د تاريخ پاڼه (53)
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د تاريخ پاڼه له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو.
لکه چې درته معلومه ده نن چارشنبه يا د شورو ورځ د ديارلس سوه پينځۀ نوي يم هجري نمريز کال د غوئي د مياشتې دويشتمه نېټه ده چې د څوارلس سوه اوۀ دېرشم هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې له څلورمې او د دوه زره شپاړسم ميلادي کال د مۍ له يولسمې نېټې سره برابره ده.
***************************************
1411 کاله پخوا به داسې يوه ورځ د شپږويشتم هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په څلورمه نېټه د حضرت امام علي ( ع) زوے حضرت عباس چې ابوالفضل لقب يې لرۀ وزېږېد. د هغه حضرت د مور بي بي نوم ام البنين ؤ چې د بي بي فاطمه زهرا (ع) له رحلته وروسته يې د حضرت علي (ع)د مېرمن وياړ حاصل کړ. حضرت ابوالفضل عباس (ع) د حضرت علي (ع) په شان پلار او د امام حسن او امام حسېن عليهم السلام په شان وروڼو ترڅنګه علمي او معنوي فيوضات حاصل کړل. حضرت ابوالفضل له خپلو وروڼو سره ډېره مينه کوله. کله چې امام حسن مجتبی (ع) امامت ته ورسېد نو حضرت ابوالفضل له هغه حضرت سره له ملګرتيا او د هغۀ له خدمته ډډه ونکړه. له امام حسېن (ع) سره يې هم عشق او مينه تر دومره حده وه چې د کربلا د غميزې په دوران کښې يې د اسلام د آئيډيالونو د حفاظت او له هغه حضرته د پېروۍ په لاره کښې ځان قربان کړ. حضرت ابوالفضل عباس(ع) د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو عليهم السلام له کمالاتو څخه د الهام په اخېستو سره د علم او پوهې لوړې درجې ته ورسېد، په دا ډول چې زياترو خلقو به د خپلو عملي مشکلاتو د هوارولو لپاره هغه حضرت ته مراجعه کوله.هغۀ به همدارنګ د بې وزلو په لاس نيوي او د مسکينانو په چارو باندې د غور لپاره زياتې هلې ځلې کولې. د ايران په اسلامي جمهوريت کشې د حضرت عباس علمدار د ولادت کليزه د جانباز ورځ نومولې شوې ده. د ايران ولس د هغه حضرت چې د قربانۍ او ځانه د تېرېدو يوه ښکلې نمونه ده د ولادت د کليزې په مناسبت د هغو کسانو ياد او خاطره نمانځي چې د ايران په خاوره باندې د عراق د پخواني رژيم د تيري په وخت کښې يې له خپل دين او وطن څخه په مېړانې سره دفاع وکړه او په دې لاره کښې د بدن يو اندام له منځه لاړ. د حضرت عباس علمدار د ولادت کليزه دې د نړۍ ټولو مسلمانانو او ازادي غوښتونکو انسانانو ته مبارکه وي.
**************************
997 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د څلور سوه څلوېښتم هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په څلورمه نېټه ايراني عارف او شاعر ابوسعيدابي الخېر په درې اتيا کلنۍ کښې وفات شو. ابوسعيد په درې سوه اوۀ پنځوسم هجري قمري کال کښې وزېږېد. هغۀ يوه موده په رياضت او سېروسلوک کښې تېره کړه. هغۀ د تفسير، حديث او فقهې په علومو کښې زيات مهارت لرۀ او د څلورمې او پينځمې هجري قمري پېړيو له ډېرو مشهور عارفانو ګڼل کېدۀ. د هغۀ ډېر مهم افکار او د ژوند حالات د ((اسرار التوحيد)) کتاب کښې راوړلې شوي دي. دغه مشهور ايراني عارف له شاعرۍ سره زيات دلچسپي لرله او ترې نه يو شمېر عارفانه رباعيات او قطعات نقل شوي دي چې د عرفاني افکارو او ګټور نصيحتونو بيانوونکي دي.
