د رهبرۍ لیدتوګې (د خبرګانو شورا له مشر او غړو سره لیدۀکاتۀ)
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رهبرۍ د لیدتوګو په باب له مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې د رهبرۍ دخبرګانو له مشر او غړو سره د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د لیدوکاتو په باب درسره غږیږو،نوهیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
دوستانو تیره اونۍ د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د رهبرۍ د خبرګانو شورا له مشر او استازو سره په کتنې کې د خپلې وینا په پیل کې د شعبانیه اخترونو په تیره بیا د نیمه شعبان یا پنځلسم شعبان او د حضرت امام مهدي عجل ا...تعالی فرجه الشریف دنیکمرغه زوکړې په مناسبت مبارکي ووئيله او دغه نیکمرغه اختر ئې د تاریخي امیدونو دغوړیدا ورځ وبلله . حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي دشعبان میاشتې معنوی عظمت او ددغې بختورې میاشتې ښکلو مناجاتو په تیره بیا د شعبانیه مناجاتو د لوړو مضامینوته په اشارې سره،ټول ددغې له برکته ډکې میاشتې څخه ګټه پورته کولو ته متوجه کړل او وې فرمائيل ؛واقعا له خداوندمتعال سره دغه شان خبرې کول او د حاجتونو وړاندې کول او له حضرت حق سره د مینې او لیوالتیا ښودل ډير مهم او لوي کار دی .ډیره لویه خبره ده،له دې فقرې سره،یعني اِلّهی بِکَ عَلَیکَ اِلاَ الحَقتَني بِمَحَلِّ اَهلِ طاعَتِکَ وَ المَثوَی الصّالِحِ مِن مَرضاتِک ٔ په دغې جملې سره ددغې دعا اوج چې ارواښاد امام ، به پرله پسې دغه جمله پخپلو ویناؤ کې ذکر کوله ،؛ اِلَهي هَب لي کَمالَ الاِنقِطاعِ اِلَیک وَ اَنرِ اَبصار قُلوبِنانَظَرِها اِلیَک حَّتَی تَخرِقَ اَبصارُ القُلوبِ حُجُبَ النّور ٔ میاشتو میاشتو پورې واقعا څرنګه دغه وئیلی شو .؟ د مونږ په وړاندې په یوه بل پسې تورتمونه دي،هغه وخت ددغې دعا غوښته دا ده چې حَتی تَخرِقَ اَبصارُ القُلوبِ حُجُبَ النّور ٔ
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خا منه اي خبرګانو شورایو هغه اورګان وبالۀ، چې داسلامی نظام په پیاوړتیا او مضبوتیا کې ئې اغیزشیندونکی رول درلودلی تر دې چې که دغه مضبوتیا وجود ولرل شي ، نو ملی قدرت او ملی قوّت به تحقق ومومي ، او البته دا چې ملی قدرت او قوت څه شی دی ؟ وفرمائيل ؛ ملی قدرت ،د یوه ملت لپاره حیاتي دی ، یعني یو ملت که وغواړي،خپلواکه شي،سرلوړی ووسي، له خپلو حیاتي سرچینوڅخه پخپلې ګروهنې او پخپله ګټه ورځیني استفاده وکړي ، خپله فیصله ، پخپلو اساسی مسئلو کې وکاروي او له اخوا دیخوا څخه پیروۍ ته مجبوره نه شي ، دپرَدَیو په تمه ونه ووسي ، تل په ویرې او سټریس کې ژوند ونه کړي ، که دغه شیان یو ملت وغواړي ، باید څه کار وکړي.؟ باید پیاوړی او قدرتمند شي ::: پياوړي کیدا هم له مختلفو عناصرو څخه جوړې یوې هغې ټولګې ته اړتیا لري ،چې کله سره یو ځاي شي، نو ملی قدرت رامینځةکوي . دوي وفرمائیل ؛د ملی قدرت یو رکن ، علم او ټیکنالوجي ده ، یعني ددغه (قدرت) یوه برخه ، علم او ټيکنالوجي ده . یو رکن ئې فکر او لیدتوګه او تفکر دی ، فکر کول فرق کوي ، باید په علم لرنې سره فکر وشي ، دغه آزاد فکري چې مونږ ئې شعار پورته کوو ،او هریو کس ئې شعار پورته کوي ، مونږ ئې منو ، اغیزې ئې همدغه فکري پرمختګ دی ، یعني که فکري پرمختګ نه وي ،نو علم او دغه شان ځيني نور هم که دیوه ملت په برخه شي ، نو هیڅ په درد به ئې ونه رسیږي .::::
دفاعي قدرت او امنیت ، اقتصاد او عمومی هوساینه ، سیاست او دسیاسی چنې وهلو قدرت او ډيپلوماسي،کلتور او د ژوند سټایل،او پر نورو ملتونو باندې د اغیزشیندونکی او جذبونکی منطق، د ملي قدرت یو بل مټ دی چې رهیرۍ ورته اشاره کړې او وئيلي ئې دي ،د هر یوه هیواد لپاره دملتونو جذبیداسټراټژيک ژوروالی رامینځةکوي ، چې ډير مهم دی . دملی قدرت دغه هر یو مَټ باید دی وه رکن په ګټه او او بل مټ ئې غوڅ نشي .بلکې دغه ټول باید له یوه بل سره څنګ په څنګ پرمخ لاړ شي ، چې دا هم ممکن دي .
حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي دځ ینو مثالونو په ذکر کې یادونه وکړه ، له دې لا ساده توب او کم عقلی بله نشي کیدلی چې یو انسان ووائي ، ددې لپاره چې پر مونږ حساس نشي،مونږ خپل دفاعي قدرت او خپل بهرنۍ امنیتي توان کم کړو،یا فرض وکړئ،چې د سیمې په مسئلو کې شتون ونه لرو ، یا دا چې وئيل کیږي ،ایټمي موضوع چې دغه درست حساسیّت یا مشکل ئې جوړ کړی دی،پریږدوو.دوي ووئيل ،د سیمې په مسئلو کې شتون ، دمونږ سټراټژيکه ژورتیا او دنده ده،پخپله دا،د نظام د پیاوړتیا او مضبوتیا یوه وسیله ده،د نظام د قدرت یوه وسیله ده ، نو مونږ ئې څرنګه له لاسه ورکړو،کله د غه شان یو شی درلودلی شو ونو او باید چې ئې ولرو....... ایټمي موضوع هم ، د مونږ د یوه راتلونکي علمي او ټیکنالوجیکي پرمختګ موضوع ده ، مونږ به ان شاا... ډير زر په راتلونکو څو کلونوکې د ایټمي انرژۍ محصول ته اړتیا ولرو ،یعني په بشپړ ډول به ورته اړتیا ولرو ، نو بیا مونږ چا ته مراجعه وکړو .؟
د اسلامی انقلاب معظم لارښود دهغو کسانو لیدتوګه چې باؤري دي ، ددې لپاره چې بایکاټ نه شو ، باید د امریکا یا دبل هر یوه قدرت په مقابل کې سرټيټي وکړو ،داسې تیروتنې او غلطئ وبللې چې که په دغو کلونو کې هغو کسانو ته اجازت ورکړل شوی وائ،چې غواړي،دقد رت له دغو ځيني مټونه غوڅ کړي،چې دغه کار وکړي،اوس به هیواد له یوې سترې خطرې سره مخ کیدۀ. خداوند متعال اراده وکړه او مرسته ئې وکړه،او امکان ئې رامینځةنه کړ چې دغه کارونه وکړي .::::
د اسلامی انقلاب معظم لارښود،د خپلې وینا په دوام کې دملی اقتدار یوه رکن ته اشاره وکړه او هغه مسئلې چې په مستقیم ډول د خلکو پرګنو ته ورګرځي ،د ملی اتحاد،د ملی اعتماد ، دعمومي امید،د ملی په نفس اعتماد ، دملی ایمان ساتنې ، دعمومی معیشت مسئلې او له خلکو سره د اړونده ټولنیزو مسئلودآسانولو په څير موضوعګانې د ملی قدرت په زیاتولو کې ډيرې مهمې وبللې او یادونه ئې وکړه ؛ ددغه شان مسئلو تامینیدا به په صحنې کې د خلکو په سلو کې سل د یووموټي شتون سبب شي .
نن سبا دارتباطاتي دنیا پراختیا او د انټرنیټي اوسوشل میډیا پراختیا ته په پام سره ،د استکباري هیوادونو یرغلونه ، له پوځي جنګ حالته،وتلي او په نرم جنګ ئې ماهیّت بدل شوی دی .حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي دغه راز یادونه کړې ده،په دغه جنګ کې ستر او واړۀشیطانان د خلکو په برمته کولو پسې دي،او د ماډرن رسندویو له لارې هر ډول غلطې او دروغجنې خبرې ښکلي بریښوي او توجیه کوي ئې او د ټولنې د ذهنونو ژورتیا ته ځیني خبرې رسوي ،څو خلک له ایمان ، اعتما او امید څخه وغړوي . حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي د خلکو د برمته کولو په نهائي موخې د شخصیّتونو برمته کول د دښمنانو مهمه ایجنډا وبلله او وې وئيل ،د مونږ دهیواد د تاریخ یو ترټولو سخت نرم جنګ نن سبا په همدې زمینې کې روان دی.:: لګیا دي تالی څټي ګماري ،ځيني په ګواښلو سره،ځيني هم په تمعو او نورو شیانو سره غولوي. پر دې اساس اوس یو ډير لوي نرم جنګ روان دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ، د ایران په ضد دنرم جنګ د زیاتیدا او سختیدا دلیل ، دایران دملت پياوړي کیدا وبلله او وې وئيل؛علت ئې دادی چې مونږ پیاوړي شوی یوو ، مونږ پياوړي شوي یوو ، اوس د حق له جبهې سره د دښمن ډغره دومره آسانه هم نه ده ، یو ډير سخت کار دی . نو دلته ده چې نرم جنګ ته مخه کوي او درست خپله هڅه کوي ، چې ذهنونه خراب کړي ، دا د مونږ دقدرت او قوت په خاطر ده .:::
دوي همداراز یادونه وکړه ، الحمد ا.... اوس د پوهنتون او حوزې مومن او انګیزه لرونکي په تیره بیا د ځوانانو د ډيرو ټولګو ډير بصیرت لرونکي شخصیّتونه او روزل شوي کسان ،د دښمن د هلوځلو په مقابل کې حقیقي پشتوانې او ملاتړي دي او پوهیږي ،د دښمن له پیچلي نرم جنګ سره د مقابلې لاره تشریحونکي او روښانه کونکی جهاد دی.هماغه شی چې امام علی علیه السلام هم پخپلو بچیانو ته په لیک کې دا؛ په ژبو سره جهاد ؛ یاد کړی دی .
حضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه اي د خپلې وینا په دوام کې د بیانونکي جهاد یا هماغه تشریحونکي جهاد پّه باب ځيني نور ټکي هم یاد کړل .په لومړني ټکي کې ئې د روښانونکي جهاد لپاره دډیرې بودجې بیلول،ناسم او بې نتیجې وبلل.دوي په تشریحونکي جهاد کې د بریالیتوب لازمه، د پخوانیو رودو څنګةکولو او په نرم جنګ کې د آوزارونو اپ ډيټ کولو ته مخه کول وبلل او روښانه ئې کړه ،روښانونکي وسلې د نرم آوزارۍ یوه مهمه برخه لري : دلته باید نوښتوالی ترسره شي ، باید نوي خبرې وشي او نوي روده په بیان کې ذکر شي او زما په اند ، نن سبا هغه شی ، چې په ترټولو غوره انداز سره د یوې وسلې په توګه اغیزشیندونکی عمل وکړي ، په مختلفو زمینو کې د لوړو اسلامی مفاهیمو بیانول دي .مونږ دمعرفتي ، معارفي مسئلو په زمینې کې ډير نا وئيل شوي ټکي لرو.هغه د وئيلو او بیانولو وړ ټکي چې د دنیا لپاره جذاب او خوږۀ دي ، ډیر ئې لرو .د اسلامی ژوند له سټایل سره اړونده مسئلو په زمینې کې ، مونږ ډير نا وئيل شوي ټکي لرو، مثلا ، اوس یو مورد، د ژواک چاپيریال بحث دی،یو مورد له حیواناتو سره د معاملې بحث دی ، یو مورد هم د کورنیو بحث دی ؛ دا نور د ژوند سټایل دی .په دوي ټولو کې اسلام ډير جذاب ټکي لري ؛ هغه اسلامی معارف چې دا د اسلامی متنونو له داخله خلاصه کیدلی ، نوښت پکې راوستلی ، او دغه راز ئې د ټولو په اختیار کې ورکول کیدلی شي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د بیانونکي اوروښانونکي جهاد په باب کې بل ټکی ، له بې لاریتوب او کږ لاریتوبه د ملت د مادي لوړې او پرمختللي لارې جلا کول وبلل او وې وئيل ،دغه بیلوَل،د ګوندي او دخپلوانو د ګټو په اساس د جلاکولو په معنا نه دی،بلکې باید په قرآن او اسلام او د اسلامی نظام په لوي حرکت باندې داعتقاد په اساس،له کږلاریتوبه سمه لاره جلا او روښانه شي .
دوي همداراز په پاي کې په روښانونکي جهاد کې لټي او سستي ، د دنیا غواړو د ناوړه استفادې ،حتی ددین له آوزاره د ناسمې استفادې سبب وبلله او ټينګار ئې وکړ،که روښانونکي جهاد په سمه توګه ترسره نشي ، نو دنیا پال او دنیا غولونکي لوبغاړي به ،حتی دین هم د خپلو نفساني خواهشاتو وسیله وګرځوي ،یعني که زه او تاسو خپل کار په سمه توګه ترسره نه کړو ، نو هغه کسان چې یوازې ورته دنیا مطرح ده ، خپله شخصي دنیا، یعني خپل نفساني خواهشات ، خپل امیدونه ، خپلې شخصي غوښتې ، حتی له دینه به هم ګټه پورته کړي :: هماغه شان چې حتی د اسلام په سرکینیو وختونو کې د بني امیه ؤ په څير ډلو ټپلو دغه شان عمل کوۀ.
خداي ته پناه وړو ، له دې چې ، د شیطان په دغو مشکلو او سختو لومو کې ښکیل نه شو ، هغه که مونږ پخپله وو او که زمونږ خلک باید ځانونه وژغورو .
**************************
دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو .
(سیماب)
*********************************************** *********************************************************************************************************