيم سوه کېلوميټره ته رسېدلے دے او تر څه کم يو کال پورې به نور هم فعاليت ولري. همدارنګ دغه سېټلائيټ د ايران لپاره يوه لويه فضائي لېبارټري وه او د نور دوه نومې سېټلائيټ په جوړولو کښې يې له ټېکنالوجيو ا تجربو څخه استفاده شوې ده. نور يو نومې سېټلائيټ هم هغه شان ايران ته کېفيت لرونکي تصويرونه راليږي. دغه سېټلائيټ د اېل اي او سېټلائيټونو په کېلاس کښې ؤ چې په څلورنيم سوه کېلوميټرۍ کښې شتون لري. دغه سېټلائيټ له مرکزي صحرا څخه د عمان سمندري لوري ته توغول شوے ؤ اواو دويم سېګنل يې د هېواد د شمال لويديځ په تبريز کښې ترلاسه شوے ؤ. نور يو نومې سېټلائيټ  په ډېر لوې اندازې او ډېرو لوړ مدارونو سره سره د سېټلائيټون د پروګرامونو د لارې په نقشه کښې د ايران وړومبنے سېټلائيټ ګڼل کيږي.

------

 

ټیګونه