Jul 30, 2022 14:13 Asia/Kabul
  • تاریخ پانه

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې اومه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذالحجې یا لوی اخترد میاشتې له ۲۹ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د جولایۍ له ۲۹ نیټې سره برابره ده

۱۳۹ کاله وړاندې د ۱۸۸۳ م کال د جولاي په ۲۹، د فاشیست ګوند بسنټګر، دیکتاتور او سیاستوال بنیتو موسولیني په ایټالیا کښې په یوه متوسطه کورنۍ کښې وزیږیده  او د زده کړو له  بشپړولو وروسته یې،  خبریالۍ ته مخه کړه.

موسولیني  د ایټالیا د فاشیست ګوند په جوړولو سره،  دومره پیاوړی شو،چې  د لومړې وزارت څوکۍ یې ترلاسه او  ایټالیا یې هم د نازي جرمني د ملګرې په توګه دوهم نړیوال جنګ ته ورګډه کړه.

 په ایټالیا د متفقینو له بریالۍ حملې او د دغه هیواد لع ماتې وروسته، د موسولیني حکومت هم نسکور شو  او سویس ته د تیښتې په  مهال د ایټالیا د پارتیزانو د یوې ډلې لخوا ونیول شو  او  د ۱۹۴۵ م کال په  اپریل کښې ووژل شو.

 

۵ ۱۰ کاله وړاندې د ۱۳۳۸ قمري کال د ذي الحجې د میاشتې په ۲۹ نیټه آزادي غواړی عالم او انقلابي مبارز شیخ محمد خیاباني په تبریز کښې شهید شو. هغه په کال ۱۲۹۷ قمري کښې د ایران د ختیځ آذربایجان ولایت د شبستر ولسوالۍ په خامنه سیمه کښې زیږیدلی و. له مشروطه غورځنګ وروسته د شیخ محمد خیاباني ژوند یو نوي پړاو ته داخل شو. هغه د ایالتي انجمن په عنوان سره د یو مبارز تنظیم په جوړولو سره د مشروطه د بریالیتوب په لاره کښې په تبریز کښې ډیر مهم ګامونه پورته کړل. ملي شورا ته د شیخ محمد خیاباني او د هغه د پنځو ملګرو په رسیدو سره هغه د شهید مدرس په شان کسانو ترڅنګ د خلکو د حقوقو د دفاع لپاره پاڅون وکړ. د پارلیمان په دویم پړاو کښې د خیاباني یو مهم کار د روس د تزاري حکومت د استعماري الټي میټم په خلاف د هغه باتورانه او کارسمونکی اعتراض و. خو له هغه سره د قاجار د صدر اعظم وثوق الدوله دښمنۍ او د ایران ګډو وډو حالاتو او همداشان له ملي شورا څخه د آذربایجان د استازو ویستل کیدو شیخ محمد خیاباني د ځايي شورا جوړولو او د ولسي پاڅون کولو ته وروباله او د ۱۳۳۸ سپوږمیز کال د رجب میاشتې په ۱۶ یې هغه په ډاګه کړ. په دغه پاڅون کښې د تبریز د چارو واګې د خیاباني او د هغه د  ملګرو لاس ته ورغلې. دغه بریمن پاڅون پنځه میاشتې دوام وکړ. بلآخره د مخبرالسلطنه په خیانت سره چې یوه موجه او ملي څیره یې لرله، د خیاباني دوستان او ملګري ووژل شول او یا بې وسلې کړې شول. په پاې کښې د ځینو لاس پوڅو د خیانت په وجه شیخ محمد خیاباني د ۱۳۳۸ قمري کال د ذي الحجې په ۲۹ نیټه شهید کړی شو.

 

۸۱ کاله پخوا د ۱۹۴۱ م کال د جولاي په ۲۹،  په دوهم نړیوال جنګ کښې  جاپان چې د  نازي جرمني ملګری ؤ،  خپل عسکر يې د  هندوستان او چین د هیوادونو دنیولو لپاره د دغه هیواد په جنوبي څنډو کښې  پلي کړل .

