Apr 16, 2023 10:59 Asia/Kabul

درنو او محترمو اورېدونکو د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یو، په تېره برخه کې د طور سورې دولسم آیت ته رسېدلې وو، نن غواړو د دغه سورې له دیارلسم تر یوویشتم آیتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو، ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړو د طور د مبارکې سورې له دیارلسم تر شپاړسمو آیتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«یَوْمَ یُدَعُّونَ إِلى‏ نارِ جَهَنَّمَ دَعًّا»، «هذِهِ النَّارُ الَّتِی کُنْتُمْ بِها تُکَذِّبُونَ»، «أَ فَسِحْرٌ هذا أَمْ أَنْتُمْ لا تُبْصِرُونَ»، «اصْلَوْها فَاصْبِرُوا أَوْ لا تَصْبِرُوا سَواءٌ عَلَیْکُمْ إِنَّما تُجْزَوْنَ ما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»

 هغه ورځ چې دوى به د دوزخ اور ته ټېل وهلى شي، سخت ټېل وهل

(ورته وبه ویل شي) دا هغه اور دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه

ایا نو دا سحر(جادو) دى، یا يې تاسو نه وینئ

ورځئ، ده ته ننوځئ، نو صبر وكړئ، یا صبر مه كوئ، پر تاسو باندې دغه (دواړه كارونه) برابر دي، بېشكه همدا خبره ده چې تاسو ته د هغو عملونو بدله دركولى شي چې کول به مو.

 د پېغمبرانو د مخالفانو یو چل دا و چې  هغه الهي معجزې به یې چې پیغمبرانو به کولې، سحر او جادو ګڼلې او ویل به یې: لکه چې زمونږ په سترګو جادو کوي او په سترګو مو پرده رااچوي چې د هغه کار چې دی یې کوي په حقیقت پوه نه شو.

قران په دغو  آیتونو کې فرمایي: کله چې هغوي د دوزخ اور په خپلو سترګو وویني او سوزول یې احساس کړي،ورته وبه ویل شي: ایا دا هم سحر او جادو دی او ستاسو سترګو ته په غلطۍ سره اور ښکاري؟

د پېغمبرانو مخالفانو به د ضد او دښمنۍ له مخې هغوی ته ویل چې:  که مونږ ته نصیحت وکړئ او که وې نه کړئ پر مونږ اثر نه لري او مونږ مو نصیحتونو ته پام  نه کوو. دا آیتونه فرمایي:  په قیامت کې به هم هغوي ته ویل کیږي: که په اور صبر وکړئ او که چغې سورې ووهئ هیڅ فرق نه کوي او له سزا د بچ کېدو هیڅ لاره نه  شته.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱:  د حق په وړاندې د ضد او زیل پایله، سخت او دروند عذاب دی.

۲: د قیامت سزاګانې عادلانه دي او په خپله د انسان د عملونو او کړنو پایله ده.

۳:  د پاکو او سپیڅلو دیني ارزښتونو مسخره کول او سپکاوی یې په  قیامت کې د انسان د مسخره کېدو او سپکېدو سبب کیږي.

اوس د طور سورې له اولسم تر نولسم آیتونو پورې تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«إِنَّ الْمُتَّقِینَ فِی جَنَّاتٍ وَ نَعِیمٍ»، «فاکِهِینَ بِما آتاهُمْ رَبُّهُمْ وَ وَقاهُمْ رَبُّهُمْ عَذابَ الْجَحِیمِ»، «کُلُوا وَ اشْرَبُوا هَنِیئاً بِما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»

 بېشكه پرهېزګاران به په جنتونو او نعمتونو كې وي

چې په هغو (نعمتونو) به خوشالېدونكي وي چې دوى ته خپل رب وركړي دي او خپل رب دوى د دوزخ له عذاب نه بچ ساتلي دي

(ورته ویلى به شي:) تاسو خورئ او څښئ په خوند سره، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول

  د قران یوه تربیتي روده  د یو بل په څنګ کې د هیلې، وېرې  او خبرداري او زیري  راوستل دي چې هیڅوک د خدای له رحمته نهیلي نه شي او له بل پلوه د چا په زړه کې بې ځایه هیله هم پېدا نه شي.

د تېرو آیتونو په دوام کې چې  په  دوزخ کې د کافرانو او منکرانو د سزا بیانوونکي وو، دا آیتونه،  په جنت کې د پاکو او پرهېزګارو کسانو بدلې ته اشاره کوي او فرمایی:  جنتیان به په دوو سببونو خوشاله وي: یو د هغو بې شمېره الهي لورینو او نعمتونو په وجه چې ورته ورکړل شوې دي او بل هم د خدای د رحمت او لطف له امله چې د هغوي د ګناهانو د بخښل کېدو او د دوزخ له اوره یې د ژغورل کېدو سبب شو.

