Apr 16, 2023 09:59 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه ،د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت  کې یو. په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ. که تاسو ته یاد وي په تېر پروګرام کې د ذاریات سورې تر  اوه دېرشم آیته رسېدلې وو، نن غواړو د دغه سورې له اته دېرشم تر شپږ څلوېښتم آیتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو، ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړ د دغه سورې  له اته دېرشم تر څلوېښتم آیتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَ فِی مُوسى‏ إِذْ أَرْسَلْناهُ إِلى‏ فِرْعَوْنَ بِسُلْطانٍ مُبِینٍ»، «فَتَوَلَّى بِرُکْنِهِ وَ قالَ ساحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ»، «فَأَخَذْناهُ وَ جُنُودَهُ فَنَبَذْناهُمْ فِی الْیَمِّ وَ هُوَ مُلِیمٌ»

 او د موسى په (قصه) كې، كله چې مونږ هغه فرعون ته په ښكاره دلیل سره ولېږه

نو هغه (فرعون) د خپل قوت (اولښكر) سره مخ واړوه او ويې ويل:(دا موسى) كوډګر (جادوګر) دى، یا لېونى دى

نو موږ هغه او د هغه لښكرې راونیولې، نو مونږه دوى ټول په دریاب كې وغورځول، په داسې حال كې چې هغه د ملامتۍ كار كوونكى و

په تېره برخه کې د لوط په ګناهکار قام د عذاب د نازلېدلو خبره وه. دا آیتونه د فرعون او دهغه د پېروانو برخلیک ته اشاره کوي او فرمایي: حضرت موسی په ځای د دې چې د بني اسراییلو قام ته ورشي، په لومړي ګام کې په فرعون پسې ورغی. ځکه چې هغه یې یې قام تر خپلې ظالمانه ولکې لاندې راوستی و، دهغوي سړي او ښځې   یې شکنجه کولې او خپل مریان او وینځې یې ګرځولې وې.

نو حضرت موسی د فرعون له منګولو د بني اسراییلو د قام د ژغورلو لپاره اول په فرعون پسې ورغی او د روښانه منطق ، الهي معجزو او دلیلونو په وړاندې کولو سره یې، خپل حقانیت ثابت کړ. خو فرعون او درباریانو یې د حق خبره ونه منله. هغوي موسی جادوګر وګاڼه او په کم عقلۍ او لیونتوب یې تورن کړ.

 اخر د خدای قهر په فرعونیانو نازل شو، په داسې حال کې د تېښتې هیڅ لاره یې نه لرله. هغوي ټول په نیل سیند لاهو شول او په راتلونکو زمانو کې هم د مختلفو قامانو له خوا د ملامتیا او غندنې وړ وګرځېدل.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱:  د ظالمانو او زورواکانو له ولکې د خلکو ژغورل د پېغمبرانو د غورځنګ یو هدف دی.

۲: فاسد واکمنان، د خدایي انسانانو  چې د ټولنې د چارو د اصلاح لپاره قیام کوي، شخصیتي ترور کوي، په هغوي ناروان تورونه لګوي او بې لارې، جادوګر او لیوني یې بولي. 

۳:لوی طاقتونه له خپل ټول ځواک سره سره د الهي ارادې په وړاندې ډېر کمزورې اوناتوانه دي، نو باید په خدای توکل وکړو او له هغوي هیڅ وېره زړه ته وانه چوو.

 اوس د ذاریات سورې له یو څلوېښتم تر دوه څلوېښتم آیتونو پورې تلاوت ته پام وکړئ.

«وَ فِی عادٍ إِذْ أَرْسَلْنا عَلَیْهِمُ الرِّیحَ الْعَقِیمَ»، «ما تَذَرُ مِنْ شَیْ‏ءٍ أَتَتْ عَلَیْهِ إِلاَّ جَعَلَتْهُ کَالرَّمِیمِ» 

او په عادیانو كې، كله چې مونږ په دوى باندې (له خير نه) شنډ باد راخوشې كړ

ده (باد) به هېڅ داسې شى نه پرېښوده چې دا به پرې راغلى و مګر دا چې هغه به يې وچ زوړ رژېدلي واښه (يا هډوكي) وګرځاوه

حضرت هود د عاد قام پېغمبر و؛ داسې قام چې د جزیرة العرب په جنوب کې اوسیده او له جسمي اړخه ډېر پیاوړي، لوړ  او چارشانه خلک یې لرل. هغوي په غرونو کې د لویو او عظیمو ودانیو په جوړولو کې ډېر مهارت درلود.