له دې مخکې  جاپان د چین د جنوب ختیځ زیاتې برخي نیولي وي  او  له ۱۹۴۱ څخه تر ۱۹۴۲ م کاله پورې وتوانیده  تایلینډ، مالزیا، سنګاپور، فلپاین ، اندونیزیا او میانمار چې د انګلستان،  فرانسي او هالینډ تر سرپرستۍ لاندي ؤ، ونیسي .

خو دوهم نړیوال جنګ ته د آمریکا په ورګډیدو سره  متفقینو قوا بیا منظمه شوه  او جاپان سوکه سوکه   له نیول شویو ټاټوبو په شا وتنبول شو  تو  حتی خپل ځیني ټاپوګان یې هم له لاسه ورکړل ،تر دې چې د ۱۹۴۵ م کال  په آګست میاشت کښې،  د آمریکا لخوا د جاپان د هیروشیما او ناکازاکې له بمباریو وروسته،  دغه هیواد متفقینو ته تسلیم شو.

 

۶۵ کاله وړاندې د ۱۹۵۷ م کال د جولای په ۲۹، د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس، د ملګرو ملتو لخوا جوړ کړاي شو .

د دغه  آژانس د جوړولو هدف هم  له اټومي انرژۍ د سوله ایزې استفادې د ضمانت  او د ډلوژونکو وسلو د تولید او پوځي هدفونو د کارولو د مخنیوې د ضمانت لپاره  په فعالو اټومي بټیو  څارنه وه.

د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس مرکز په ویانا کښې دی  او  په دې ښار کښې یو څیړنیز لابراتوار ، په بیلا بیلو زمینو کښط د خپلو څیړنو پایلې، له اټومي  انرژۍ د سوله ایزې او ګټورې استفادې لپاره، د آژانس غړیو هیوادونو ته ورکوي .

 له دې سره په یوه وخت،د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس،د سترو قدرتونو تر  اغیزو لاندې ،له خپلو اصلي دندو واټن  اخیستی دی  او په سیاسی بڼه انتخابي چلند هم کوي .

لکه څنګه چې د  اټومي وسلو پنځه درلودونکې هیوادونه (آمریکا،روسیه،فرانسه،انګلستان او چین)  د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس  له څارنې بهر دي.  له بلې خوا د  ځینو هیوادونو سوله ایز اټومي فعالیتونه،د  سترو قدرتونو لخوا د زور په کارولو سره،له ستونزې سره مخ کیږي  او  د دې په  مقابل کښې ،د صهیونست رژیم په څیر د ځینو  هیوادونو  په  اټومي پروګرامونو  چې اټومي وسلي لري، کومه څارنه نه کوي .

 

      او له ننه ۴۱ کاله مخکښې د ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په اومه نیټه د ایران څنګته کړی شوی ولسمشر ابوالحسن بني صدر په منافقینو د مشهورې مجاهدین خلق ترهګرې ډلګۍ له مشر مسعود رجوي سره یوځاې له ایرانه وتښتیده.

له دې ۳۷ ورځې مخکښې بني صدر د بې کفایتۍ، کړکیچ جوړونې او د صدام د پوځ د یرغل په وړاندې د هیواد په دفاع کښې د ناتوانۍ په وجه په رسمي ډول د ولسمشرۍ له مقامه څنګته کړی شوی و. هغه تمه درلوده چې د منافقینو ډلګۍ په بوږنونکو ټرورونو سره یوځل بیا قدرت ته ورسي خو د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ترسره کیدو او د ولسمشر په توګه د محمد علي رجايي له غوره کیدو وروسته بني صدر په ناامندۍ سره د ښځو په جامه کښې له رجوي سره یوځاې فرانسې ته وتښتیده. بني صدر په فرانسه کښې هم د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف فعالیت جاري وساته او رجوي هم په څرګند خیانت سره خپله ډله د صدام په خدمت کښې وګرځوله خو د عراق د ډیکټاټور له پرزیدو وروسته دغې ډلې په عملي توګه خپل کارنده توب له لاسه ورکړ.

 

 

 

ټیګونه