**********************************
46 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ديارلس سوه نهۀ څلوېښتم هجري نمريز کال د غوئي د مياشتې په دويشتمه نېټه بحرېن د ملګرو ملتو په تائيد او د دوه سوه اتۀ اويايم پرېکړ ليک په صادرېدو سره له ايرانه خپلواکي ترلاسه کړه. په فارس خليج کښې د بحرېن جزيره د اسلام له ظهوره مخکې د ايران يوه برخه وه او د اسلامي حکومت په تشکيلېدو سره د مسلمانو خليفه ګانو تر کنټرول لاندې راغے. د اومې هجري پېړۍ له وړومبيو وختونو څخه يو ځل بيا له ايران سره يوځاے شو ان تردې چې په دغه جزيره کښې څو ځل د اقتدار له ځاے پرځاے کېدو وروسته بحرېن د وړومبني نړيوال جنګ په درشل کښې د برطانيې تر ملاتړ لاندې راغے. خو ايران تل په بحرېن باندې په خپلې واکمنۍ باندې تاکيد لرۀ او د بحرېن د قبضه کولو په وجه به يې په برطانيې باندې اعتراض کوۀ. د ديارلس سوه څلوېښتمې نمريزې لسميزې په وړومبيو وختونو کښې برطانيې د خپلو مستعمرو په چلولو کښې د بې وسۍ په دليل له فارس خليجه د شاتګ فېصله وکړهو نو ځکه د شاه د رژيم په موافقې سره په بحرېن کښې د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې د دغې جزيرې د برخليک د ټاکلو په خاطر د يوې نظر غوښتنې لپاره زمينه برابره شوه. په همدې لړ کښې د ملګرو ملتو د امنيت شورا خپل يو استازے بحرېن ته واستوۀ. د بحرېن لپاره د ملګرو ملتو استازے په دوو هفتو کښې په دغه هېواد کښې له قبائيلي مشرانو او نفوذ لرونکو شخصيتونو سره د خبرو اترو له لارې دې نتېجې ته ورسېد چې بحرېن دې خپلواکه شي. د ملګرو ملتو د امنيت شورا هم د دغه نظر په تائيدولو او د دوه سوه اته اويايم پرېکړليک په صادرولو سره د بحرېن خپلواکۍ ته رائې ورکړه. په دا ډول په بحرېن باندې د ايران د څو پېړيو واکمني د ديارلس سوه نهۀ څلوېښتم کال د غوئي د مياشتې په څلوريشتمه نېټه ختمه شوه.
***********************************
31 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ديارلس سوه څلور شپېتم هجري نمريز کال د غوئي د مياشتې په دويشتمه نېټه د تهران په ناصر خسرو نومې سړک کښې يو بم وچاودۀ چې په نتيجه کښې په لسګونو تنه شهيدان او ژوبل شول. د اسلامي انقلاب په خلاف او د اسلامي نظام د کمزوري کولو او د ټولنې د ناامنه ښودلو په غرض د منافقينو او د انقلاب د مخالفو ډلګيولخوا د بم اېښودنو په دوام کښې دا ځل د تهران په ناصر خسرو نومې سړک کښې چې د ښار په مرکز کښې د زياتوخلقو د تګ راتګ ځاےؤد بم اېښودو جنايتکارانه عمل وکړ. دغه بم چې يو ټائم بم ؤ او پنځوس پونډه ټي اېن ټي تخريبي قوت يې لرۀ د يوې دوه چتيزې ودانۍ او د جامو د يوې کارخانې د سوزېدو او ړنګېدو سبب شو. په دغه پېښه کښې نهۀ ايراني ښاريز شهيدان او او پينځه څلوېښت نور ژوبل شول. د منافقينو ډلګۍ د خلقو د نجات او د ايران ملت ته ازادۍ ورکولو د چټي نعرو او شعارونو باوجود دا ډول ړزوونکي جنايتونه کول او دغو اعمالو له مخکې نه زيات خلقو د هغوي اهداف او مقاصد په ډګه او ثابت کړل.
*********************************************
4 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ديارلس سوه يو نوي هجري نمريز کال د غوئي د مياشتې په دويشتمه نېټه د ايران مشهور رياضي پوه شخصيت پرويز شهرياري د زړۀ د اودرېدو له قبله په شپږ اتيا کلنۍ کښې له دنيا سترګې پټې کړې. هغه چې په ديارلس سوه پنځم نمريز کال کښې په کرمان کښې وزېږېد د ايران په مشهور رياضي پوه شخصيت دے او د رياضياتو په زمينه کښې يې له دوو سوه ټوکو نه زيات کتابونه ليکلي او ترجمه کړي وو. ډاکټر شهرياري د رياضياتو استاد او د "وهومن"، چيستا" او "رياضی و مردم" وغېره نومې مجلو مسئول مدير ؤ. هغه په ديارلس سوه پينځه څلوېښتم کال کښې وړومبنۍ علمي درجه ترلاسه کړه او په ديارلس سوه څلور اتيايم کال کښې د رياضياتو په څانګه کښې د يوې تل پاتې څېرې په توګه غوره او معرفي شو. پرويز شهرياري په ځلونو د بهرنيو پوهنتونونو لخوا کار ته دعوت کړې شو خو هغۀ دې ته ترجيح ورکړه چې د هېواد په دننه کښې پاتې شي او د خپلو وطنوالو خدمت وکړي.
-------------