Apr 24, 2023 10:15 Asia/Kabul

درنو او محترمو اورېدونکو د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په تېره برخه کې د طور سورې یویشتم ایت ته رسېدلې وو، نن غواړ و د دغه  له دوه ویشتم تر یو دېرشم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو. ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړو د طور د مبارکې سورې له دوه ویشتم تر څلورویشتم  ایتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَ أَمْدَدْناهُمْ بِفاکِهَةٍ وَ لَحْمٍ مِمَّا یَشْتَهُونَ»، «یَتَنازَعُونَ فِیها کَأْساً لا لَغْوٌ فِیها وَ لا تَأْثِیمٌ»، «وَ یَطُوفُ عَلَیْهِمْ غِلْمانٌ لَهُمْ کَأَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَکْنُونٌ»

او موږ به دوى ته ور زیاتې كړو ، نورې مېوې او هغه غوښې چې د دوى زړه يې غواړي

دوى به په دغه(جنت) كې یو له بله (د شرابو) پیالې راكاږي، نه به په دغو كې عبثې خبرې وي او نه ګناهګار كول

او د دوى چاپېره به د دوى غلامان ګرځي، ګویا كې دغه (غلامان) پټې ساتل شوې ملغلرې دي

  په تېره برخه کې د جنتي نعمتونو خبره وشوه، دا ایتونه په دوام کې ځینو خوراکونو او څښاکونو ته اشاره کوي او فرمايي: په جنت کې به ډول ډول میوې برابرې وي او هر ډول میوه چې د جنتیانو زړه یې وغواړي ، هغوي ته به برابره وي، د دې دنیا په اپوټه چې په هر موسم  یا په هر ځای کې دهغه ځای او موسم خاصې میوې موجودې وي.

پر ډول ډول میوو سربېره،  مختلف پروټیني مواد لکه د مارغانو او کبانو او د چارپایانو غوښې  او داسې نور به هم د جنتیاتو لپاره موجود وي، هغه څه چې دوي یې اراده وکړي  ورته به حاضر وي او هیڅ محدودیت به نه وي.

طبیعي ده چې د خوړو په څنګ کې، څښاک هم ضروري دی. په جنت کې به داسې شرابونه وي چې جنتیان به یې لاس په لاس کوي او له څښلو به یې ډېر زیات  خوند اخلي؛ بې له دې چې دغه شراب د دنیاوي شرابو تاوانونه ولري چې د مستۍ او چټي توب سبب شي او  انسان ګناه او سپکو کارونو ته وکاږي.

د جنت ښایسته خدمتکاران به هم همیشه له جنتیانو د میلمستیا لپاره حاضر وي او هغه څه چې جنتیان یې غواړي بې کمي زیاتي به یې ورکوي چې هغوي د کمښت احساس ونه کړي.

له دغو ایتونو زده کوو چې:

جنتي خوراکونه او څښاکونه،رنګارنګ، او د جنتیانو د خوښې او زړه مطابق دي چې هلته موجود خواړه او څښاکونه په ډېره طبعه وڅښي او هیڅ شی یې زړه خپه نه کړي.

۲:  څوک چې دې دنیا کې ځانونه له سپکو او غلطو کارونو ساتي، په قیامت کې به په داسې جنت کې وي چې نور کسان  به یې هم دغه ځانګړنه لري.

 ۳: جنتي شراب به د دنیاوي شرابو په شان تاوانونه او نقصان نه لري. نه به د مستۍ او بې خوده کېدو سبب کیږي نه به انسان چټیات وایي او نه به ناروا او بدو کارونو ته انسان کاږي.

 اوس د طور سورې له پينځه ویشتم تر اته ویشتم ایتونو تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَ أَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلى‏ بَعْضٍ یَتَساءَلُونَ»، «قالُوا إِنَّا کُنَّا قَبْلُ فِی أَهْلِنا مُشْفِقِینَ»، «فَمَنَّ اللَّهُ عَلَیْنا وَ وَقانا عَذابَ السَّمُومِ»، «إِنَّا کُنَّا مِنْ قَبْلُ نَدْعُوهُ إِنَّهُ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِیمُ»

 او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ راواړوي، چې یو له بله به پوښتنې كوي

دوى به ووايي چې بېشكه مونږ له دې نه مخكې په خپل اهل كې شفقت کوونکي ( خیر خواه) وو

نو الله پر مونږ احسان وكړ او مونږ يې د تودوخي (ګرمباد) له عذاب نه وساتلو

بېشكه مونږ له دې نه مخكې هم دغه (الله) باله، بېشكه هم دى ډېر احسان كوونكى ، بې حده رحم كوونكى دى

 دا ایتونه له یو بل سره د جنتیانو خبرو ته اشاره کوي او فرمایي: د هغوي ځینې خبرې د تېر وخت په هکله دي چې په دنیا کې یې  کوم نیک کارونه کړې  چې  سبب شوې خدای تعالی یې جنت په نصیب کړي.

