Apr 16, 2023 10:21 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت  کې یو. په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ. که تاسو ته یاد وي په تېر پروګرام کې د ذاریات سورې تر  شپږ څلوېښتم آیت ته رسېدلې وو، نن غواړو د دغه سورې اوه څلوېښتم تر درې پنځوسم آیتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو، ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړ د دغه سورې  له اته او څلوېښتم تر نهه څلوېښتم آیتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَ السَّماءَ بَنَیْناها بِأَیْدٍ وَ إِنَّا لَمُوسِعُونَ»، «وَ الْأَرْضَ فَرَشْناها فَنِعْمَ الْماهِدُونَ»، «وَ مِنْ کُلِّ شَیْ‏ءٍ خَلَقْنا زَوْجَیْنِ لَعَلَّکُمْ تَذَکَّرُونَ»

او اسمان مونږ  په قوت سره جوړ كړى دى او بېشكه مونږ خامخا پراخوونكي/ پراخه قدرت لرونكي یو

او ځمكه، موږ هغه غوړولې ده، نو (موږ) ښه غوړوونكي یو

او له هر څیز څخه موږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ

دا آیتونه یو ځل بیا  د اسمان ځمکې او مخلوقاتو په خلقت کې د خدای تعالی قدرت ته اشارهک وي چې د قیامت د منکرانو شک لرې کړي. نو ځکه یې په سر کې د اسمانونو عظمت او سترتوب ته اشاره  کړې او فرمایي: کوم ستوري چې دخپل سر لپاسه وینئ اوکوم کهکشانونه چې د پراختیا په حال کې دي او تاسو یې د پیل او پای د لیدلو طاقت نه لرئ، د نړۍ د پالونکي په بې پایه طاقت ښکاره شاهد دي.

 دا آیتونه په څرګنده اشاره کوي چې خدای تعالی اسمان پېدا کړی او همېشه ورته وسعت او پراختیا ورکوي، د ساینس پوهانو کشفیاتو هم روښانه کړې چې نړۍ د سکون او تمتیا په حالت کې نه ده بلکې په تېزۍ سره د انبساط او پراختیا په حال کې ده. د دغه نظر په اساس، کوم ستوري چې په کهکشانونو کې دي، په چټکتیا سره یې له مرکزه لرې کیږي.

  البته ساینس پوهان په دې باور دي چې د نړۍ د پراختیا او خپرېدو تقاضا دا ده چې نړۍ د  پېل یو ټکی درلود چې په هغه حال کې د انقباض او ټولېدو په حالت کې وه او له هغه وروسته یې  انبساط او پراختیا پېل کړې  چې تر دې حاله رسېدلې ده.

نه یوازې ستاسو د سر لپاسه اسمان بلکې ستاسو تر پښو لاندې ځمکه هم خدای داسې پېدا کړې او دښتې یې داسې ویړې کړي چې  ځکه ستاسو د اوسېدلو، کرهڼې، مالدراۍ او نورو اړتیاوو لپاره برابره وي، په بله ژبه، د ژوند ټول شرایط د خدای له لوري له انسانه د مېلمستیا او پالنې لپاره چې په دې خاورینه کره کې د خدای مېلمه دی، برابر شوې دي. د خبرې د لا روښانه کېدو  لپاره د ځمکې په مخ د مخلوقاتو د ژوند د بقا لباره  د فضا رول ته اشاره کوو. د ځمکې فضا یا خلا چې تر ځمکې ګېر چاپېره ده  د لمر تودوښه او حرارت په ځان کې ساتي. نو د دې مخه نیسي چې  ځمکه د شپې ډېره یخه شي او یا د ورځې ډېره زیاته او نه زغمېدونکې ګرمه شي.پر دې سربېره، د ځمکې فضا یا خلا د اسماني کاڼو په وړاندې د ځمکې د اوسیدونکو ساتنه کوي، په دې ډول چې دغه اسماني کاڼي یا شهابونه چې څنګه له دغه فضا سره وجنګیږي، فضا یې سوزوي او له مینځه یې وړي.   

د اسمان او ځمکې د خلقت په باره کې له خبرې وروسته،  خبره مختلفو مخلوقاتو ته رسیږي. خدای تعالی په هر یو شي کې د زوجیت او جوړه جوړه والي نظام اېښی دی چې د هر مخلوق دوام او بقا تضمینه شي او په طبیعي ډول د انسان او نورو مخلوقاتو نسل دوام پېدا کړي. البته په دغه زوجیت کې ټول مخلوقات شاملیږي.

دغو مواردو ته پاملرنه کافي ده د دې لپاره چې انسان  د قیامت د راوستلو لپاره د پروردګار په قدرت ایمان راوړي او له دښمنۍ او ضده لاس واخلي.