خو دغه قام د الهي پېغمبرانو د پېروۍ په ځای، د ظالمو واکمنانو اطاعت کاوه او د حق په وړاندې ودرېدل تر دی چې خدای پرې ډېر سخت عذاب نازل کړ. یو ډېر بوږنوونکی باد والوته  چې دغه چارشانه خلک یې د وښو په شان ښکته پورته کول او په ځمکه یې ویشتل.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: باد چې د خدای د رحمت سمبول دی او د وریځو د وړو راوړو، د باران د نازلېدو او د بوټو د ټوکېدو عامل دی، کله کله د خدای د قهر بېلګه ګرځي او تباهي رامینځته کوي او مجرمان لولپه کوي.

۲: اوبه او باد که څه هم طبیعي ښکارنده ده خو د خدای تر امر لاندې دي او د خدای په اراده او امر سره ظالمان  په ځان کې غرق او تباه کوي.

 اوس د ذاریات سورې له درې څلوېښتم تر شپږ څلوېښتمو آیتونو تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَ فِی ثَمُودَ إِذْ قِیلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوا حَتَّى حِینٍ»، «فَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ وَ هُمْ یَنْظُرُونَ»، «فَمَا اسْتَطاعُوا مِنْ قِیامٍ وَ ما کانُوا مُنْتَصِرِینَ»، «وَ قَوْمَ نُوحٍ مِنْ قَبْلُ إِنَّهُمْ کانُوا قَوْماً فاسِقِینَ»

 او په ثمودیانو كې، كله چې دوى ته وويل شو چې تاسو تر یو وخته پورې نفع واخلئ

نو دوى د خپل رب له حكم نه سركشي وكړه، نو دوى (د) تندر (عذاب) ونیول، په دې حال كې چې دوى كتل

بیا نه دوى د ودرېدلو طاقت لاره او نه دوى بدل اخيستونكي وو

او له دوى نه مخكې د نوح قوم   (مونږ هلاك كړى و) بېشكه هغوى یو فاسق قوم و

 حضرت صالح علیه السلام د ثمود قام پېغمبر و، هغوي د صالح د حقانیت د ثابتولو لپاره، له هغه د یوې عجیبې معجزې غوښتنه وکړه: ورته یې وویل چې له غره راته اوښه راوباسه!  حضرت صالح هغوي ته وویل: که دغه کار وشي او تاسو ایمان رانه وړئ، هلاک به شئ، خو هغوي چې ګمان یې نه کاوه دغه شان یو معجزه ممکنه وي، په خپلې غوښتنې ټینګار کاوه.

 د خدای په قدرت له غره یوه لویه اوښه راووتله، خو د ثمود قام په ځای د دې چې د حضرت صالح په  حقانیت اقرار وکړي هغه یې دروغ وباله او د اوښې د وژلو هڅه یې وکړه، د اوښې له وژلو وروسته  هغوی ته درې ورځې مهلت ورکړل شو چې توبه وکړي، خو هغوی ستانه نه شول او په یوې اسماني تالندې سره داسې په ځمکه وغورځېدل چې د پورته کېدو او مرسته غوښتلو سېکه یې نه لرله.

 همداراز د حضرت نوح علیه السلام له کلونو کلونو کوشش او تبلیغ سره سره د هغه په قام کې ډېرو لږو کسانو په حضرت نوح ایمان راوړ او اکثرو یې په خپل کفر او ناوړه کارونو ټینګار وکړ تر دې چې هغوي هم په یو عظیم او بوږنوونکي سیلاب سره ختم کړی شول.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: د خدای سنت دا دي چې مجرمانو ته مهلت ورکوي خو که هغوي توبه ونه کړي، په دنیا او اخرت کې د خدای په عذاب اخته کیږي.

۲: کوم قامونه او ولسونه چې د تېرو خلکو له برخلیکه د عبرت درس نه اخلي او خپله لاره نه سموي، د راتلونکي لپاره د عبرت سبب ګرځي.

۳: ټولې طبیعي ښکارندې منجمله اوبه، باد او تندر د خدای د قهر سبب ګرځېدلی او مجرمان او فاسقان له مینځه وړلی شي.

 

ټیګونه