May 10, 2016 17:04 Asia/Kabul
  • د تاريخ پاڼه
    د تاريخ پاڼه

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د تاريخ پاڼه له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو. لکه چې پوهيږئ نن سه شنبه يا د نهې ورځ د ديارلس سوه پينځۀ نوي يم هجري نمريز کال د غوئي د مياشتې يويشتمه نېټه ده چې د څوارلس سوه اوۀ دېرشم هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې له دريمې او د دوه زره شپاړسم کال د مۍ له لسمې نېټې سره برابره ده.

1433 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د څلورم هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په دريمه نېټه  د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) پاک نمسي حضرت امام حسېن (ع) دنيا ته تشريف راوړۀ. د امام حسېن (ع) د ژوند ترټولو غوره دوران د خداے د ګران رسول (ص) ترڅنګه د هغه حضرت شتون او خدمت ؤ چې تر شپږو کلونو يې دوام پېدا کړ. امام حسېن (ع) په داسې يوه کورنۍ کښې وروزلے شو چې د عرفاني او اخلاقي فضائلو او کمالاتو خزانه وه. د امام علي (ع) په شان پلار او د بي بي فاطمه زهرا (ع) په شان مور چې دواړه د خداے د ګران رسول (ص) په لاسو تربيت شوي وو هغه حضرت يې له ډېرو لوړو فضائلو او حقائقو سره آشنا کړ. امام حسېن (ع) په مختلفو ډګرونو کښې چې اسلام له خطر سره مخامخ ؤ فعاله شتون لرۀ.
هغه حضرت د اعتقادي، فکري او سياسي موضوعاتو په شمول د مختلفو مسائلو په اړه د درس او بحث د غونډو په جوړولو سره تل د خداے د ګران رسول (ص) ګران بيه ميراث ساتوونکے ؤ. هغه حضرت په پنځوسم هجري قمري کال کښې د خپل ورور حضرت امام حسن مجتبی (ع) له شهادته وروسته نېغ په نېغه د مسلمانانو هدايت او امامت په غاړه واخېست او بالاخره په يو شپېتم هجري قمري کال کښې د خپل نيکه حضرت محمد (ص) له دين څخه د دفاع په لاره کښې په کربلا کښې شهيد کړے شو. په دا ډول يې په خپل شهادت سره يې يوه داسې تل پاتې کېدونکې حماسه او زړۀ ورتوب رامنخته کړ چې د اسلام نيالګے يې ثمر ته ورسوۀ او ټول انساني نسلونو ته يې د پتيالۍ، ننګيالۍ او د ظالمانو په وړاندې د غاړه نه اېښودو درس ورزه کړ. د ايران په اسلامي جمهوريت کښې د امام حسېن (ع) د ولادت کليزه د پاسدار د ورځې په توګه نومولې شوې ده، ځکه چې په ايران کښې د اسلامي انقلاب پاسدارانو د هدف په لاره کښې د امام حسېن(ع) له مېړانې، زړۀ ور توب او ټينګ اودرېدنې څخه په پېروۍ سره د اسلام او اسلامي انقلاب د آئيډيالونو د حفاظت او همدارنګ د ايران د پولو او زمکنۍ بشپړتيا د حفاظت لپاره ښکلي او شاندار ډګرونه رامنځته کړل او د دنيا د ايماندارو او ازادي غوښتونکو ځوانانو لپاره نمونه جوړ شول.
د حضرت امام حسېن (ع) د ولادت د کليزې په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره د هغه حضرت په حقله د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) يوه وېنا نقلوو چې فرمائي: ((بې له شکه حسېن (ع) د هدايت څراغ او د نجات کشتۍ دے.))