تر ټولو مهم ځواب چې دغه پوښتنې ته ورکول کیږي،  په کورنۍ دهغوي مهرباني، ورسره مینه او د کورنۍ اندیښنه او فکر کول دي. دغو کسانو د خپلو والدینو، بچیانو او ښځې یا خاوند په وړاندې خپله دنده سمه ترسره کړې او ټول وس یې کارولی چې د حق له لارې ونه غړیږي. هغوي نه یوازې دا چې ځانونه له ګناه ساتلې بلکې د بچیانو په روزنه کې یې هم ښه فکر او احتیاط کړی  چې هغوي مومن او صالح انسانان جوړ شي.

 طبیعي ده چې دغه توجه او زړه سواندي د خدای د مهربانۍ سبب کیږي؛ د دغه مهربانۍ په وجه، د هغوي کورنۍ ته هم په جنت کې د هغوي تر څنګ ځای ورکول کیږي او ټول د دوزخ له اوره نجات مومي.

له دغو ایتونو زده کوو چې:

۱:  جنت او دوزخ زمونږ په خپل لاس کې دی، په دنیا کې زمونږ عملونه او کړچار په قیامت زمونږ برخلیک جوړیږي.

۲: کورنۍ ته توجه ورسره مینه او خیال یې ساتل چې د بچیانو د سمې روزنې سبب شي، د جنت کنجي ده. دغه ځانګړنه هم په خپله بنده او هم یې بچیان جنت ته رسوي.

۳: جنتیان، جنت  په ځان د خدای مهرباني او لطف ګڼي، نه د خپلو لږو عملونو بدله چې د خدای له بې پایه نعمتونو سره د پرتلې وړ نه دي.

 اوس د طور سورې  له نه ویشتم تر یو دېرشم ایتونو تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«فَذَکِّرْ فَما أَنْتَ بِنِعْمَةِ رَبِّکَ بِکاهِنٍ وَ لا مَجْنُونٍ»، «أَمْ یَقُولُونَ شاعِرٌ نَتَرَبَّصُ بِهِ رَیْبَ الْمَنُونِ»، «قُلْ تَرَبَّصُوا فَإِنِّی مَعَکُمْ مِنَ الْمُتَرَبِّصِینَ»

 نو ته (خلقو ته) نصیحت كوه، پس ته د خپل رب په نعمت سره نه كاهن يې او نه لېونى

ایا دوى وايي چې (دى) شاعر دى، مونږ د ده په حق كې د زمانې د حوادثو انتظار كوو

ته (دوى ته) ووایه: تاسو انتظار كوئ، پس بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو ځنې یم

  په تېرو ایتونو کې د الهي نعمتونو له یادولو وروسته، دا ایتونه پېغمبر اکرم (ص) ته په خطاب کې فرمایي: دا خبرې همېشه خلکو ته کوله او قیامت وریادوه، چې د دنیا په چارو بوختېدل هغوي له اخرته غافله نه کړی.

البته مشرکانو د دغه خبرو د بیانولو په وجه پېغمبر ته کاهن او جادوګر ویل او ویل به یې چې هغه د کاهنانو په شان چې د راتلونکي وړاندوینه کوي، د راتلونکي په باره کې خبرې کوي او غواړي خلک له غیبي رازونو خبر کړي. له همدې امله له پیریانو سره ارتباط لري  او د راتلونکي خبرونه له هغوي اخلي.

 په داسې حال کې چې خدای تعالی فرمایي:له راتلونکي د پېغمبر خبرېدل، د الهي وحي او د نبوت او رسالت د مسوولیت د منلو په وجه دی او هغه کاهن نه دی او نه ورسره پیریان دي. لکه څنګه چې هغه شاعر او د شعر ویونکی هم نه دی او د هغه خبرې دخدای کلام دی، نه د هغه ذاتي تفکرات او خیالات چې ګني دهغه په تګ سره  ختم شي او یا  کوم بل کاهن او شاعر د هغه په ځای راشي.

له دغو ایتونو زده کوو چې:

 ۱: د پېغمبرانو مخالفانو همېشه هڅه کوله د ناروا نسبتونو لکه شاعر او کاهن په شان نومونو سره خلک د پېغمبرانو له خواوشا لرې کړي

۲: د اسلامي دښمنانو تمه لرله د پېغمبر اکرم په رحلته سره د اسلام څراغ ګل شي خو د خدای اراده په دې وه چې  دغه څراغ د همېشه لپاره ځلانده پاتې شي. لکه څنګه چې نن د اسلام په خلاف له ټولو توطئو سره سره  په نړۍ کې دغه دین مخ په خپرېدو دی.

ټیګونه