درسونه :   

 ۱: نړۍ، ساکنه او تمه نه ده، بلکې همېشه د حرکت او پراختیا په حال کې ده.

۲: د زوجیت قانون یوازې له انسان او حیوانانو یا بوټو سره مخصوص نه دی، بلکې جمادات پکې هم شاملیږي.

۳: قران د طبیعي ښکارندو د پېژندلو کتاب نه دی خو د انسانانو له سترګو د جهل او غفلت د پردو د لرې کولو لپاره پر طبیعت ځینو واکمنو قوانینو ته چې د نړۍ د پېدا کوونکي د قدرت ښودونکي دي، اشاره کوي.

اوس د ذاریات سورې پنځوسم او یو پنځوسم آیتونو ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ إِنِّی لَکُمْ مِنْهُ نَذِیرٌ مُبِینٌ»، «وَ لا تَجْعَلُوا مَعَ اللَّهِ إِلهاً آخَرَ إِنِّی لَکُمْ مِنْهُ نَذِیرٌ مُبِینٌ»

 نو تاسو الله ته وتښتئ، بېشكه زه ستاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم

او تاسو له الله سره بل معبود مه شریكوئ، بېشكه زه ستاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم

 د تېرو آیتونو په دوام کې، د خدای رسول ته امر کیږي چې مشرکانو او کافرانو ته داسې خبرداری ورکړي: په ځای د دې چې د خلقت په نظام یا د نړۍ د چارو په تدبیر کې د خدای لپاره د شریک قایل شئ، د کاڼو له بتونانو او خیالي معبودانو وتښتئ او خدای ته پناه راوړئ چې د ژوند نېغه لاره پېدا کړئ او د شرک او کفر په بدو او ویجاړوونکو پایلو اخته نه شئ.

له دغو  آیتونو زده کوو چې:

۱: مال او طاقت او دوستان او اشنایان، هیڅ یو د انسان لپاره ډاډمنه تکیه ګاه نه ده، بلکې د انسان لپاره یوازینۍ مطمئه او پخه پناه ګاه د خدای ذات دی، نو ښه ده چې یوازې په هغه توکل وکړو.

۲: پېغمبران، توحید او نیکو کارونو ته د خلکو د بلنې تر څنګ، دنده لري چې هغوي وهم وېروي او هغوي ته د بدو افکارو اوغلطو باورونو او سپکو کارونو په اړه خبرداری ورکړي.

 اوس د ذاریات سورې دوه پنځوسم او درې پنځوسم آیتونو ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«کَذلِکَ ما أَتَى الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلاَّ قالُوا ساحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ»، «أَ تَواصَوْا بِهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ طاغُونَ»

 همداسې، هغو كسانو ته چې له دوى نه مخكې وو، هېڅ یو رسول نه و راغلى مګر دوى به ویل: (دا) جادوګر دى، یا لېونى دى

ایا دوى په دې (خبرې) سره یو بل ته وصیت كړى دى، بلكې دوى سركشه قوم دى

 په تېره برخه کې مو وویل چې فرعون څنګه حضرت موسی په جادوګرۍ یا لیونتوب تورن کړ چې خلک له هغه لرې او خواره واره کړي. دا آیتونه فرمایي: یوازې حضرت موسی نه و چې پرې یې تومت ولګاوه، بلکې د تاریخ په اوږدو کې ټول پېغمبران له دغه شان تورونو سره مخامخ شوې دي.

دا کار په مختلفو قامونو کې دومره دود و چې ته وا هر یو قام بل ته وصیت کړی وي چې په پېغمبرانو دغه شان تورونه ولګوي او په دې کار کې سستي ونه کړي. په داسې حال کې چې په حقیقت کې داسې نه وه، بلکې د  حق په وړاندې د سرکښۍ  او سرغړاندۍ روحیه سبب کیږي چې  هغوي له ډګره د حقپالو د شړلو لپاره دغه شان کارونه وکړي. که د پېغمبرانو د ختمولو طاقت به یې نه درلود نو  په ټولنه کې به یې د هغوی شخصت ترور کاوه.

درسونه:

 ۱: د مخالفانو له بدګویۍ او د ژبې له لشو وېرېدل نه دي او شاتګ نه دی پکار، ځکه چې الهي پېغمبران همېشه له ډول ډول تورونو او تومتونو سره مخامخ وو.

۲: د انسانیت او حقیقت له حدودو تېری، انسان له خدای او پېغمبر سره ډغرې ته رسوي تر دې چې د خدای په پېغمبرانو د جادوګرۍ او یا لیونتوب تورونه لګوي.

 

ټیګونه