**************************************
1377 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د شپېتم هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په دريمه نېټه د خداے د ګران رسول (ص) د قدرمن نمسي حضرت امام حسېن (ع) قافله مکې مکرمې ته ورسېده. هغه حضرت د يزيد په حکومت باندې د اعتراض او له هغۀ سرهد نۀ بيعت په دليل يې سر په خطر کښې ؤ له مدينې منورې څخه مکې مکرمې ته لاړ. امام حسېن (ع( په مکه مکرمه کښې د ښارد خلقو او مشرانو له تود هرکلي سره مخامخ شو او د بني اميه ؤ په تېره بيا د يزيد بن معاويه د فساد په ډاګه کولو لپاره يې د حاجيانو د تګ راتګ له فرصته استفاده وکړه او په دا ډول يې د اسلامي ټاټوبي لريو لريو سيمو ته خپل پېغام ورسوۀ. له بلې خوا هغه حضرت په مکه مکرمه کښې د کوفې د خلقو لخوا په زرګونو ليکونه ترلاسه کړل چې پکې له يزيد سره د مخالفت ترڅنګه يې دغه ښار ته هغه حضرت د ورتلو او د بني اميه ؤ د ظالم حکومت په خلاف د پاڅون غوښتنه کړې وه.
امام حسېن (ع) په مکه مکرمه کښې د تقريباً څلورو مياشتو له اقامته وروسته د کوفيانو پرله پسې بلنو او همدارنګ هغه خطر ته په پام سره چې د يزيد مامورانو لخوا يې هغه حضرت ګواښۀ، د شپېتم هجري قمري کال د ذي الحجې په اتمه نېټه کوفې ته روان شو.
***********************************
186 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د يو زر  دوه سوه يو پنځوسم هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په دريمه نېټه د اسلامي نړۍ مشهور عارف مېرزا محمد حسن اصفهاني چې په صفي علي شاه مشهور ؤ وزېږېد.
د ديارلسمې پېړۍ يو ستر عارف حاجي مېرزا محمد حسن بن محمد باقر اصفهاني چې په صفی علي شاه مشهور ؤ په اصفهان کښې زېږېدلے ؤ. هغه په ماشومتوب کښې يزد ته لاړ او ابتدائي زدکړې يې په هغه ښار کښې ترسره کړې. بيا د هندوستان له لارې مکې معظمې ته لاړ. په دغو سفرونو کښې يې فقه او سېروسلوک چې زدکړې يې د طريقت د مشائخو د خدمت او د ارادت سب شوې ترلاسه کړې او د خپل عمر تر آخره پورې په  تهران کښې مېشته شو. له هغۀ څخه څو عملي آثار باقي پاتې دي چې زُبدَةُ الاَسرار، بَحرُ الحَقائق او په نظم سره د قران مجيد تفسيرکتابونه له هغو څخه دي. صفي علي شاه د ديارلس سوه شپاړسم هجري قمري کال د ذی قعدې يا ميانې د مياشتې په څلوريشتمه نېټه په پينځه شپېتۀ کلنۍ کښې په تهران کښې وفات شو او په خپله خانقاه کښې خاورو ته وسپارلے شو.
******************************************
118 اتلس کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ديارلس سوه نولسم هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په  دريمه نېټه يو ايراني عالم آيت ا... حسېن خادمي وزېږېد. هغه د ديني علومو د زدکړې لپاره په عراق کښې د نجف علميه حوزې ته لاړ او د اجتهاد مقام ته ورسېد. آيت ا... خادمي د سياست په ډګر کښې هم شتون لرۀ. هغه له هغې زمانې راهسې چې مستبد پهلوي حاکم  رضا خان له اسلامي کلتور او ارزښتونو سره د مقابلې له قهرجنو او تريخجنو روشونو سره له دغو سياستونو سره مبارزه شروع کړه. آيت ا... خادمي په ايران کښې د تېلو د صنعت د ملي کېدو په مبارزو ګډون وکړ. هغۀ په ايران کښې د اسلامي حکومت د رامنځته کولو لپاره د امام خمېني (رح)  د مبارزو اوج ته په رسېدو سره خپل فعاليتونه زيات کړل او د اسلامي انقلاب د کاميابۍ په لاره کښې يې زياتې هلې ځلې وکړې او بالاخره په څوارلس سوه پينځم هجري قمري کال کښې يې فاني دنيا ته په مخه ښه وويل. په دوو ټوکو کښې «رهبر سعادت يا دين محمد (ص)» کتاب له هغۀ څخه باقي پاتې آثارو څخه ګڼل کيږي.
*****************************************

ټیګونه