جنتیان به هم د دوزخیانو په شان په دنیا کې د خپلو عملونو نتیجه وویني،البته د الهي سزا او جزا سختوالی او کموالی د انسان د ښو او بدو کارونو او دهغو د پایلو د اندازې په اساس دي.

له دغو آیتونو زده کوو چې:

۱: د جنت کنجي، پاکي، پرهیزګاري او پاکلمني ده، که تقوا نه وي حتی تش ایمان هم کافي نه دی.

۲:  څوک چې په دنیا کې  په تقوا او پرهیزګارۍ سره ځانونه له سپکو او ناخوښو کارونو ساتي، خدای تعالی به یې په قیامت کې د دوزخ له اوره وساتي.

۳:  جنت په کار او عمل دی نه په پلمه او خبرو، د تکړه شاعر سعدي په وینا

نابرده رنج گنج میسر نمی شود           مزد آن گرفت جان برادر که کار کرد

اوس د طور سورې د شلم او یوویشتم آیتونو تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:  

«مُتَّکِئِینَ عَلى‏ سُرُرٍ مَصْفُوفَةٍ وَ زَوَّجْناهُمْ بِحُورٍ عِینٍ»، «وَ الَّذِینَ آمَنُوا وَ اتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّیَّتُهُمْ بِإِیمانٍ أَلْحَقْنا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَ ما أَلَتْناهُمْ مِنْ عَمَلِهِمْ مِنْ شَیْ‏ءٍ کُلُّ امْرِئٍ بِما کَسَبَ رَهِینٌ»

 په دې حال كې چې په قطار ایښودل شويو تختونو باندې به تكیه كوونكي وي او مونږ به د دوى نكاح د ښايسته غټ سترګو سپينو سرو حورو سره وكړو

او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د دوى اولاد (هم) په ایمان كې د دوى متابعت كړى وي، (نو) مونږ به په دوى پورې د دوى اولاد هم پیوست كړو او مونږ به دوى ته د دوى له عملونو نه هېڅ شى كم نه كړو، هر سړى به د خپلو كړو په بدل ګرو (ګاڼه) وي

 دا آیتونه په جنتیانو د خدای د مهربانیو یوې بلې برخې ته اشاره کوي او فرمایي: جنتیان به  له نیکانو او پاکانو سره د خبرو اترو او انس له نعمته برخمن وي او په مناسبو ځایونو کې به د خوښۍ او خوشالۍ  محفلونه لري.

خدای تعالی د هغوي لپاره ښایسته او پاکې جوړې مقرر کړې دي؛ د ایماندارو کسانو ښایسته او ښکلې ښځې او د ایماندارو ښځو لباره  د کمال خاوندان سړي چې د یو بل د مینې الفت او ارامښت سبب کیږي.  کیدی شي  ډېر داسې ایمانداره سړي او ښځې وي چې  په دې دنیا کې یې له یو بل سره ژوند کړی او په اخرت کې به هم د یو بل جوړې وې.

 ایمانداره بچیان به هم له خپلو والدینو سره یو ځای کیږي چې جنتي کورنۍ مکمله شي او د هغوي د خوښۍ او خوشالۍ اسباب تر پخوا زیات فراهم شي البته خدای تعالی  په خپل کرم او مهربانۍ د ځینو بچیانو د عملونو کمی پوره کوي چې هغوي د خپلو والدینو په مرتبې کې راشي  او له هغوي سره پاتې شي.

درسونه : 

 ۱: په جنت کې به هم د پاکۍ او عفت خیال ساتي کیږي او د ښځو او سړو اړیکي به د ودونو په چوکاټ کې وي، نه د بې خرته ازادۍ او جنسي بې بندوبارۍ په شکل کې.

۲: هغه کسان چې په دې دنیا کې نامحرمو ته له کتلو سترګې پټوي، په اخرت کې به ښایسته جوړې ولري.

۳:  په اسلام کې د کورنۍ د جوړولو معیار ایمان دی؛ نو په جنت کې به هم ایمانداره جوړې او بچیان د یو بل په څنګ کې وي، عزیزانو د دغه پروګرام د وخت ختمېدو ته په پام سره د قران د پلوشو دا برخه همدلته پای ته رسوو.

 

ټیګونه