Apr 16, 2023 10:35 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه ،د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت  کې یوو. په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ. که تاسو ته یاد وي په تېر پروګرام کې د ذاریات سورې تر  درې پنځوسم آیته رسېدلې وو، نن غواړو د دغه سورې له څلور پنځوسم تر شپېتم آیتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو، ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړ د دغه سورې د څلور پنځوسم او پنځه پنځوسم  آیتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَما أَنْتَ بِمَلُومٍ»، «وَ ذَکِّرْ فَإِنَّ الذِّکْرى‏ تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِینَ»

 نو ته له دوى نه مخ واړوه، پس ته هېڅ ملامت كړى شوى نه يې

او ته نصیحت كوه، پس بېشكه نصیحت كول مومنانو ته نفع رسوي

 په تېره برخه کې مو وویل چې په تاریخ کې  د نبوت او پېغمبرۍ مخالفانو همېشه الهي پېغمبران په جاودګرۍ او یا له پېریانو سره په اړیکو تورن کړې چې په دې ډول دهغوي معجزې او خارق العاده کارونه کم ارزښته وبرېښوي او له خدای سره دهغوي د اړیکو انکار وکړي.

دغه آیتونه د اسلام ګران پېغمبر ته په خطاب کې فرمایي:

 تا د دغو کسانو د هدآیت لپاره په خپله فریضه سم عمل وکړ او ملامته نه یې. نو له دغو کسانو مخ واړوه او هغوي په خپل حال پرېږده ځکه چې دهغوي هدآیتېدو ته هیڅ امید نه شته له دې امله چې نه غواړي حقیقت وپیژني او وې مني.

البته عامو خلکو ته خبرداری او یادونه د پېغمبرله اصلي دندو ده او کوم کسان چې د حق پېژندل او پرې ایمان راوړل غواړي، د خدای د رسول له پندونو او نصیحتونو سبق اخلي او د هدای لاره مومي.

له دغو آیتونو  زده کوو چې:

۱: د پېغمبرانو دنده عامو خلکو د الهي پېغام رسول دي، خو د کار پایله د هغوي په لاس کې نه ده. هغوي د هغو کسانو په وړاندې چې امیان نه راوړي هیڅ مسوولیت نه لري.

۲: د ټولو خلکو د ایمان راوړلو تمه باید ونه لرو او خپل توان او امکانات باید زیاتره په هغو کسانو ولګوو چې پکې د منلو زمینه او هیله موجوده وي.

۳: د پند او نصیحت منل د ایماندارو یوه ځانګړنه ده او څوک چې دغه ځانګړنه نه لري باید د خپل ایمان په سموالي کې شک وکړي.

اوس د ذاریات سورې له شپږپنځوسم تر اته پنځوسم آیتونو پورې تلاوت ته پام وکړئ:

«وَ ما خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْإِنْسَ إِلاَّ لِیَعْبُدُونِ»، «ما أُرِیدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ وَ ما أُرِیدُ أَنْ یُطْعِمُونِ»، «إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِینُ»

او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي

زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي

بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى

 په تېر آیت کې د هغو چارو په باره کې د یادونې او تذکر خبره وه چې د ایمان د خاوندانو لپاره ګټه ور دي. دا آیتونه فرمایي: یوه مهمه موضوع چې همېشه ورته باید انسان خاصه توجه وکړي دهغه د پیدا کولو مقصد او هدف دی او ترې غفلت یې د ګمراهۍ سبب کیږي.

څرګنده ده چې د انسان خلقت، هدفمند او د یو مقصد لپاره دی او خدای تعالی د هغه خلقت ته ضرورت نه لري. په حقیقت کې د اانسان د خلقت هدف د هغه وده او کمال دی. دا آیتونه انسان ته د هغه د ودې او کمال لاره ښیي او د خدای بندګي او عبادت  انساني کمال ته د رسېدلو لاره ګڼي.

البته عبادت دوه اړخونه لري: یو یې په خاصه معنا چې د عبادي دستورو لکه لمونځ او روژې او حج وغیره ترسره کول دي او بل یې عامه معنا ده چې د انسان د ژوند ټول اړخونه پکې شاملیږي. په دې معنا چې انسان د ژوند په ټولو فیصلو او انتخابونو کې، د خدای د رضا لپاره ګام پورته کړي او له هغو څیزونو چې خدای پرې نه راضي کیږي ډډه وکړي.

 طبیعي ده  چې که انسان د ژوند په ټولو حالاتو کې خدای په نظر کې ونیسي، د ټولو حیوانی ګروهنو او د دنیا د بې ارزښته او سپکو غوښتنو  لوړیږي او مطلق کمال ته چې هماغه د نړۍ لوی پروردګار دی، لان نزدې کیږي، دا له خدای سره قرب د کمال ډېره لوړه درجه ده چې انسان ورته رسیدلی شي.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: انسانان او پېریان د خلقت په هدف او ورته د رسیدلو په لاره کې  چې د خدای بندګي ده  مشترک دي.

۲: بې له شکه خدای تعالی د بندګانو عبادت ته اړتیا نه لري  بلکې مونږ انسانان د هغه د بندګۍ له لارې وده کوو او معنوي کمالاتو ته رسیږو.

۳: د رزق او روزۍ لپاره هڅه او کوشش د انسان دنده ده، په عین حال کې باید له دې ټکي هم غافل نه شو چې د روزۍ سرچینه خدای دی او روزي د هغه په لاس کې ده.

اوس د ذاریات سورې نهه پنځوسم او شپېتم آیتونو ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمايي:

«فَإِنَّ لِلَّذِینَ ظَلَمُوا ذَنُوباً مِثْلَ ذَنُوبِ أَصْحابِهِمْ فَلا یَسْتَعْجِلُونِ»، «فَوَیْلٌ لِلَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ یَوْمِهِمُ الَّذِی یُوعَدُونَ»

د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، یقینًا د دوى د ملګرو (د عذاب) د حصې په شان حصه ده، نو دوى دې په ما تلوار نه كوي

پس د كافرو شویو خلقو لپاره هلاكت دى، د دوى له هغې ورځې نه چې دوى سره يې وعده كولى شي

 دا آیتونه  چې د ذاریات سورې وروستي آیتونه دي د سورې محتوا راټوله کړې او فرمایي: کوم قامونه چې ذکر یې په اجمالي توګه په دې سوره کې راغلی، افسوس چې د الهي استازو د پلنې پر وړاندې انکار او مخالفت ته پاڅېدل، هغوي په دنیا کې په الهي قهر اخته شول او په اخرت کې به هم خپله سزا لري.

د پېغمبر مخالفانو به همېشه له خپلو پېغمبرانو پوښتنه کوله چې قیامت به کله راځي، دې ته په پام سره چې پېغمبرانو ته د قیامت د راتګ وخت نه و معلوم، هغوی به په خپله په قیامت کې شکونه کول او تر پوښتنې لاندې به یې راوسته. نو ځکه قران فرمایي: تلوار مه کوئ او ډاډه اوسئ چې  د خدای وعده پوره کېدونکې ده او هغه ورځ به ارو مرو رارسیږي. داسې ورځ چې ستاسو لپاره به سخته او درنه وي  او د ستنېدو هیڅ لاره به نه لرئ.

له دغو آیتونو زده کوو چې :

۱: که څوک د خلقت له هدفه چې د خدای بندګي ده غفلت وکړي او ځان په هغه لاره کې چې خدای ورپاره پېدا کړی رانه ولي، په لوی ظلم اخته شوی دی.

۲: د خدای مینه او قهر د هغه د علم او حکمت په اساس دی او په دې خبره کې بیړه کول چې وخت یې راورسیږي، په دې  چارې هیڅ اثر نه لري.

۳: د انسان برخلیک د هغه په عملونو پورې تړلی دی، نو کفر او ظلم په دنیا او اخرت کې بې د  الهي سزا نه بله هیڅه نتیجه نه لري.

 

ټیګونه